تقليد او څلورګوني مذاهب
د اسلامي سني مذاهبو په اړه يو غلط تصور دا دی چې يوشمېر خلک دا فکرکوي چې دغه مذاهبو خلک له قران او سنتوڅخه منع کړي دي اوکه دا مذاهب پريښودل شي نو د قران او سنتو په لور به لاره خلاصه شي، خلک به د قران او نبوي احاديثو متبعين وګرځي اوپه (اطيعواالله اواطيعواالرسول) باندې به عمل راشي او بلې خواته دا فکر هم ورسره دی چې دغه فقهي مذاهب په خورا ضعيفو دلايلو ولاړ دي اومتبعين يې مبتدعين اويا په شرک کې اخته دي
د دې تر څنګ دا هم ويل کيږي چې ټول خلک بايد دېته اړ کړل شي چې په مستقيمه توګه له قران اونبوي احاديثو څخه احکام را مستنبط کړي.اوعمل ورباندې وکړي.
وبه ګورو چې دانظر سم دی اوکه خطاء؟
بل لوري ته د نوي اسلام نظريې والا چې مستقيما د غرب لخوا روزل کيږي دا نظر لري چې د اصحابوکرامو،تابعيينو،تبع تابعينو اونورو ټولو فقهاوو فهم بايد پريښودل شي اوقران اوسنت له دنوي عصر له غوښتنو سره سم تفسير اوشرح کړل شي اوهرڅوک دې پرته له تقليد څخه په خپله قران اوسنت شرحه کړي او په دې توګه غواړي چې دقرآن او سنتو څخه داسې فهم ته لاره هواره کړي چې له نورو اديانو سره يې تطبيق ممکن وي اوخبره له ټکر څخه جوړجاړي، سولې او امن ته راوګرځي اوپه دغه توګه اسلام تحريف کړي
دا او ديته ورته د څه نورو مشکلاتو له امله مونږ کوښښ کوو چې د مذاهبو په حقيقت وغږيږو او دا چې اجتهاد څه شی دی ؟ دچاکار دی؟ تقليد څه شی دی او دچاکار دی؟
او په دې هکله سم نظر څه دی؟
اصلي خبره خو دا ده چې په هر مسلمان دا خبره لازمه ده چې شرعي احکام وپېژني او بيا عمل ورباندې وکړي خو هرڅوک د خپل استعداد په اندازه مکلف دی،که په چا کې د اجتهاد او له قران او نبوي احاديثو څخه د مستقيم اجتهاد وړتيا موجوده وي نو په خپله به له شرعي مآخذو څخه په مستقيمه توګه د احکامو استنباط کوي چې دې کار ته د اصولينو له نظره اجتهاد ويل کيږي او که په چا کې دا وړتيا نه ليدل کيږي هغه به د يوه منل شوي او د اعتبار وړ مجتهد په مذهب باندې روانيږي،چې دې کارته تقليد ويل کيږي.
د دې مدعا د ښه وضاحت لپاره به لومړۍ مونږ د تقليد،او د څلورو مذاهبو د زياتې وړتيا خبره وڅيړو.
د تقليد تعريف:
تقليد: له( القلادة )څخه را ويستل شوی لفظ دی چې دلغت له مخې هغه شي ته ويل کيږي چې د کوم حيوان په غاړه کې اچول کيږي چې په پښتو کې ورته غړوندی ياغاړکۍ ويل کيږي
تقليد په اصطلاح کې:
تقليد په اصطلاح ګې په دوو معناګانوسره راغلی دی:
العمل بقول الغير من غير حجة من الحجج الشرعية الملزمة، أي: من غير دليل قائم على حكمه أو حجيته
د بل چا په قول او ويناباندې پرته له لازمی شرعي دليل نه، عمل کولو ته تقليد وايي معناداچې په حکم او يا په حجيت باندې يې کوم شرعي دليل موجود نه وي
العمل بقول المجتهد من غير معرفة دليله معرفة تامة.
ديوه مجتهد په قول باندې عمل کول پرته له دې چې دليل يې په پوره توګه وپېژندل شي،مطلب داچې اړينه نه ده چې د هغه دليل په پوره توګه وپيژندل شي په دې معناچې آيا د هغه د اجتهادي استنباط منهج اوکړنلاره څه ډول ده؟ په کومه طريقه فرعي تفصيلي احکام له تفصيلي دلايلوڅخه رواباسي؟ ځکه چې په دغه ډول قضاياوو د پوهيدنې لپاره خو داجتهاد شروط اړين دي
په چا باندې اجتهاد فرض دی او په چا تقليد؟
دصحابه کرامو له دور څخه رانيولې تر نن ورځې پورې چې په شريعت باندې عمل شوی دی،هغه په دوه طريقو تر سره شوی دی:
۱: د اجتهاد له لارې
۲: د تقليد له لارې
په کوموخلکو کې چې داجتهاد شرايط پوره وو هغو اجتهاد کړی اوپه چاکې چې داجتهاد اهليت نه موندل کيده هغوی له اهل الذکر څخه پوښتنه کړې ده اوخپل مشکل يې له همدې لارې څخه حل کړی دي اوپه دې کارباندې د صحابه کراموله دور څخه رانيولې آن د تبع تابعينو له دورې پورې چا نيوکه نه ده کړې،نوله دې څخه دا ثابته شوه چې په دې کارباندې د صحابه کرامو،تابعينو اوتبع تابعينو له پلوه يوه سکوتي اجماع منعقده شوې ده نوپه همدې اساس،په چاکې چې د اجتهاد شروط برابر وي هغه ته مجتهد ويل کيږي او په چاکې چې د اجتهاد شروط پوره نه وي هغه ته عامي ويل کيږي که څه هم هغه يوڅه علوم زده کړي وي خو دعامي له تعريف څخه خارج نه دی اوپه اجتهادي مسايلوکې يې خبره حجت نه ده.
د شرعي احکامو او دلايلو پر نسبت مکلف بندګان په دوه ډوله دي:
لومړی: مجتهدين: دا هغه ډله ده چې په دې قادر وي چې له شرعي دلايلو څخه داجتهاد له کړنلارې اومنهج سره سم داحکامو استنباط وکړي.
دوهم: مقلدين: چې د مجتهدينو په څېر له دلايلو څخه داستنباط توان نلري .
البته پورته دواړه ډوله خلک مکلف دي چې له شرعي احکاموڅخه ځان په هغه اندازه خبرکړي چې دې ورباندې مکلف دی تر څوعمل پرې وکړي.
لومړی ډول خلک د تکليف له غوښتنې سره سم په اجتهاد مکلف دی ترڅوشرعي احکام له همدې لارې زده کړي اوبيا عمل ورباندې وکړي .
اودوهم ډول خلک چې داجتهاد ځواک نلري اوشرايط يې پکې متوفر نه دي مکلف دي چې د مجتهدينو تقليد وکړي ترڅو په شرعي احکاموباندې عمل ترسره کړل شي.
زمونږ جمهور علماء په دې خبره سره متفق دي،په چاکې چې داجتهاد شرايط پوره نه وي په هغه باندې د مجتهد تقليد فرض اوضروري دی،په دې هلکه يومشهور عالم علامة شيخ محمد حسنين مخلوف په خپل کتاب بلوغ السول کې داسې ويلي دي : دجمهورو اصوليينو په وړاندې مقلد امي محض او هغه چا ته چې يوڅه علوم يې زده کړي خو چې د اجتهاد حد ته نه وي ورپورته شوی دواړو ته ورشامل دی.
زمونږ جمهور علماء په دې خبره سره متفق دي،په چاکې چې داجتهاد شرايط پوره نه وي په هغه باندې د مجتهد تقليد فرض اوضروري دی،په دې هلکه يومشهور عالم علامة شيخ محمد حسنين مخلوف په خپل کتاب بلوغ السول کې داسې ويلي دي :
“وقد اعتبر الأصوليون وغيرهم أقوال المجتهدين في حق المقلدين القاصرين كالأدلة الشرعية في حق المجتهدين، لا لأن أقوالهم لذاتها حجة على الناس تثبت بها الأحكام الشرعية كأقوال الرسل عليهم الصلاة والسلام فإن ذلك لا يقول به أحد؛ بل لأنها مستندة إلى مآخذ شرعية بذلوا جهدهم في استقرائها وتمحيص دلائلها مع عدالتهم وسعة إطلاعهم واستقامة أفهامهم وعنايتهم بضبط الشريعة وحفظ نصوصها.
اصوليينو اونورو عالمانو داخبره کړې ده چې د شرعي احکامو په اړه د مجتهدينو اقوال د مقلدينو لپاره د شرعي دلايلو په څېر حيثيت لري،هغه حيثيت چې د مجتهدينولپاره يې شرعي دلايل لري،(مجتهدين په دې مکلف دي چې داحکامو استنباط له شرعي نصوصو اوشرعي ماخذوڅخه نيغ په نيغه وکړي اوغير مجتهدين به دعلماوو اومجتهدينو اقوالو ته مراجعه کوي )
د دې خبرې مقصد دا نه دی چې د دوی اقوال په ذاتي توګه داسې دي چې احکام پرې ثابتيږي لکه د پيغمبرانو په څير، داسې خو هيڅوک نه وايي بلکې د دې خبرې مقصد دا دی چې د دوی اقوال داسې شرعي ماخذونو ته مستند اوتکيه دي چې دوی د هغو په لټه کې ټول ځواک پکار اچولی اوله دې سره سره هغوی عادلان،د پراخه تقوی اودرست فهم اوعلم څښتنان وو اوبل پلوته هغوی خپل ټول ځواک د شريعت په ضبط او د نصوصو په حفظ کې مصرف کړی دی.(مقصد داچې هغوی د اجتهاد ټول شرايط پوره کړي وو او دوی په اجتهادي مسايلو کې له پوره وړتيا څخه برخمن وو)
زمونږ امامانو،فقهاوو او اصولينو په اجتهادي مسايلو کې د مجتهدلپاره يو شمير شرايط د دې په خاطر ټاکلي دي چې هغه به ځانګړی اهليت لري،له ځانګړي ځواک څخه به برخمن وي اوځانګړې ملکه به لري چې وکولای شي هغه خپل ظني دلايل چې څومره ممکن وي دې حدته ورپورته کړي چې تقريبا قطعيت ته يې ورسوي،دا د دې په خاطر چې شرعي او ديني احکام له خطا او تحريف څخه وژغورل شي،نه ددې په خاطرچې خلک له قران اوسنتوڅخه منع کړي بل پلوته له اجتهادي نصوصو اوماخذو نه استنباط خوراګران کاردی، چې دغه کار غير مجتهدکسان نه شي ترسره کولای،ځکه له هغوی څخه په دين کې خطا اوتحريف رامنځ ته کيږي اوپه دې توګه پرالله اورسول باندې درواغوتړلو احتمالات قوي کيږي اوپرالله اورسول باندې درواغ تړل خورا سخته ګناه ده په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي (:من کذب علی متعمدا فليتبوء مقعده من النار).،
لكه څرنګه چې الله او د هغه رسول هغه مکلفو بندګانو ته چې د اجتهاد له ځواک څخه برخمن دي د دې خبرې حکم کړی چې داجتهاد له اصولو اواهليت سره سم له شرعي تفصيلی ماخذونو څخه د تفصيلي احکامو استنباط وکړي په همدې توګه الله او د هغه رسول هغو کسانو ته چې د اجتهاد وړتياپکې نشته حکم کړی دی چې د شرعي احکامو د معرفت لپاره د مجتهدينو په لورمراجعه وکړي او دا يې ورته فرمايلي دي چې د نه پوهيدو په صورت کې د همدوی په اقولو استناد وکړی په دې هکله الله تعالی داسې فرمايلي دي فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ)
ای عاميانو ! د نه پوهيدو په صورت کې تاسې اهل الذکر(د مجتهدينو) اقوالو ته مراجعه وکړی(چې هغوی تاسې ته شرعي حکم د شرعي دلايلو په رڼاکې درمعلوم کړي،او دا هم اړينه نه ده چې هغوی دې تاسې ته دليل هم دروښيي چې د دې حکم دا دليل دي،ځکه چې په معتبر مجتهد اوامام باندې دا خبره ضروري نه ده چې د حکم د بيانولو پر مهال دي عامي ته دليل بيان کړي اونه عامي مکلف دی چې د دليل پوښتنه ورڅخه وکړي،او دا ځکه چې په قرانکريم کې يواځې همدومره راغلي دي چې دوی دې د حکم پوښتنه له اهل الذکر څخه وکړي.
مشهورعالم امام شاطبي رح په دې هکله داسې ويلي دي:
(فتاوي المجتهدين بالنسبة إلى العوام كالأدلة الشرعية بالنسبة إلى المجتهدين، والدليل عليه أن وجود الأدلة بالنسبة إلى المقلدين وعدمها سواء إذ كانوا لا يستفيدون منها شيئًا، فليس النظر في الأدلة والاستنباط من شأنهم ولا يجوز ذلك لهم ألبتة، وقد قال تعالى: {فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ}، والمقلِّد غير عالم، فلا يصح له إلا سؤال أهل الذكر، وإليهم مرجعه في أحكام الدين على الإطلاق، فَهُمْ إذًا القائمون له مقام الشارع وأقوالهم قائمة مقام الشارع)
د مجتهدينو فتواګانې په نسبت سره عواموته داسې حيثيت اومقام لري لکه شرعي دلايل په نسبت سره،مجتهدينو ته،د دې خبرې دليل دا دی چې عوامو ته خو د دلايلو وجود اوعدم وجود دواړه يو برابر دي،ځکه چې دوی ورڅخه استفاده نشي کولای،ځکه چې دليل او استنباط د دوې له شان څخه پورته کاردی،نوله همدې کبله د دوی لپاره په اجتهادي مسايلو کې استنباط جواز نلري،دا ځکه چې الله تعالی په خپل کتاب کې داسې فرمايلي دي : (فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ)نوله دې ايت شريف څخه دا خبره جوته شوه چې مقلد غير عالم اوغيراهل الذکر دی،نو د ده په هکله دا خبره درسته ده چې اهل الذکر ته مراجعه وکړي د ده دنده همدا ده او په مطلقه توګه به په شرعي احکاموکې همدوې ته وردرومي،نومعلومه شوه چې مجتهدين او د هغوی اقوال د دوی لپاره دشارع قايم مقام دي.
تقليد د اصحابو کرامو او تابعينو په زمانه کې:
عامو اصحابوکرامو اوتابعينوته به چې هم کومه پېښه رامنځ ته شوه اويابه په کومه خبره نه پوهيدل نوهغوی به نورو اصحابوکراموته مراجعه کوله اوهغوی به د پېښې او واقعې په هکله هغوی ته فتوا ورکوله،په دغه دواړو زمانو کې هيچاهم په دې باندې انکار نه دی کړی چې ولې په خپله له قران او سنتو څخه د حکم استنباط نکوی، نو دا د اصحابو کرامو او تابعينو لخوا په دې خبره باندې اجماع شوه چې څوک په اجتهاد باندې قادر نه وي،هغه به د احکامو په معرفت کې مجتهد ته مراجعه کوي.
ملاحظې
هر چاته حکم کول چې له شرعي ماخذو څخه دې مستقيم اخذ وکړي په دې خبره باندې کومې بديانې رامنځ ته کيږي؟ددې خبرې تفصيل په لاندې ډول دی:
لومړی: داکار داسلامي امت له سکوتي اجماع سره مخالفت دی
دوهم: له دې کار څخه د اصولينو د اصطلاح مطابق تکليف بما لايطاق راځي(له وسې څخه پورته کار باندې انسان مکلف کول)او حال دا چې الله تعالی فرمايلي دي : (لا يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا)
دريم:په دې کارسره به د خلکو ضروري مصالح به په ټپه ودريږي، ټول ضروري کسبونه به له منځه ولاړشی، ځکه چې هر مسلمان خو به ايله همدا کوي، بل کار ته به وخت له کومه کړي، اوله دې سره سم به ټول احوال د فساد په لور ولاړ شي
څلورم: داکار دپورته ذکر شوي آيت شريف مخالفت دی هغه په دې توګه چې الله تعالی و ورته وايې له اهل الذکر څخه پوښتنه وکړی اوددې برعکس دوی ورته حکم کوي چې نه په خپله کارکوه.
پنځم: په دې کارسره به په دين کې خورا فساد،تحريف،په دين باندې لوبې (تلاعب بالدين)،تتبع دې رخصتونو په دين کې داسانيو لټه چې داپه خپله يوخطرناک کار دي رامنځ ته کيږي.
شپږم: په دې کارسره به د امت ترمنځ سخت اختلافات را ولاړ شي اودمسلمانانو ترمنځ به وحدت ختم شي.له همدې امله چې داډول کارخورا زيات ستونزمن کار دی مونږ په دې باندې ډينګار کوو چې داکار دې همغو معتمدو اومنل شويو فقهاوو اومجتهدينو ته ورپريښودل شي چې دپورتنيو ستونزو مخنيوی وشي،ځکه چې دهغوی فهم اوبرداشت له قران اوسنتو څخه درسول الله ص اواصحابوکرامو فهم ته زيات ورنيږدې دی اوزمونږ په وړاندې هماغه فهم معتبر دی.
اوم:په دې کارسره به پرالله اودهغه پررسول باندې زيات درواغ وتړل شي.
اتم:په دې کارسره به ملحدينو،بې دينو خلکو اوددين دښمنانوته لارخلاصه شي چې په دين کې دخپلو اغراضو مطابق کار وکړي اوخپلو فاسدو اهدافوته په اسانۍ سره ورسيږي.
له همدې امله چې داډول کارخورا زيات ستونزمن کار دی مونږ په دې باندې ډينګار کوو چې داکار دې همغو معتمدو اومنل شويو فقهاوو اومجتهدينو ته ورپريښودل شي چې دپورتنيو ستونزو مخنيوی وشي،ځکه چې دهغوی فهم اوبرداشت له قران اوسنتو څخه درسول الله ص اواصحابوکرامو فهم ته زيات ورنيږدې دی اوزمونږ په وړاندې هماغه فهم معتبر دی.
ولې د څلورګونو مذاهبو تقليد؟
لکه څرنګه مو چې پورته يادونه وکړه چې زمونږ د اهل سنتو عقيده داده چې دقران اوسنتو فهم د صحابوکرامو تر فهم پورې مقيددي، معناداچې هغوی له قران اوسنتو څخه چې کوم فهم اخيستی دی هماغه زمونږ لپاره معيار دی، مونږ ته روا نه ده چې له قران اوسنتو څخه داسې فهم راواخلو چې د هغوی له فهم سره پکې مخالفت اوټکر رامنځ ته کيږي،زمونږ دين دوه برخې لري لومړی الفاظ اودوهمه يې معنا اومقصد دی چې دواړه يې مونږته په صحيح سندسره رارسېدلي دي الفاظ يې دمحديثينو اومعنا اومقصديې د فقهاوو له لارې مونږ ته رارسېدلي دي
مونږ دلته د څلورو مذاهبود اتباع په هکله ځکه ټينګار کووچې داڅلور واړه مذاهب داسې ځانګړتياوې لري چې په نورو سني مذاهبوکې نه ليدل کيږي دا به د الهي حکمت غوښتنه وه چې دې مذاهبوته الله تعالی داځانګړتياوې ورپه برخه کړې چې د دين ساتنه پرې وکړ.
لومړی:په کومو اصولو چې دوی اعتماد کړی دی، په نسبت سره نورو ته ډير دقيق اوممکن العمل اصول دي
دوهم:دا څلورګوني مذاهب هراړخيز او د نورو په پرتله يې فروعات زيات،د دې خبرې دليل دا دی چې امام ابوحنيفة رح درې اتيازره مسايل له شرعي مصادرو څخه رااستنباط کړي دي اوپه همدې توګه نور درې واړه مذاهب په ډيرو فروعوباندې مشتمل دي، د دوی اصول اوفروع ټول مدون دي چې د دوې په پرتله نور مذاهب داسې نه دي
دريم:د څلورو واړو امامانو شاګردان زيات دی، له همدې کبله د دوی مذاهب نسبت نورو ته ډير غځيدلي دي،په دې هکله امام شافعي رح ويلي دي چې ليث بن سعد له امام مالک څخه افقه دی خو شاګردانو يې د هغه مذهب ونه ساته،ځکه چې مذهب د شاګردانو په وسيله ساتل کيږي چې نوروته يې ورنقل کړي که چيرې د دې څلورو امامانو شاګردان نه وای نو د دوی مذاهب به هم موجود نه وو اود نورو مذاهبو په څېربه منقرض اوله منځه تللي وای.
څلورم:له دوی څخه وروسته لويو اوسترو امامانو د دوی له مذاهبو اومسايلو څخه کلکه دفاع وکړه اوخپل ټول عمرونه يې په همدې کارکې مصرف کړل،د مثال په توګه امام ابويوسف په امام اوزاعي اوپه ابن ابي ليلی باندې د امام ابوحنيفة د مذهب په ننګه کلک ردونه وکړل اوپه همدې توګه امام محمدبن حسن شيباني چې په خپله يې له امام مالک څخه د هغه مشهور کتاب موطاامام مالک ولوست په هغومسايلو کې چې امام مالک له امام ابوحينفه څخه مخالفت کړی و، رد وکړ اود امام ابوحنيفة له مذهب څخه يې دفاع وکړه او په همدې توګه يې د امام صاحب د مذهب د دفاع په خاطر يو کتاب وليکه چې په الحجة علی عمل اهل المدينه په نامه سره ياديږي.
دمامون په زمانه کې يوعالم چې د عيسی بن هارون الهاشمي په نامه سره ياديږي په امام ابوحنيفة باندې رد وکړ چې امام ابوحنيفة له صحيحو احاديثو څخه مخالفت کړی دی، د ده په رد کې عيسی بن ابان د( الحجج ) په نامه کتاب وليکه،په عيسی بن هارون الهاشمي باندې يې رد وکړ او د امام ابوحنيفة د مذهب تاييد اومرسته يې وکړه.
په همدې توګه امام طحاوي د امام صاحب د مذهب په تاييدکې زيات کتابونه ليکلي دي لکه معاني الآثار، شرح معاني الآثار،مشکل الآثار،اختلاف العلما، احکام القران اونور
په همدې توګه له نورو درې واړو مذاهبو څخه هم کلکه دفاع شوې چې دلته مونږ د نمونې په توګه د يو څه يادونه وکړه.
پنځم:الله تعالی د دوی د مذاهبو د خدمت لپاره داسې علماء اوفقهاء په کار واچول چې خپل ټول عمرونه يې د هغوپه تاصيل اوتفريع کې فناکړل،د مثال په توګه ابوبکر الرازي،ابن الساعاتي،الفناري،صدرالشريعة،ابن الهمام،ملاخسرو،ابن کمال،نسفي اونورو دحنفي مذهب په اصولوکې په مختلفو برخوکې متون تدوين کړل اوله دوی څخه وروسته نورو عالمانو د هغو په شرح کولو کې خپل ټول عمرونه صرف کړل اوپه دې کتابونوکې يې هغه اصول شرح اوپه ګوته کړل چې امام ابوحنيفة د استنباط پر مهال په هغوباندې اعتمادکړی دی او په همدې توګه په فروعوکې مختلف کتابونه د لويو او سترو امامانو له خوا د متونو او شرحوپه شکل ليکل شوي دي اوپه همدې توګه په نورو مذاهبوکې هم الله پاک دغه ډول عالمان اوامامان د هغوی د مذاهبود خدمت لپاره پکار واچول.
په همدې هکله امام ابن رجب حنبلي داسي ويلي دي:
(أقام الله من يضبط مذاهبهم ويحرر قواعدهم حتى ضُبط مذهب كل إمام منهم وأصوله وقواعده وفصوله، حتى ترد إلى ذلك الأحكام ويُضبط الكلامُ في مسائل الحلال والحرام..)
الله تعالى د دوی لپاره داسې خلک راپيدا کړي دي چې مذاهب یې منضبط کړي، قواعد یې وليکي، تر دې چې د هر امام مذهب منضبط شو، اصول، قواعد او فصلونه یې ولیکل شو، د دې لپاره چې نور احکام همدې قواعدو ته وروګرځول شي او د حلال او حرامو په اړه خبره سمه،نېغه او ټينګه شي.(نه ددې لپاره چې په دې کار سره دصحيحو احاديثو مخنيوی وکړل شي لکه څنګه چې ځينې وګړي داتصور له ځان سره لري)
شپږم:د هغوی مذاهب مونږ ته په تواتر او يا هم په شهرت سره رارسيدلي دي، په حنفي مذهب کې د امام محمد شپږ واړه کتابونه مونږ ته په تواتر اويا لږترلږه په شهرت سره رارسيدلي دي چې په همدې باندې حنفي مذهب ولاړ دی کوم مسايل چې په دې طريقه مونږ ته نه دي رارسيدلي هغه د اعتبار وړنه دي او په همدې توګه نور درې واړه مذاهب هم په تواتر اوياپه شهرت سره رارسيدلي دي.
له همدې امله يومشهور شافعي المذهبه عالم السيد علوی السقاف داسې ويلي دي:
صرّح جمعٌ من أصحابنا بأنه لا يجوز تقليد غير الأئمة الأربعة، وعلَّلوا ذلك بعدم الثقة بنسبتها إلى أربابها لعدم الأسانيد المانعة من التحريف والتبديل، بخلاف المذاهب الأربعة، فإن أئمتها بذلوا أنفسهم في تحرير الأقوال، وبيان ما ثبت عن قائله وما لم يثبت، فأمن أهلها من كل تغيير وتحريف، وعلموا الصحيح من الضعيف…)
زمونږ زيات شمير علماوو په دې خبره تصريح کړې ده چې د څلورو امامانو پرته د نورو تقليد کول رواندی، په دې اړه يې دليل دا بيان کړی دی چې د نورو مذاهبو نسبت خپلو امامانو ته په معتمدو رواياتو ثابت نه دی، ځکه چې داسې سندونه نلري چې د تحريف او تبديل مخه يې ونيول شي،او د څلورګونو مذاهبو حالت د څلورګونو مذاهبو حالت داسې نه دی ددې مذاهبو پيرو امامانو اومقليدينو خپل ټول وس په دې مصرف کړی دی چې د هغوی اقوال وليکي، او دا يې بيان کړي دي چې کوم اقوال ويونکي ته ثابت دي او کوم ثابت نه دي، له همدې کبله د دې مذاهبو خاوندان د هر ډول تغيير او تحريف نه په امان کې پاتې دي، او صحيح يې له ضعيفو نه را جلا کړي دي. داسې نه دی ددې مذاهبو پيرو امامانو اومقليدينو خپل ټول وس په دې مصرف کړی دی چې د هغوی اقوال وليکي، او دا يې بيان کړي دي چې کوم اقوال ويونکي ته ثابت دي او کوم ثابت نه دي، له همدې کبله د دې مذاهبو خاوندان د هر ډول تغيير او تحريف نه په امان کې پاتې دي، او صحيح يې له ضعيفو نه را جلا کړي دي.
اوم:د دې څلورو واړو مذاهبو حالت داسې دی چې يا يې په خپله خپل مذاهب تدوين کړي اوياهم ددوی له نظر اوڅارنې لاندې د دوی د شاګردانو په لاسونو تدوين شوي دي،نوله همدې امله د دوی له ضايع کيدو،تحريف او تبديل څخه خوندي وساتل شول نورمذاهب بياداسې نه دي نه يې په خپله خپل مذاهب تدوين کړي دي اونه ددوی له نظر اوڅارنې لاندې تدوين شوي اوکوم مسايل يې چې تدوين شوي هم دي هغه نورو دخپلومذاهبوپه ضمن کې رانقل کړي دي
د مذاهبو د نقل په هکله دا قاعده ده چې د هرصاحب مذهب مذهب به د هغه له هغو تدوين شويو مراجعو اومصادرو څخه اخستل کيږي چې مونږ ته په تواتر اويالږ ترلږه په شهرت سره رارسېدلي دي،د مثال په توګه د امام ابوحنيفة نظر به له حنفي مصادرو څخه اخستل کيږي او د امام مالک نظر به له مالکي مراجعو څخه اخستل کيږي داسې نه چې د امام ابوحنيفة نظر له مالکي مصادرو څخه رانقل کړل شي اوپه همدې توګه بالعکس ځکه چې په دی کارسره په نقل کې خطا رامنځ ته کيږي،داقاعده د هغو مذاهبوپه هکله ده چې تدوين شوي دي نوڅنګه به ممکنه شي چې د هغو امامانو نظر له دې مراجعو اومصادرو څخه رانقل کړل شي چې له سره تدوين شوي نه دي؟
اتم:دې څلورګونو مذاهبو په قضا اومحاکموکې تطبيقي بڼه غوره کړې معناداچې له نظر ي حالت نه يې تطبيقي بڼه غوره کړې ده دتاريخ په اوږدوکې ان ترنن پورې په اسلامي دولتونو او هيوادونوکې د رسمي قوانينو حيثيت لري.
نهم:داڅلورګوني مذاهب د تاريخ په اوږدوکې ترنن پورې ټول امت منلي مذاهب دي،چې دا خصوصيت نورو مذاهبو ته نه دې په برخه شوی
په دې هلکه امام شاه ولي الله الدهلوي رح په الانصاف نامې کتاب کې داسې ويلي دي ((إن هذه المذاهب الأربعة المدونة قد اجتمعت الأمة أو من يُعتدّ به منها، على جواز تقليدها، وفي ذلك من المصالح ما لا يخفى، لا سيما في هذه الأيام التي قصرت الهمم، وأشرِبَت النفوس الهوى، وأعجب كل ذي رأي برأيه)). د دغه څلور تدوين شويو مذاهبو د تقليد په جواز باندې ټول امت او يا د امت معتد به برخې اتفاق کړی دی، ځکه چې په دې کې ډير څرګند مصالح پراته دي، خصوصا په اوسنيو وختونو کې چې همتونه په کې ډير ټيټ شوي دي، او انساني نفسونه د خپلو خواهشاتو په پيروۍ اخته دي،او هر شخص په خپله رايه مين دی
په تيرو برخوکې مو وويل چې اوس مهال د تقليد لپاره وړ مذاهب همدا څلور مذاهب پاتې دي ،نور مذاهب تدوين نه شول اومونږ ته په باوري سندونو سره را ونه رسېدل او دا څلور ګوني مذاهب مونږ ته په مسنده توګه را رسيدلي دي اوبل پلوته کوم معيارونه چې د تقليد لپاره اړين دي هغه په همدې مذاهبو کې تر اوسه په پوره توګه موجود دي،اوالله تعالی ددې مذاهبو د تدوين په زريعه سره خپل دين محفوظ کړ،اوس داپوښتنه را پورته کيږي چې ولې خلک بيا په يوه ټاکلي مذهب باندې ټينګار کوي،لکه حنفي،مالکي،شافعي اوحنبلي مذهب ،ځکه چې دتقليد لپاره خو په پورتنيو څلور واړه مذاهبوکې هريو مذهب وړتيا لري، پريږ دی چې څوک کوم مذهب باندې عمل کوي وه دې کړي اوخلک دې ازاد پريښودل شي.په دې هکله باوري او معتبر فقها دوه نظره لري:
لومړی قول:
لومړی قول دادی چې کله يو عام مسلمان معين مذهب زده کړي اوقناعت يې ورباندې راشي او د تقليد التزام وکړي نو بيا ورباندې لازمه ده چې په همدې مذهب کې به تر اخره پاتې کيږي ، پرته له ضرورته او له کوم شرعي مجوز پرته به بل مذهب ته اوړي کيږي،دوی داخبره له دې کبله نه کوي چې نور مذاهب دعملي کولو اوتقليد وړتيا نلري ،داخو ثابته خبره ده چې زمونږ څلور واړه مذاهب د تقليد وړ او معتبر مذاهب دي ، دوی په يوه معين
مذهب دوجوب خبره دځينې نورو دلايلو اولاملونو له کبله کوي ،چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
دلايل:
لومړی:له يوه مذهب څخه بل مذهب ته تګ راتګ کول اوپه آزادانه توګه دخپلې خوښې مطابق په هر مذهب باندې عمل کول مسلمان په اسلامي شريعت باندې له تلاعب بالدين سره مخامخ کوي،په دې معنا چې خلک به له دين څخه لوبې جوړې کړي
دوهم: په دې کار سره مسلمان د هوای نفس اوخپلو نفسې غوښتنو ښکاراو متبع ګرځي په دې توګه چې کله به نفس ورته وايي چې په فلاني باندې عمل وکړه اوبيا به ورته واي چې اوس له دې مذهب را وګرځه دبل مذهب پيروي وکړه همدې ته هوای نفس ويل کيږي اوحال داچې مسلمان په دې مکلف دی چې نفسي غوښتنې پريږ دي او دشريعت اتباع وکړي .
دريم: په دې کار سره په دين کې د آسانتياو اورخصتونو پيروي را منځ ته کيږي(تتبع الرخص) اوزمونږ معتبر فقها داخبره کوي چې څوک داکار ترسره کوي ويره ده چې دا ډول خلک په زندقت کې واقع نه شي نور نوله دې کبله چې مسلمان له دې ډول مفاسدو څخه وژغورل شي عالمان په يوه مذهب باندې عمل کول اړين ګني اوکه څوک له پورتنيو مفاسدو څخه پکې ځان ژغورلی شي نو بيا دا بېله خبره ده.
دوهم قول:
په دې هکله دوهم:قول دادی چې په يوه معين مذهب باندې عمل کول ضروري خبره نه ده که څوک په هر مذهب باندې عمل کوي نو کولای شي چې عمل ورباندې وکړي له يوه مذهب نه بل مذهب ته په کلي توګه اوياپه ځينو مسايلو تګ راتګ جواز لري داکومه اړينه خبره نه بولې چې څوک دې په معين مذهب باندې عمل وکړي البته دوی هم پورتنې شرايط اړين بولي اوکه چيرې پورتني مفاسد له دې کار څخه رامنځ ته کيږي بيا انتقال له يوه مذهب څخه بل مذهب ته جواز نلري.
يادونه:
دلته اودې ته ورته مسايلو کې چې د وجوب اويا جواز خبره کيږي له دې ډول وجوب اوجواز څخه اصولي اواستنباطي وجوب مراد وي لکه چې په اصول فقه کې يوه قاعده ده چې (مالايتم الواجب الابه فهو واجب ) داسې نه ده چې په دې اړه دې کوم مشخص نص ديوه مشخص مذهب په هکله موجود وی بلکې دا ډول وجوب اوعدم وجوب د شريعت له قواعدو او اصولو څخه را اخستل کيږي.
غوره اوراجح قول:
په هر صورت په دې هکله دوه قوله دي يو دوجوب اوبل دعدم وجوب،خو غوره خبره داده چې په يوه معين مذهب باندې عمل تر سره شي اوبيا په ځانګړې توګه چې په کوم هيواد کې په کوم مذهب باندې زياته موده عمل شوی وي،خلکو زده کړی وي، قناعت يې پرې حاصل شوی وي او بل پلوته يې په هيواد کې رسمي بڼه هم غوره کړي وي.
ښېګنې:
که څه هم زمونږ ځينې فقها په يوه مشخص مذهب باندې تګ لازمي ګڼي اوځينې يې ضروري نه بولي خو دڅلورګونو مذاهبو دتدوين له زمانې را په ديخوا زمونږ داسلامي امت لوی لوی محدثين او فقهاء ,مجتهدين اومقلدين په کلي توګه دشخصي مذاهبو پيروي کړې ده اوپه عامه توګه دمعينو مذاهبو تقليد يې کړی دی ،داسې څوک نه موندل کيږي چې دکوم مذهب تقليد يې نه دی کړی ، اويا په غير منظمه توګه کوم مذهب چې مخې ته ورغلی وي اوعمل ورباندې کړی وي ،ضرور په دې څلورو مذاهبو کې ديوه مذهب متبعين وو،که په جزوي توګه له مذهب څخه بل مذهب ته منتقل شوي اويايې دبل امام په مذهب فتوی ورکړې وي ، هغه بېله خبره ده اوداسې هم شوي دي چې يوڅوک پوره له يوه مذهب څخه وتلی دی خو داسې نه دی کړي چې هغه بې مذهبه پاتې شوی وي بلکې بل مذهب يې ځان ته غوره کړی دی لکه دبېلګې په توګه امام طحاوي چې اول شافعي مذهبی و اوبيا حنفي مذهبی شو، ټول اسلامي امت محدثين دي اوکه فقهاء عوام دي اوکه مجتهدين ټول په همدې څلورو مذاهبو کې په يوه مذهب باندې له دنيا څخه رخصت شوي دي نوکه دې کار ښېګڼې نه درلودای اوغوره خبره نه وای نوزمونږ اسلامي امت به داکار نه وای کړی اوکه څوک داتصور له ځان سره لري چې داټول اسلامي امت په غلطه تللی دی ښه کار يې نه دې کړی ، نو دا ډول خلک دې خپل فهم ته دې له سره مراجعه وکړي اودرسول الله دې قول ته دې پام را وګرځوي چې زما امت په ضلالت باندې نه را جمع کيږي اودې ته دې متوجه شي چې دی به په خپله بې لارې شوی وي ،په دې هلکه ځينې نورې مشخصې ښېګڼې په لاندې توګه دي:
لومړی:په دې ډول کار سره شرعي احکام په آسانۍ سره لاس ته راتلای شي،په لږه موده کې سړی کولای شي ډيرشرعي احکام زده کړي،ځکه په نسبت سره دې خبرې ته چې يوکس څلور واړه فقهې زده کوي ديوه مذهب فقه زر اوپه آسانۍ سره زده کولای شي اوبل پلو ته په اجتهادي مسايلو کې په يوه فقهي مذهب باندې تګ کول دعام مسلمان لپاره کافي ده او دالله تعالی په وړاندې يې غاړه خلاصه ده ضرور نه ده چې په ټولو مذاهبو دې حتما عمل وکړي، بل پلو ته په اسلام کې نور ډير داسې احکام شته چې اجتهادي احکام نه دي بلکې ضروري اوفرض احکام دي چې بايد مسلمان له اجتهادي مسايلو زر ځان ور فارغ کړي چې په هغو باندې عمل وکړي ،اوکه چرته مسلمان ټول عمرپه اجتهادي مسايلو کې تير کړي نوبيا په ضروري اوقطعي احکامو کله عمل کوي زمونږ دفقهاوو له نظره هغه څوک چې ضروري اوفرض احکام شاته وغورځوي او غير ضروري شيانو ته يې ملا تړلې وي د ناپوهانو کار دی.
په مسلمان باندې لازمه ده چې چې شرعي احکامو کې لومړيتوبونه او اولويات په نظر کې ولري.
دوهم: په دې کار سره مسلمان له تلاعب بالدين او هوای نفس څخه په آسانۍ سره ساتل کيږي.
دريم:په دې کار سره مسلمانان له ګډوډۍ اوپه عمل کې له تناقض څخه ساتل کيږي.
څلورم: په دې کار سره په مسلمان کې ورع او تقوی په ښه توګه رامنځ ته کيږي.
پنځم: داکار دشريعت له مقاصدو سره زيات اړخ لګوي چې هغه دالله تعالی اود هغه درسول اطاعت دی.
شپږم:دتدوين له زمانې راپه ديخوا زمونږ اسلاف اوجمهور امت په همدې لاره تېرشوی دی،ددې زمانې خلک نه له هغوی څخه غوره دي اونه په شريعت باندې له هغوی څخه زيات حريصان دي.
اوم:له يوه مذهب څخه پرته دډيرو مذاهبو په عملي کولو سره پېښې ،شخړې او جنجالونه له سره حل کيدلای نه شي اوبيا په ځانګړې توګه په معاملاتوکې،دمثال په توګه کله چې ددو کسانو ترمنځ څه شخړه رامنځ ته شي که په دې صورت کې په يوه مذهب عمل ونه شي شخړه له سره نه شي حل اوفصل کيدلای،ځکه کله چې مسئله اختلافي وي نوهر څوک به هغه قول دځان لپاره غوره کوي چې دده پکې ګټه ده،نوپه دې صورت کې به شخړه څنګه حل شي؟ يو جګړه مار يوه قول ته ترجيح ورکوي اوبل به بل ته،نوشخړي هلته هواريږي چې خلک په يوه معين مذهب باندې رفتار وکړي
مطلق مذهب :
پورتني اقوال په دې خبره کې دي چې له يوه مذهب نه بل مذهب ته تګ راتګ څنګه دی جواز لري که نه؟ ،په دې هکله هغه خبرې وې چې مونږ وکړې، دلته يوه ضروري يادونه داده چې مطلق مذهب په اسلام کې يو ضروري شی،هرڅوک بايد مذهب ولري،مجتهد وي اوکه مقلد بلکې هر څوک چې ځان ته مسلمان وايي بايد مذهب ولري ،ځکه چې مذهب خو په منظمه توګه په شريعت باندې عمل کولو ته وايي،منتهی دمجتهد اوغير مجتهد ترمنځ فرق دادی چې مقلد په دې مکلف دی چې دکوم صاحب مذهب مجتهد اتباع وکړي او مجتهد په دې مکلف دی چې د خپل منهج اومذهب له اصولو سره سم به په مستقيمه توګه له مصادرو څخه احکام استنباط کوي اوعمل به ورباندې کوي،مجتهد يواځې له دې څخه منع دی چې د بل مجتهد تقليد به نکوي ،داسې نه چې مذهب به نه لري،له قرآن ،سنتو اود شريعت له مصادرو سره به په غيرمنظمه توګه،بې منهجه اوڅنګه يې چې غوښه وي خود سرانه تعامل کول دبې دينو اوملحدو خلکو کار دی،زمونږ ټول امت په مذاهبو کې تير شوی دی ،مجتهدين دي اوکه عوام ،له دې څخه داخبره را څرګنده شوه چې مطلق مذهب اومذهبيت ضروري کار دی،لکه څرنګه مو چې مخکې څو ځله يادونه کړې يوځل بيايادونه کووچې مذهب له شريعت څخه کوم بې ګانه اواجنبي شی نه دی بلکې مذهب له هغو اصولو اوضوابطو څخه عبارت دي چې له قران اوسنتو څخه راخستل شوي دي چې بيا دې همدې اصولو په رڼاکې له هغو نصوصو سره چې داجتهاد محل دي سم او اصولې تعامل کولو ته مذهب اومذهبيت ويل کيږي،چې ددې ډول اجتهاد په نتيجه کې په سمه توګه الهي احکامو ته رسېدنه وشي اوله خطا څخه ساتنه رامنځ ته شي اوپه الله اورسول باندې درواغ ونه تړل شي.
د تقليد او مذهبيت ډولونه:
لکه څرنګه چې اتباع په دوه ډوله ده مذمومه اتباع اوممدوحه اتباع په همدې توګه تقليد هم په دوه ډوله دی چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:
:مذموم تقليداومذهبيت:
۱-:مذموم اوغلط مذهبيت هغه م دی چې يو مقلد داسې عقيده ولري چې زه له دې مذهب څخه په هيڅ صورت نه وځم اوټول اصول اوفروع يې منم که څه هم ثابته شي چې ځينې فروع ضعيف هم دی اوداسې وه انګيرې چې يواځې همدا مذهب حق دی اوحق پکې رامنحصر دی اونور ټول مذاهب فاسد اوباطل دي ،دا ډول مذهبيت دشريعت له مخې حرام دی .
۲- مذموم تقليد اومذهبيت هغه دی چې دداسې کس تقليد وشي چې هغه دتقليد لپاره وړتيا ونه لري ،په دې معنا چې دداسې کس تقليد چې داجتهاد حد ته نه وي ورپورته شوی بلکې په خپله عام سړی وي.
ممدوح تقليد او مذهبيت:
ممدوح مذهبيت هغه دی چې مقلد دداسې شخص تقليد غوره کړي چې داجتهاد درجې ته رسيدلای وي اوداسې باور ولري چې داهل سنتو ټول مذاهب حق دی او دتقليد وړ دي خو زه يواځې په يوه مذهب باندې عمل کوم ،ځکه چې په دې کار ځما لپاره پورتني مصالح دي او له مفاسدو څخه پکې ژغورل کيږم او که ثابته شي چې زما په مذهب کې کومه خبره ضعيفه ثابته شي نوزه بيا په دې صورت دې چمتو يم چې دحق اتباع وکړم اوکه کوم شرعي مصلحت اوضرورت راپېښ شي نوهم زه چمتويم چې له يوه مذهب څخه بل مذهب ته ولاړشم ،ځکه چې په ټولو شيانو په کلي توګه داتباع وړ شخص يواځې دالله رسول دی،په دې هکله امام مالک ډيره په ځای خبره کړې ده چې ويلي يې دي: (كل أحد يؤخذ من قوله ويرد إلا الرسول صلى الله عليه وسلم)
په ځينو مسايلو کې له مذهب څخه وتل:
که څوک په ځينو مسايلو کې دضرورت له مخې اوياله دې امله چې هغه هم حق مذهب دی په ښه نيت سره په ځينو مسايلو کې په بل مذهب باندې عمل کوي په دې کار سره مقلد له مذهب څخه وتلی نه شمېرل کيږي اونه داسې کس ته بد ويل پکار دي،مقلد هغه وخت له مذهب څخه بيرون شمېرل کيږي چې داسې اعلان وکړي چې زه نور ددې مذهب مقلد نه يم په مذهب باندې عمل کوم اوپه عملي توګه دبل مذهب پيروشي.
استنباط اوتفقه:
پورتنۍ خبرې په دې هکله وې چې يو څوک کله په يوه مذهب باندې عمل کوي اوکله په بل مذهب باندې په دې هکله خبرې هغه وې چې مونږ يې يادونه وکړه
په دې هکله يوه ضروري خبره هغه له نصوصو څخه داحکاموانستنباط،تفقه اوپوهې دلاس ته راوړلوخبره ده،ددې کار لپاره معين مذهب په اتفاق سره ضروري او اړين دی داسې څوک نشي کولای چې کله ديوه مذهب اصول را اخلی اوکله د بل ديوه مذهب تقليد اوديوه مذهب داصول فقه مطابق داحکامو داستنباط تر منځ دځمکې او آسان فرق دی.
نتايج:
لومړی: له پورتيو ليکونو څخه راڅرګنده شوه چې اسلامي سني مذاهب له قرآن اوسنتو جلا او اجنبي شيان نه دي،بلکې مذاهب دقرآن اوسنتو سره دغوره تعامل لارې چارې دي چې اصول اوضوابط يې له همدې قرآن اوسنتو څخه را اخستل شوي دي.
دوهم:په مذهبيت سره د ډيرو مفاسدو اوانحرافاتو مخنيوی په آسانۍ سره کيدلای شي.
دريم: دڅلور ګونو مذاهبو فهم داصحابوکرامو او دنورو سلفو صالحينو له فهم سره له قريب اونيژدې فهم دی،بلکې اوس مهال څلورګوني مذاهب دسلفو دفهم اومذاهبو د نماينده ګۍ مرکزي نقطه تشکيلوي
څلورم:په لامذهبيت سره د ډيرو مفاسدو او انحرافاتو په وړاندې در وازې پرانستل کيږي اوزمونږ معاصر دوښمن ته لاره خلاصيږي چې زمونږ په دين کې په آسانۍ سره لاس وهنه وکړي او داسلام اصيل فهم له خاورو څخه لاندې کړي،چې بېلګې يې د ماډرن اسلام،انټرفت او ديني پلورا ليزم پروژې دي دغرب له خوا حمايه کيږي.
پنځم: دڅلورګونو مذاهبو په اتباع سره دمسلمانانو ترمنځ وحدت په آسانۍ سره رامنځ ته کيدلای شي،چې دوخت ضروري غوښتنه ده.
شپږم: مسلمانان بايد په ډاډه توګه دڅلورګونو مذاهبو فقه زده کړي اوهرڅوک دې د خپل غوره کړي مذهب مطابق عمل وکړي،ځکه چې دقرآن او سنتو دفهم لپاره غوره وسايل همدا مذاهب دي بلکې هر يو مذهب د قرآن اوسنتو تشريح او تفسير دي.