تعالی څخه امید او ښه ګمان
یو بل حدیث قدسي کې راغلي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا ارشاد نقل فرمایلی : وایي چې زما بنده چې پر ما څنګه ګمان کوي نو زه د هغه مطابق یم او کوم ځای چې ما یادوي نو زه د هغه خواکې یم ــ (بخاري او مسلم).
مطلب دا چې په قرآن او حدیث کې د الله تعالی د رحمت امید ساتلو په اړه ډېر فضائل وارد شوي ــ لیکن ددې مطلب دا ده چې انسان باید د خپل استطاعت مطابق د الله تعالی د احکامو په رڼا کې خپل ژوند تېر کړي ــ که دغوکوښښونو سره بیاهم کومه غلطي او کمي ترسره شوي وي نو د الله تعالی د رحمت امید دې ساتي ــ او که څوک پخپل دنیوي ژوند کې همداسې د ګناه کارونه کوي او تل په غفلت کې ژوند تېروي او بیاهم دا ګمان کوي چې دی به وبښل شي نو دا ډول خلک په سخته غلطي کې دي او په حدیث کې د دا ډول خلکو په اړه سخته غندنه شوې ــ
سمه کړنلاره دا ده چې انسان د خپل فکر په اصلاح سره بیاهم د الله تعالی څخه وېره او خوف ولري، ور سره د ښه ګمان او د الله تعالی د رحمت او امید دواړه خبرې داسې راټولې کړي لکه وېره او امید په هغه باندې مسلط وي.
حضرت انس رضی الله عنه روایت نقلوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یوه ځوان خواته تشریف ور وړی وچې هغه د مرګ په حالت کې وو ــ هغه ورته وفرمایل: که د چا په زړه کې اوپه داسې وخت کې همدا دوه خبرې جمع وي (خوف او وېره) الله تعالی د هغه امیدونه پوره کوي او هغه له خوف څخه په امن کې ساتي. (ترمذي).
استاد المهندس نور الله خان احمدزی