اسلام او ساینس د سباناري کولو تاکید کوي

 

۱۴۰۰ کاله مخکې رسول علیه السلام د سهار خوراک/پیشنمي باندې تاکید کړی وه، د پیشنمي باره کې حدیث شریف راغلی چې «پشنمی وکړئ، ځکه په دې کې برکت دی». علمای کرامو ددې مطلب دا راویستلی چې څوک باید په نهر روژه ونه نیسي، حتی که لنډې ورځې هم وي، ځکه رسول علیه السلام فرمایلي چې پیشنمي کولو کې برکت دی.

د پیشنمي وخت چې هرڅومره سهار مانځه سره نښتی نزدې وي، سنت سره مطابق راځي، صحابه کرامو به ویل چې مونږ به زر زر خوراک کوه ترڅو د سهار مانځه جماعت ته ورسیدلی شو. دې باره کې بیشماره حدیثونه راغلي چې د سباناري/پیشنمي په اثبات او برکت دلالت کوي. ساینس ۱۴۰۰ کاله وروسته دا ثابته کړه چې سباناری کول د زړه ناروغیو مخنیوي کې رغنده اغیز لري.

په امريکا کې څېړونکيو ويلي خلک بايد د سهار چای او خواړه وخوري چې خپل زړونه په ښه حالت کې وساتي. د دوی څېړنه چې پر ۲۷ زره سړيو ترسره شوې او په (سرکيولېشن) جورنال کې خپره شوې، په ډاګه کوي چې کوم خلک د سهار خوراک نه کوي د زړه تکلیفونو له خطرونو سره ډېر مخامخېدی شي.

د هارورډ پوهنتون عامه روغتيا ښوونځي دغې ډلې ويلي د سهار ډوډۍ خوړو پرېښودل پر بدن اضافي فشار پرېږدي. د بريتانيا د زړه بنسټ (The British Heart Foundation) ويلي د سهار چای/ډوډۍ له خلکو سره په دې کې مرسته کوی چې له غرمنۍ مخکې د خوږو خوړو پر وړاندې مقاومت وکړي. دغه سړي چې عمرونه يې د ۴۵-۸۲ ترمنځ وو په اړه يې ۱۶ کلونه څېړنه شوې ده. په دې موده کې څه د پاسه ۱۵۰۰ د زړه حملې او يا هم داسې مرګونې پېښې شوې چې زړونه په کې درېدلي دي.

۲۷ سلنه هغو خلکو چې سباناری يې پرې ايښي د هغوی پرتله چې خپله ورځ يې په خوراک پيل کړې د دې شونتيا وه چې د زړه ستونزې ولري. څېړونکيو د سګرېټ څکولو او سپورټ يا بدني روزنې په څېر د ژوند بڼې خطرونو نور عوامل هم پام کې نيولي دي. يوې څېړونکې لي کاهېل ويل :”کور ته پيغام دا دی چې کله چې سهار راپاڅېږي، په غوره ډول يوه ساعت کې، خوراک وکړه. دغه پايلې ښيي چې يو څه له هېڅ ښه دي، خو دا تل ښه خبره ده چې صحي او متوازن خواړه وخوړل شي.”

دې وويل د خوراک وخت داسې ښکاري چې مهم وي، او د دې پر ځای چې د سها خواړه يا سبا ناری وکړل شي، تر غرمنۍ نهر پاتې کېدل، د وخت په تېرېدو پر بدن فشار راوړي. دې وويل دا کېدی شي د وينې لوړ فشار، چاغوالي او شکر ناروغۍ خطر لا زيات کړي، چې په خپل وار کېدی شي زړه ته زيان ورسوي.

ډاکټرې کاهيل خپلې خبرې په “سباناری/سهرنۍ مه پرېږدئ” پای ته ورسولې.

دا یواځې سباناری ندی چې په دین کې راغلی وي او ساینس ثابت کړي وي، دېته ورته ټول هغه مسائل په ساینس یا ثابت شوي یا ورځ تر بلې ثابتیږي چې د اسلام مبارک دین لارښوونو کې راغلي دي. ساینس په تجربه ثابت شوي ګټې او زیانونه انسان ته ورښیي، اسلام دغه ګټې او زیانونه ۱۴۰۰ کاله مخې په اسانه ډول خپلو پیروانو ته ښوودلي ول، کومو خلکو، علماوو، او عوامو چې به په دین کلک عمل کوه نو له هر راز جسماني او روحاني ناروغیو به خوندي ول، او که به یې عمل نه کوه نو هر راز ناروغیو سره به لاس او ګریوان ول، نن هم همغه حالت دی، که په اسلام پوره عمل وکړو دین او دنیا دواړه به مو اباد شي.

لیکوال: عبدالله «ویښ»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب