ترکیې: د ډرون او دوربین ضد پوځي جامې اختراغ کړلې

ترکي انجینرانو داسې پوځي جامې اختراع کړي چې ترې لاندې جسم رادارونو، او انفراریډ کامرو کې نښکاریږي او نه یې کشفولی شي.

مطلب دا چې د شپې دوربینونو او نورو دېته ورته کامرو کې داسې پوځي هدف نه لیدل کیږي چې دغه ترکي پوځي لباس واغوندي.
په نتیجه کې هغه ټانګونه، طیارې، ډرون الوتکې، سیارې او دوربین لرونکې وسلې نشي کولی هرهغه کس یا هدف وویني چې دغسې پوځي جامو کې پټ وي.

تراوسه تمامه نړۍ کې یواځ امریکا او اسرائیلو دغسې جامې جوړولی شوه، لدې وروسته ترکیه دریم دغسې ملک شو چې داسې جامې به جوړوي.

ټاکل شوې چې ترکیه دغه پوځي لباسونه هغه ملکونو ته صادر کړي چې ترکیې سره پوځي تړونونه او ملګرتیا ولري.

د «صون» په نوم د جامو جوړولو شرکت مشر صبري أونلو تورك وایي چې ددوی «څیړنیز مرکز کې دا جامې جوړې او په کامیابۍ سره د پوځ لخوا ازمویل شوې دي. او اوسمهال یې تولید پیل سوی دی.»

نوموړی وایي چې نړۍ کې هغه شرکتونه بیخي کم دي چې د رادار او انفراریډ کامرو ضد پټوونکی لباس جوړ کړای شي، لدې کبله ترکیه له امریکا او اسرائیلو وروسته دریم ملک دی چې داسې لباس جوړولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب