ترخه خواړه مو فشار ټېټوي

مرچ یا ترخه خواړه نه یوازې د انسان له سترګو اوښکې بهوي، بلکي د بدن دنني نظام باندې هم اغېزه کوي.

د چین په پلازمېنه بیجنګ ښار کې ډاکترانو د یوې څېړنې په پایله کې موندلې،چې د تیزو او توندو مرچو څخه تیار شوي خواړه د انسان د وینې د لوړ فشار د را ټېټولو وړتیا لري.

د څېړونکو په وینا،په مرچو کې داسې مواد شته دي، چې د وینې رګونه معتدل او عادي کوي او د وینې جریان پکې تېزوي.

دوی زیاتوي، چې د لوړ فشار د ناروغانو لپاره د ترخو خوړو خوړل، د زیان پر ځای ګټه لري.

باید پام مو وي، چې په څېړنه کې هغه خواړه ښودل شوي، چې د شنو یا سرو مرچو اندازه پکې زیاته وي، نه دا چې زموږ د اکثرو کورنیو په څېر خام مرچ وخورئ، بلکي لومړنیو طبي څېړنو په ډاګه کړې، چې خام شنه مرچ، په ځانګړې توګه د مرچو په منځ کې زړي د معدې لپاره سخت تاوان لري.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب