تاسې څو ځلې په خوله کې مړۍ ژويئ؟

د کوچنيوالي ورځې مې کله،کله رايادېږي، په ځانگړي ډول هغه وخت چې دسترخوان ته به ناست وم ، او غوښتل به مې ،چې هرڅومره ژر د خپلې مخې خواړه وخورم ،او په کوڅه له خپلو همزولو سره لوبو ته خلاص شم،خو ما به چې لا دغه نېت کاوۀ، مور او پلار به مې را غږ کړ ،هلکه! ډوډۍ په غاښونو ښه ميده کوه بيا يې له ستوني تېروه!

دا چې دا خبره تر اوسه هم معمول ده او هر مور او پلار د خپلو زامنو د روغتيا لپاره په هغو ټينگار کوي ،چې ډوډۍښه وژويي. خو اوس جاپاني پوهانو يوه داسې وسيله جوړه کړې ده چې کولاى شي، د ماشوم د ډوډۍ ژوول وشمېري، يانې داچې ماشوم څو ځلې ډوډۍ ژويي هر ځل يې چې په غاښو ټينگوي ماشين يې په اتومات ډول شمېري.

دا کوچنۍ دستگاه له هرو ٣٠ ځلې خولې ښورېدلو وروسته غاز نيسي او يو ډول غږ باسي، چې په دې غږ سره د ماشوم مور او پلار خبروي ،چې زوى دې ډوډۍ ښه مېده کړې ده ، نور دې نو مړۍ له ستوني تېره کړي.

هغه کوچنى دستگاه چې ددې دستگاه په منځ کې ځاى په ځاى شوې ٤٠ گرامه وزن لري او خپله د دستگاه وزن ١٤٨ گرامه دى، درى کوچنۍ بېټرۍ خوري، چې د دېرشو پرلپسې ساعتونو حرکت لپاره کفايت کوي.

دا ماشين په دوو سايزونو کې راوتلى او بيه يې ١١٠ امريکايي ډالر ده.

خو موږ (افغانانو) ته دې دا بيت ډالۍ وي:

نورو له وسپنې پولادو ماشينونه جوړ کړل – موږ ترې ناقص ناقص اسباب او پڅ لرونه جوړ کړل.

لیکنه: نوراحمد عايل

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب