تازه څېړنه: سیګرټ له «زهرو» ډک وي

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې سیګرټ څکول د روغتیا لپاره خورا خطرناک او د بېلابېلو ناروغیو پنځوونکي دي خو یوې نوې څېړنې ښودلې چې په سیګرټ کې له دومره زهرجن موادو څخه ډک وي چې «عاقل» انسان به یې هېڅکله د هوش حالت کې خولې ته پورته کړي.

سموک فري فارسيټ نومې وېبپاڼې یوې تازه څېړنې ښودلې چې په یوه سیګرټ کې د رنګ شوو نوکانو رنګ لرې کوونکي څخه واخله تر موږکانو وژونکي زهرو پورې ډيری کیمکل شامل دي.

دغه امریکايي وېبپاڼې د راپور په اساس هر سیګرټ د ۴ زرو څخه زیات کیمیکلو څخه جوړ وي چې زیاتره يې زهریله موادو په څېر وي چې په سختۍ سره له منځه وړل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې په سیګرټ کې موجود ایسټون (د نوکانو د رنګ لرې کولو لپاره استعمالیږي)، د کمود او تشناب پاکولو ایمونیا یا آرسینک زهر، پینټ، میتین ګاز، کاربن مونو آکسایډ مومي کیمیل سیټرک ایسډ، نکوټین او نور کیمیکل د یادونې وړ دي.

سنکیا زهر د موږکانو د وژلو لپاره کارول کیږي او کاربن مونو اکسايډ بیا یو زهریله ګاز دی چې سرطان ورڅخه پیدا کیږي.

ددې سربېره په سیګرټ کې فور ملاډي هایډ هم موجود وي چې د مړه شوو ځناورو د ساتلو لپاره استعمالیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب