خپل فال مې ځوروي څه وکړم؟

 هر وخت الله جل جلاله یادوه، هغه به ستا ساتنه کوي، هر وخت الله یادوه او ته به هغه همیشه خپل مرستندوی مومې. هر وخت چې مرسته غواړې یواځې له هغه نه یې غواړه، ته باید وپوهیږې چې هیڅ به هم درپیښ نه شي مګر هغه چې په تقدیر کې در ته لیکل شوي وي. که ټول انسانان راټول شي او وغواړي چې تاته یوه ګټه ورسوي چې ستا په تقدیر کی نه وي نو وبه یې نشي رسولای. او که ټول انسانان راټول شي او د هغه ګټې مخنیوی وغواړي چې تاته په تقدیر کې لیکلې وي، در څخه ايساره به يې نه شي کړای.

سرچينه: اسلام انلاین

ژباړه: ډاکټر مطیع الله امانزی

حقیقت دا دی چې یو مسلمان سره نه ښایي چې د فال يا بخت په اړه اندېښمن وي. دغسې بېځایه خرافاتو ته باید هیڅ پام و نه شي او که داسې نه وي نو خدای مکړه په حرامو کړنو او غلطو عقیدو به اخته شي. ځکه نو له دغسې بی بنسټه عقایدو څخه خپل ‌ذهن پاک وساتئ، له الله څخه د مغفرت په لټه کې شئ او د الله ذکر او دعا ډېره کوئ ترڅو په نېغه لاره ثابت قدم پاتې شئ.

د فال او ستورو له مخې د بخت معلومولو په اړه پوښتنې ته د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون د فقهې د نړیوالی اکاډمۍ مرستیال او د فقهې او اصول فقهې پوهاند دکتور سانو قطب مصطفی داسې ځواب وایي:
تر ټولو وړاندې  په فال او ستورو باندې عقیده لرل په اسلام کې حرام دي. همدارنګه د یو کار واقع کیدل له فال پورې تړل هم حرام دي. په ژوند کې پېښېدونکې ټولې چارې په هیڅ ډول له فال پورې نه دي تړلې. هرکار د الله تعالی له خوښې او رضا سره سم تر سره کیږي.
په تقدیر باندې خپله عقیده پیاوړی کړئ. هر هغه کار کوئ چې نیک وي او له هر هغه کار څخه ځان ساتئ چې بد وي.
ستاسو فال دا توان نلري چې ستاسو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي چې ښه به وي که بد. یواځې الله جل جلاله پوهیږي چې په راتلونکي کې به تاسو ته څه درپیښیږي.
همیشه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه وینا په یاد وساتئ چې ابن عباس ته یې کړې: هر وخت الله جل جلاله یادوه، هغه به ستا ساتنه کوي، هر وخت الله یادوه او ته به هغه همیشه خپل مرستندوی مومې. هر وخت چې مرسته غواړې یواځې له هغه نه یې غواړه، ته باید وپوهیږې چې هیڅ به هم درپیښ نه شي مګر هغه چې په تقدیر کې در ته لیکل شوي وي. که ټول انسانان راټول شي او وغواړي چې تاته یوه ګټه ورسوي چې ستا په تقدیر کی نه وي نو وبه یې نشي رسولای. او که ټول انسانان راټول شي او د هغه ګټې مخنیوی وغواړي چې تاته په تقدیر کې لیکلې وي، در څخه ايساره به يې نه شي کړای.
همدارنګه باید په دې ایمان ولرئ چې هر څه په تقدیر کې لیکل شوي دي او هیڅوک د خپل تقدیر په اړه نه پوهیږي. ځکه نو د فال په کتلو او یا له ستورو څخه د خپل قسمت پوښتلو باندې باید وخت برباد نه کړئ بلکې خپل ځان د الله حکم ته وسپارئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب