څنګه په ځان باورلاس ته راوړئ؟

په ځان باور لرل په ژوند كې دبرياليتوب ليار ده، خپل ځان كمزوري ګڼل، خپل وسائل كم ګڼل، او په كاركې دډاډ نشتوالې او ناهيلې دناكامۍ څخه بله پايله نه لري، دهمدي منفي فكر له امله ډير استعدا دونه او وسائل چې ډيرڅه كولاي شي ابته او بې ګټې دلاسه وتلې دي.

ليکوال: دکتور عوض القرنی
ژباړن: دکتور شفيق الله امين

تاته ځينې هغه ګامونه اولياري په ګوته كوم چې په ژوند كې دمنفې فكرونو څخه دخپل ځان دژغورلو لپاره مرسته كولاي شي، دا منفې افكارپه اخلاقو، سلوك، عادت، دود اوخبروكې څرګنديږي، دلاندې نصائحوپه پلې كولوسره دخپلو اوږو څخه دا دروند او ناوړه بار لري او دازادۍ ويسا اوډاډمنه فضاچې دښو هيلو څخه ډكه وي پيدا كولي او په رڼاكې يې خوشحاله ژوند تيره ولې شي.

  1. په خپل ژوند كې ټول منفې اُفكاراو صفات بې له زيادته په نښه كړه.
  2. هر منفې فكر او صفت جلا كړه.
  3. دهر يوه په هكله ژور فكر وكړه لامل او حقيقت يې وګوره هسې نه چې وهم او خيال وي.
  4. كه چيرې وهم او خيال ړځان تري ازاد كړه، اوكه حقيقت و لامل يې له منځه يوسه او اغيزيې څومره چې ممكن و لري كړه.

پدې بايد پوه شي چې څومره يو صفت دانسان په شخصيت كې ډير ژور اوپوخ وي په هماغه اندازه يې دمنځه وړل هم ډير وخت او زيار ګالل غواړي.

  1. خپل فكر دې په ژور انداز سره په يوې مثبتې پيښې پوري وتړه، غور پكې وكړه، بڼه، اواز او نور خوشحالوونكې حالات چې پكې و ذهن ته راوله، چې كله موجوده كړكيچ درڅخه هير شو او دخو شحالۍ هسكو څوكو ته ورسيدي – لاس يا پښې ته دي ځانګړي خوځښت وركړه، يا الله اكبر- الحمدلله- لااله الاالله ووايه او ګوته ورسره پورته كړه دا پيښه كيداي شي دبرياليتوب ورځ، دواده ورځ، دتهجدو شپه دمسلمانانو په هكله دښه خبر اوريدل او يا دلومړې ځل لپاره بيت الله شريف اومسجد نبوۍ ليدل وي.

  2. داكار څوځلي تكرار كړه ان تردې چې داپيښه ستا ترذهن پوري وتړل شي، چې ته كله هم هغه خوځښت يا اواز وكړي ذهن دي فوراً هما غه مثبت اړخ ته متوجه شي او اوسنې حالت هير كړي.

  3. كه هغه منفې افكارو دي بياهم كله مخه نيوله فوراً سترګې پټې كړه دموجوده حالت نه ووځه په مخكې دې يوه لويه تخته چې په غټ اوڅرګند ليك پري (ودريږه ) ليكل شوي وي تصوركړه، پدې سره به دې ځان ترخپل قابو ﻻندي راوستي وي.
    دې كلمې ته دڅه وخت لپاره په غوروګوره ان تر دې چې په تصور كې دې ددې نه پرته بل څه نه ښكاري.

  4. ددې تختې شاته دشنوباغچو، روانو ويالو، ښكلو مارغانواو تازه هوا په تصور سره، په پټو سترګو ځان ته خوشحالې وركړه.

  5. بياهغي مثبتې پيښې ته دهماغه ځانګړې خوځښت يا اواز په توسه لا و شه، تصور يې كړه تر څو دامنفي تفكرختم شي لكه څنګه چې په (٥) ماده كې ياد شو.

  6. دلږې خوشحالۍ داحساس څخه وروسته بيرته خپل اصلى كار ته راوګرځه.

  7. كه كله بيا هم منفې فكر پيدا شو كارودروه او هماغه مثبت تصور پيل كړه.او په هغو يادګارونو كې لږ واوسيږه.

  8. په هر څه او هر حالت كې الله ته پناه وړل مه هيروه، هر څه له هغه سره دي خوشحالې، خفګان، برياليتوب او ناكامې، يواځي هغه ژړول اوخندول كولاي شي، په صدا قت سره توبه، استغفار ويل اودالله تعالى په ذكر سره زړونه ژوندي كېږي او خوشحالې مومې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب