بيتونه
د ممتاز لۀ اذیته خبر مه شې
پۀ تا څه چې پۀ خپل ځان هم بدګمان دی
ممتاز اورکزے
څنګه دې سایله ځان بدل کړو پۀ محفل کې
څه دې کړل لۀ شونډو نۀ پاړونه دروغجنه
سایل
زه رحمان د خدای بنده یم دا مې حال دی
چې بنده د بل بنده شي څه به یې حال وي
رحمان بابا
هغه شاهد چې د محفل پۀ ګفتګو مئین ؤ
اوس د تنها کوټې پۀ ګوټ کې بیخي غلی ناست دی
قماش
ممتازه! خاندې، خو ژړا هم درځي
ممتازه! روغ یې، خو بیمار هم یې
ممتاز اورکزے
سازونه چې تخریم شول، د جومات سیوري ته لاړم
وړه، وړه ټکا مې پۀ تسپو کې اورېده
استاد پسرلی
پۀ کوم ماښام چې پۀ ما غم نۀ وي
لکه پۀ ما د خدای کرم نۀ وي
همیم
زه خو سایل یم د لفظونو پۀ معنا پوهېږم
زه ټوکه پېژنم، طنز پېژنم، پېغور پېژنم
سایل
ماښام دی نازولی زړه مې غرقه نشه غواړي
نۀ تا مني، نۀ ما مني او نۀ روایتونه
ابهام