بادشاه او عالم – کیسه
عالم اووه کاله بندي پاتې شو.
یوه ورځ بادشاه ناست و او عالم وریاد شو، هغه یې راوغوښت او لاندې مجلس یې سره پیل کړ:
بادشاه: تا ما ته سختي خبري وکړې او خطرناکه لاره دې غوره کړه
عالم: زه طبيب یم او ناروغ ته نصیحت زما مسؤلیت دی
بادشاه: ته چا دومره زړور کړی یې چې امیرانو ته داسې خبري کوه؟
عالم: ته چا قاضي کړی یې چې پخپله خوښه حکمونه صادروه؟
بادشاه: زه د هیواد پاچا ټاکلی یم
عالم: زه د انسانانو خالق مکلف کړی یم
بادشاه: ته نه پوهیږې چې امیرانو ته داسې خبري کول خطرناک کار دی؟
عالم: ته هم باید پوه شې چې د الله له بندګانو سره ظلم تر دې خطرناک کار دی.
بادشاه: نور عالمان ولې ستا په څېر خبري نه کوئ؟
عالم: هغوی له اووه کلني بنديخانې ويریږي.
زه د یوسف علیه السلام پیروي کوم او ستا خوشالي مهمه نه بولم.
دې خبرو سره د امیر زړه نرم شو او له عالم سره یې نرمي پیل کړه،،، بیا یې ترې وپوښتل:
بادشاه: زما نه چې هر څه وغواړې زه یې درکوم، وغواړه!!!
عالم: ځواني مې پیرته راته راوګرځوه!
بادشاه: دا زما د وس خبره نه ده
عالم: له مرګه مې وژغوره!
بادشاه: دا هم نشم کولی
عالم: زما پرمخ د داسې چا دروازه خلاصه ده چې دا ټول کارونه کولی شي.
بادشاه: زما نه به خامخا یو شی غواړې،
عالم: که داسې وي نو بیا ستا له دې تور غلام نه یو شی غواړم، ستا نه یې نه غواړم
بادشاه: دا ستا ناپوهي ده چې زما نه یې نه غواړې او زما له بې وسه غلامه یې غواړې؟؟؟
عالم: ستا په ځای ستا له غلام نه په غوښتلو ته غوسه شوې؟ زما نه مې زما مولا ستا نه په غوښتلو خپه کیږي
بادشاه: په هر صورت خامخا به زما نه یو شی غواړې،
عالم: ښه نو درۍ بورۍ غنم زما کره پخپله شا راته یوسه
بادشاه: دا نشم وړلی، که مې وړلی شوی درسره وړل مې.
عالم: نو د دومره ولس د مسؤلیتونو پیټی څنګه وړلی شې