بابیزیوزیس یا ملاریا Bovine Babesiosis

(Red water, tick fever (Bovine Babesiosis
Fi څارویو کې د کنو پوسیله منځ ته راتلونکي ناروغي چې د بابیزیوزیس یا ملاریا په نوم شهرت لري.
په څارویو کې نوموړي پروتوزوایی ناروغي د دوه اساسي Strains پوسیله چی یو یي babesia bovis او بل babesia bigemina نومیږي منځ ته راځي کوم چی د رایسیفالوس Rhicephalus( Boophilus) spp ticks سخت پوستکي لرونکو کنو په ذریعه څارویو ته انتقالیږي babesia divergens په اساس هم نوموړي ناروغي منځ ته راځي د نوموړي ناروغۍ انتقالوونکی حامل ایکزود رایسینوس کنی دي ددی څخه علاوه نوموړی ناروغي په نورو اهلي حیواناتو لکه اسونو، پسونو، اوزو،خوګانو، سپو او حتی دا چی انسانانو کې هم لیدل کیږي.

بابزیوزیس په څارویو کې هغه وخت لیدل کیږي چرته چې د نوموړې ناروغۍ ارتروپود حامل موجودیت په پاشلي شکل په چاپیریال کی شتون ولري نوموړي ناروغي په ګرمسیرو یا نیمه ګرمسیرو سیمو کې په پراخه اندازه شتون لري او زیاتره بابیزیا بویس او بابیزیا بیګیمینیا په افریقا ، اسیا ، اسټریلیا ، جنوبي او مرکزي امریکا کې پیدا کیږي خو د بابیزیا دایورجنز اقتصادي اهمیت په ځینو برخو د اروپا او شمالي افریقا کی د مطالعی وړدي ن د نوموړی ناروغي پرازیت د ملوث څاروی د وینی له لیاری د کنو کله چی د مونثی بالغی کنی پوسیله بلعه شي او هلته د نوموړی پرازیت د کنو په لعابیه غدواتو کی ځای نیسي هیره دی نه وي چی کله ملوثه کنه د څاروي د ویني څخه استفاده کوي دغه وخت کي د بابیزیا پروتوزوا د سپوروګوني مرحله کی وي چی بیا همدغه سپوروګوني د سروکرویاتو داخل ته ځي او هلته سایکلیکي انکشاف د تروبوزویت او میروزیت ترمنځ شروع کوي چی زیاتره د تروپوزیتونو د تولید باعث ګرځي. چی ځینی تروپوزیتونه بیا ګامیتوسایتونه تشکیلوي. چی بیا همدا ګامیتو سایتونه د کنی په اساس کله چی د ویني څخه تغذیه کوي اخستل کیږي چی بیا همدا ګامیټونو د کنو په کولمو کی القاح او د سپورګوني لپاره بیا لعایه غدواتو ته انتقال مومي.

د نوموړی ناروغۍ د مړینی او ملوثتیا درجه ډیره لوړه ده عموما هغه ساحی چی هلته د کنو موجودیت ډیر وي حفط الصحه نه وي مراعت شوي رطوبت ولري ګرمی منطقی وي د څارویو حجوم شتون ولري نو د نوموړی ناروغۍ د انتقال فیصدي ډیره لوړه وي نوموړي ناروغي په ځوانو څارویو کی ډیره خطرناکه وي او حتی دا چی د مړینی باعث یی ګرځي
نوموړي ناروغي زیاتره په بالغو څارویو کی لیدل کیږی کله چی یو څاروی د نوموړی ناروغۍ په اساس ملوث شو نو اوږدمهاله معافیت د دوهم ځل ککړتیا پخاطر حاصلوي.

کلینیک نښی د بابیزیا بویس clinical signs of babesia bovis
لوړه تیه تقریبا ۴۱-۴۲ ساتی ګرید ۱۰۶ فارنهیاټ
پرازیتیمیا یعنی کله نوموړی پرازیت وینی ته داخل شي چی د سرو کرویاتو د تخریب اندازه یی په وینه کی لوړه شي
عصبانیت بالخصوص عیر منطموالی د وجود او د غاښونو چیچل ، لړزه او ځینی اوقات د څاروی پښی د لړزی او غیر منظم حالت کی شتون لري
بی اشتهایی
په ادرارو کی د ونی موجودیت یا د ادرارو توروالی

کلینیک نښی د بابیزیا بیګیمینیا clinical signs of babesia bigemina
تبه تقریبا ۴۱ درجی د سانتی ګرید
بی اشتهایی
کمزورتیا ، عصبانیت او بی حرکته کیدل
کمخوني او په ادرارو کی وینه
پرازیتیمیا
د بابیزیا دایورجن کلینیکی نښی د بابیزیا بیګیمینیا سره یو شانته شباهت لري

تشخیص:
د کلینیکي نښو او ښه خبره داده چی د څاروي د غوږ څخه وینه واخستل شي او لابراتوار ته د دقیق تشخیص لپاره ولیږدول شي د مرض د عامل د تشخیص په صورت کی لاندی درملنی ته اړتیا لیدل کیږي
درملنه
Vial: Diminizine, imidocarb, imizole
د دوهمي میکروب د مداخلي لپاره او یا هم د اناپلازموزیس د یوځای موجودیت د شک لپاره ورسره اوکسی تتراسکلین تطبیق شي
د تقویت لپاره میکس سیروم تطبیق شي چی به سیروم کی میپراسان یا ډیکسا میتهاسون د تبی د کمولو او بی کمپلیکس ورسره د تقویت پخاطرمیکس شي.

وقایه:
د وقایی لپاره د کنو او د ناروغۍ د عامل سره جدي مبارزه او مجادله وشي ، چاپیریال ، غوجل باید د acarcides په اساس سپری شي او دوهم سپری باید د ۲-۳ هفتو په جریان کي د دوهم او دریم ځل لپاره تکرار شي . د بابیزیوزیس ضد واکسین هم په پرمختللو هیوادونو کی شتون لری باید چی تطبیق شي چی ډیر موثریت لري د کنو ضد واکسین هم په ځینو هیوادونو کی شتون لري چی کولی شو د کنو د مخنیوی پخاطر یی استعمال کړو ددی نه علاوه ایورمکتین چی کوچیان ورته د شینو واکسین وایی د پوستکی لاندی د کنو او لاراوو د مخنیوی پخاطر تطبیقیږی موثریت یی ډیر دی خو تر یویشت ورځو پوری د نوموړی څاروی محصول نه استفاده نه شو کولی ددی ترڅنګ نیګاوان هم د کنو لمنځه وړلو لپاره د څاروي په بیروني پوستکي وموښل شي

تفریقي تشخیص
اناپلازموزس
تیلریوزس
لیستریوزس
باسیلري هیموګلوبین یوریا ماخذونه
Andrews, A.H, Blowey, R.W, Boyd, H and Eddy, R.G. (2004) Bovine Medicine (Second edition), Blackwell Publishing

Fox, M and Jacobs, D. (2007) Parasitology Study Guide Part 1: Ectoparasites Royal Veterinary College

Radostits, O.M, Arundel, J.H, and Gay, C.C. (2000) Veterinary Medicine: a textbook of the diseases of cattle, sheep, pigs, goats and horses Elsevier Health Sciences

Red water, tick fever

ترتیب کوونکی: پوهیالی سعید محمد وقار
ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځی

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب