ایمان پر مومنانو لوی نعمت دی
الله جل جلاله په خپلو بندګانو یو داسي لوی نعمت کړی، چې د نوموړي نعمت له وجي یې ټوله خدایې څرګنده کړي شپه او ورځ لمر او شپوږمۍ یې پیداکړي او دا هر څه یې د داسي چا له برکته پیداکړي چې نور پیغمبران یې هم د امتیت د درجې غوښتونکې دي.
د نبی صلی الله علیه وسلم په وسیله الله تعالی انسانانو ته هدایت کړي دی د هغه په ذریعه یې د تیارو څخه رڼا ته ویستي دي او د هغه په وسیله د دنیا او اخرت د نیکمرغیو دروازي انسانانو ته پرانستي دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دین او شریعت پرته انسانان هیڅ ارزښت او اهمیت نه لري، همدا وجه ده چې الله تعالی په انسانانو د دی ستر احسان یادونه په قرانکریم کې کړې.
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 164
لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ ءَايٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِى ضَلٰلٍ مُّبِينٍ
په حقيقت کښي خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لويه لورېنه کړېده چي په خپله له هغو څخه يې يو داسي پېغمبر را پورته کړ چي د هغه ايتونه ورته لولي، د هغو ژوند سوتره كوي او هغو ته د كتاب او پوهي ښوونه كوي؛ په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي همدا خلك په څرګنده ګمراهۍ کي غورځيدلي ول.
په همدي اساس د محمد صلی الله علیه وسلم په باید هر مسلمان ځانګړي اداب او اخلاق مراعات کړي چې ځیني یې په لنډ ډول بیانوو.
١: پیغمبر صلی الله علیه وسلم باید د الله ج د پیغمبر په توګه ومني.
سُوۡرَةُ الحُجرَات : 15
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ ءَامَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجٰهَدُوا بِأَمْوٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الصّٰدِقُونَ
په حقيقت کي خو مؤمنان هغه دي چي پر الله او د هغه پر پېغمبر یې ايمان راوړ. بيا هغوى څه شك ونکړ او په خپلو مالونو او سرونو سره یې د الله په لاره کي جهاد وکړ. همغوى رښتيني خلك دي.
٢: خپلي ټولي پیښې په محمدي شریعت حل و فصل کړﺉ:
سُوۡرَةُ النِّسَاء : 65
فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتّٰى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
نه، اې محمده (ص)! ستا په رب قسم چي دوى هیڅكله مؤمنان كېداى نه شي، تر څو چي په خپل منځي شخړو کښي تا فېصله كوونكى ونه مني. بيا چي ته څه فېصله وکړې، پر هغې باندي په خپلو زړونو کښي هم څه تنګي احساس نه کړي؛ بلکي سر تر پايه یې ومني.
٣: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه او محبت ولرﺉ:
هر مسلمان ته باید پیغمبر ص له هر چا ډیر ګران وي او د هغه تګلاره تعقیب کړي په دي هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی فرمایې:
ژباړه : ستاسي یو تن تر هغه پوره مومن کیدلای نشي تر څو زه ورته د خپل ځوی، پلار او د ټولو خلکو ډیر ګران نه شم.
٤: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شخصیت او شریعت څخه هر اړخیزه دفاع وکړی.
٥: د رسول الله ص دعوت خپرولو کې مهمه ونډه واخلي:
سُوۡرَةُ یُوسُف : 108
قُلْ هٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا إِلَى اللَّهِ ۚ عَلٰى بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ اتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحٰنَ اللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کښي خپله لاره وينم او زما ملګري هم؛ او الله پاك دى. او له مشركانو سره زما څه اړیکه نشته.
٦: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوستانو سره دوستي او له دوښمنانو سره یې دوښمني وکړي:
[سُوۡرَةُ المجَادلة : 22]
لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولٰٓئِكَ كَتَبَ فِى قُلُوبِهِمُ الْإِيمٰنَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولٰٓئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
ته به هیڅكله دا ونه مومې چي كوم خلك چي پر الله او اخرت باندي ايمان لرونكي دي، هغوى دي له هغو خلكو سره مينه كوونكي واوسي چي د الله او د هغه د پېغمبر مخالفت یې کړی دى، كه څه هم د هغوى پلرونه وي، يا د هغو زامن وي، يا د هغو وروڼه وي يا د هغو ټبر او كورنۍ وي. دا هغه كسان دي چي الله یې په زړونو كښي ايمان ثبت کړی دى او له خپل لوري د يو روح په وركولو سره یې دوى تقويه کړيدي. هغه به دوى داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهیږي، هلته به د تل لپاره اوسیږي. الله له دوى څخه راضي شو او دوى له الله څخه راضي شول، دوى د الله د ګوند خلك دي. خبر دار اوسئ! همدا د الله د ګوند كسان بري موندونكي دي.
نو ای مسلمانه!
که چیرته په خپل ژوند او اخیرت کې د دکامیابي غوښتونکی یې نو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ډیره مینه وکړه او دهغه مبارک سره ټول اخلاق پر ځان عملي نو ته به ریښتینی کامیاب یې.
راټولونه: بندي محصل زابل