ولې زمونږ په ټولنه کې ښځې خوندي نه‌ دي؟

افغانان په یوه دودیزه ټولنه کې ژوند کوي، چې د ژوندانه ډیری کړه وړه یې په بیلابیلو دودونو او رواجونو پورې تړلي دي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې بیا دا رواجونه له یو بل سره ډېر توپیر نلري او د ژوند کولو ډولونه یې له یوې سیمې او بلې سیمې سره تر ډیره یو شان دي.

هره ټولنه کې په څو ډوله نزاکتونه، رواجونه او دودونه شتون لري، چې وګړي ورته د قانون په پرتله ډير ارزښت ورکوي او پرې ولاړ دي، نو د هغې له ډلې نه غواړو په دې اړه بحث وکړو چې زموږ په ټولنه کې له ښځینه وو سره په څه ډول چلند کېږي؟
آیا دوی په ښار او کلي کې د خوندیتوب احساس کوي؟
کومې ښځې ځورول کېږي؟

او د دې ستونزې د حل او مخنیوي لاره څه ده؟
که راشو د لومړۍ پوښتنې ځواب ته چې په ټولنه کې له ښځو سره څنګه سلوک وکړو، نو د یوه مسلمان په توګه موږ ته په ډیر وضاحت سره ویل شوي دي چې پردیو (نامحرمو) ښځو ته کتل او هغه کارونه چې د یوې ښځې د ځورېدنې سبب ګرځي له هغې نه باید په کلکه ځان وساتو او لکه څنګه چې د خپلې کورنۍ مېرمنې، خور او لور ته درناوی لرو، پردیو ښځو ته هم همداسې درناوی ولرو او هڅه وکړو چې د دوی عزت او شخصیت ته ضرر ونه رسوو.

متاسفانه زمونږ په ټولنه کې د ښځو بېلابېل ډول ځورونه رواج لري، ډېرځله به مو کتلي وي چې کله میرمنې یا نجونې د موټرو په تمځای کې ولاړې وي او یا کله چې پر سړک روانې وي نو په لسګونو شخصي، ټکسي او ان دا چې ځینې دولتي موټر به ورته هارن کوي او په دې هڅه کې به وي چې موټر ته یې پورته کړي، هغه هم په دې نظر چې له هغوی سره څو شیبې سات تیر کړي او بیا به د لارې په اوږدو کې ترې هغه پوښتنې پیل کړي چې د یوې ښځې شخصیت پورې اړه لري لکه واده مو کړی که نه ؟ عمر دې څو کاله دی؟ د کوم ځای یې او داسې نورې پوښتنې چې په عمومي ډول د ښځو لپاره ‌ډیره لویه ستونزه بلل کيږي.

متاسفانه کوم نارینه چې دا ډول کارونه ترسره کوي دا فکر له ځانه سره نه کوي چې که په همدې ډول دده د کورنۍ کومه غړې د بل چا لخوا وځورول شي او دا ډول پوښتنې او سلوک ورسره وشي نو آیا ده ته به د منلو وړ وي ؟ طبیعی ده چې هیڅ کله نه،ځکه د خپلې کورنۍ غړې ته به د یوې میرمنې او خپل عزت په سترګه ګوري خو له بده مرغه چې نورو ته په سپکه نظر ګوري .
‌‌‌‌‌‌

بل خوا له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د ښځو او نجونو ځورول، ورځ تربلې په ‌‌‌‌‌‌ډیریدو دي او ‌‌‌‌‌‌په دې مرض زموږ د ټولنې ‌‌‌‌‌‌ډیر ځوانان او ان ځینې د پاخه عمر کسان چې یو څه پيسې یا موقف لري، اخته دي.

همدارنګه ددې موضوع بل تریخ اړخ دادی چې له بده مرغه نه یوازې هغه شمیر نجونې او ښځې ځورول کیږي چې په اخلاقي فساد کې ښکیلې دي،بلکې ځینې پاک لمنې میرمنې هم ځورول کیږي چې دغه ستونزې، په ټولنه کې د وګړو اندیښنې را پاراولي دي.

د پورته یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره دا هم د یادولو ده چې په دې برخه کې یوازې نارینه هم ګرم ندي، بلکې په خپله ځینې میرمنې هم د ځینو نورو ښځو د ځورونې سبب ګرځیدلې او دلیل یې هم دا دی چې دغه ډله مېرمنې او نجونې له کور نه بهر او په ټولنه کې داسې جامې او لباس کاروي چې له ورایه د نارینه وو پاملرنه ځان ته را جلبوي او دې ته زمینه برابروي چې په یو ډول نه یو ډول د ځینو نارینه وو لخوا وځورول شي. ځکه نو دا هم په کار ده چې میرمنې په عامه ځایونو کې له داسې لباس څخه استفاده وکړي چې د اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي.

د دې ستونزې د مخنیوي او حل لپاره په کار ده چې دولت او دیني عالمان په ګډه د عامه پوهاوي له لارې خلکو ته هغه دیني او قانوني اړخونه بیان کړي او په هغه سزا ګانو یې پوه کړي چې د ښځو د ځورونې په دلیل شتون لري او د تخلف په صورت کې له مجرمینو سره قانوني چلند وشي.

په پای کې له ټولو هیوادوالو، او دولت څخه هیله کوو ترڅو په ټولنه کې دمیرمنو د دا ډول ځورونو لاملین د قانون منګولو ته وسپاري ترڅو میرمنې او نجونې په سمه توګه وکولای شي خپلو درسونو او کار ځایونو ته په خوندي توګه لاړې شي.

فرهاد مندوزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب