انټرنټ او زموږ ځوانېدونكى نسل

وخت په تېرېدلو سره په هر څه كې بدلون راغلى او هر څه د نوښت په حالت كې دي. نن كه له يوې خوا د عصري تكنالوژي په مټ د فساد اډانې پراخې شوې دي خو تر څنګ يې د مصلحينو لپاره هم زيات د چوپړ چانسونه له ځان سره راوړي دي، له دې اډانو څخه يو هم نړيوال جال (Internet) دى، چې له بشپړې نړۍ څخه يې يو وړوكى كور جوړ كړى او هر څوك كولاى شي په ډېر لنډ وخت كې خپل غږ او يا پيغام د نړۍ له يوه ګوټ څخه هغه بل ګوټ ته ورسوي. له دې جال څخه هر څوك د خپل استعداد سره سم چې څرنګه وغواړي كار اخېستلاى شي، دې جال كه له يوې خوا د انساني ټولنې لپاره زياتي وړيا اسانتياوې له ځان سره راوړي دي خو په عين وخت كې د خير او شر او د حق او باطل د پلويانو لپاره د غېږاېستنې د سيالۍ يوه تخته ګرزېدلې ده، چې دواړو خواوو يو د بل  د راپرزولو لپاره مټي رانغښتي دي او بډي وهي او وروستى برى انشاءالله تعالى د حق د پلويانو دى.

په دې كې شك نشته چې نړيوال مالوماتي جال (Internet) يو له هغو مهمو عصري اختراعاتو څخه دى چې د ماشومانو او ځوانانو مالومات ته وده وركوي او ذهني پانګه يې زياتوي خو په څنګ كې ځينې داسې پليد او زهرجن مواد هم لري چې د پلرونو په حيث په موږ لازمه ده چې خپلو اولادونو ته له هغه څخه د ساتنې درك او احساس وركړو او هم خپله د دې د مخنيوي لپاره ضروري احتياطي تدبيرونه په كار واچوو.
دا ويل بې بې ځايه نه وي چې ماشومان او د نن ځوان نسل كېداى شي له دې جال څخه ډېر هغه څه لاس ته راوړي، چې هغه هغوى ته په ګټه تمام شي او په ورځني او راتلونكي ژوند كې هغوى ته په درد وخوري، او دا هم كېداى شي چې د دې جال له لارې هغوى د جرمونو او ناوړې استفادې هدف وګرځي. د نن نسل څرنګه چې په يوه بېله نړۍ كې ژوند كوي هڅې كوي چې په دې نړۍ كې چې كوم نوي شيان دي هغه ځانته مالوم كړي.
دا كار اسانه دى خو مراقبت او بشپړې نګراني ته اړتيا لري تر څو د دې ژمنې باور پيدا شي چې د تكنالوژي په ډګر كې د ځوان نسل پوهنې او ازموينې سالمې، ګټورې او ثمر بخښونكي دي.

په پېل كې پلرونه ته په كار ده چې د ماشومانو لپاره ځينې مقررات وټاكي او يو داسې تقسيم وخت جوړ كړي چې د هغه له مخې زموږ او لادونه دا نړيوال جال وګوري، د هغوى كمپيوتر بايد په يوه داسې ځاى كې ايښى وي چې د كورنۍ وګړي ګرځي، هم دا راز مور او پلار بايد د كمپيوتر  او نړيوال مالوماتي جال په هكله بشپړ مالومات ولري تر څو د دې جال پلټونكى (Explorer) په داسې شكل تيار (Setup) كړي چې د هغو بربنډو عكسونو اوفاسدو موادو مخنيوى وكړي، چې كېداى شي د اعلانونو په بڼه او يا په بل شكل د دې جال له لارې د كمپيوتر په هېنداره ښكاره شي، سر بېره په دې له ځينو هغو پروګراموڅخه چې لاندې به په ګوته شي كار واخلي چې هغه كتنځايونه (Sites) پټ وساتي كوم چې ناوړه مواد خپروي.
په نړيوال جال كې كوم احتمالي خطرونه شته دي؟
زموږ د هغو زامنو او لوڼو لپاره چې د بلوغ او لويښت په مرحله كې دي د نړيوال جال د كتلو په وخت كې ځينې خطرونه دي چې هغه به په لاندې ډول خلاصه كړو:
۱- لومړۍ خطر له هغو موادو سره په غېږه ورتلل او يا د هغو شيانو ليدل دي چې هغه د مثال په توګه يا خو د هغوى د عمر مناسب نه وي، او يا په اخلاقي توګه د ليدلو وړ نه وي لكه بربنډ عكسونه او جنسي ناولونه او محاورې يا تشدد اميزه او ډاروونكي مواد.
۲- نا پېژندلو كسانو ته د خپل ځان يا كورنۍ او د كورنۍ د افرادو په هكله مالومات وركول دي چې كېداى شي د ځينو پليدو عناصرو او ضعيف النفس انسانانو له خوا ترې ناوړه استفاده وشي.
۳- د برېښنا ليكونو له لارې له داسې مالوماتو سره لاس او ګريوان كېدل دي چې هغه خو يا اخلاقاً ناوړه مواد وړاندې كوي او يا په ډار اچونه او تشدد باندې او يا داسې تبعيضونو ته بلنه كوي چې د يوې عقيدې يا مذهب او يا يوه خاص قوم يا ټولنې په ضد وي.
له دې خطرونه څخه څرنګه كولاى شو خپل اولادونه وساتو؟
زياتره هغه څوك چې د دې جال خدمت (Service) عام ولس ته وړاندې كوي او يا هغه څوك چې د كمپيوتر پروګرامونه تهيه كوي له هغوى سره داسې امكانات او وسائل ضروري چې مور او پلار ته د دې ځواك وربخښي چې د خپلو اولادونو لپاره په نړيوال جال كې هغه كتنځايونه بېل او وټاكي كوم چې د هغوى اولادونه ورته رسېدلاى شي ، او ځينې هغه كتنځايونه بند كړي چې هغه څه ګټه نه لري او سرچپه ناوړې اغيزې كېداى شي ولري لكه شيطان ټوپسكي (Chartrooms).
علاوه پر دې ځينې داسې پورګرامونه يا سافټ وير هم په ماكېټ كې لاس ته راوړل كېداى شي چې د هغوى جوړښت يوازې د دې لپاره شوى وي چې له مور او پلار سره په دې كې مرسته وكړې، چې د هغوى اولادونه په نړيوال مالوماتي جال هغو كتنځايونو ته له رسېدلو څخه راوګرځوي، او يا ېې بند كړي كوم چې هلته ناوړه مواد وجود لري.
ګرانو ماشومانو! د دې نړيوال مالوماتي جال له استعمال څخه هدف او مقصد د هغه څه لاس ته راوړل او يا په هغه څه د ځان خبرول دي چې هغه تاسو ته ګټه رسوي او يا ستاسو په مالوماتو كې زياتوب راولي. تاسو بايد لاندې ټكي په جدي توګه په پام كې ونيسئ :
۱- كله چې له ځينو داسې مالوماتو او يا عكسونو سره مخامخ شئ چې هغه اخلاقاً ځورونكي وي، سمدلاسه بايد خپل مور او پلار ته خبر وركړئ، تر څو هغوى مو روغه رهنمايي وكړي.
۲- دا ضروري ده چې تاسو د دې جال د كارولو په مهال د ځان يا مور او پلار او يا كورنۍ په هكله مالومات لكه د تليفون نمبر يو چاته هم ور نه كړئ، مخكې له دې چې له مور او پلار څخه مو اجازه نه وې تر لاسه كړې، كله هم له يو چا سره په خبرو اترو مه اخته كيږئ، او كله چې له يو چا سره خبرې كول و غواړئ حتماً خپل پلار او يا مور له ځان سره كښينوئ، تر څو هغوى دا خبرې و څاري. دا ځكه چې دا جال په داسې بد خويو انسانانو ډكه ده چې له هغوى څخه د ځان ساتل او ورسره نه مخامخ كېدل په تاسو لازم او فرض دي.
۳- تر څو چې تاسو مور او پلار اجازه نه وې در كړې كله هم د ځان او يا كورنۍ د افرادو انځورنه او يا عكسونه په نړيوال مالوماتي جال چاته مه ليږئ.
۴- كله چې هم برېښنا ليكونو ناپېژانده او يا داسې ناوړه ليكونه تاسو ته راشي چې ستاسو پاك او سالم  فطرت يې ناوړه او ناولي وبولي مه يي پرانيزئ، او جواب يې مه وركوئ. دا ستاسو ګناه نه ده چې ناوړه ليكونه درته راځي، بلكې دا د هغه لېږونكي اشنا ده چا چې تاسو ته رالېږلي دي. غوره چلند هم دا دى چې د داسې ليكونو كله هم جواب مه وركوئ، او كه لېږونكى اشنا شخص وي سمدلاسه خپل مور او پلار ور باندې خبر كړئ، اوكه ناپېژاند شخص وي او مور او پلار مو حاضر نه وي نو تر پرانيستلو مخكې يې سمدلاسه ورك (Delete)كړئ، دا هم كېداى شي چې ناپېژانده ليكونه وايرس (Virus) ولري او په پرانيستلو سره يې ستاسو د كمپيوتر ټول سيستم وران شي.
پلرونه او مېندو ته زموږ  دا وړانديز دى چې هغوى له خپلو اولادونو سره نژدې و اوسي، تل ورسره خبرې وكړي، هغوى ته غوږ ونيسي تر څو يې ستونزې واوري. د نړيوال مالوماتي جال د استعمال لپاره ځينې مقررات او اصول وټاكي خپله اولادونه په دې ټينګ وپوهوي چې په دې جال كې په هېچا هم باور ونكړي او ځاني مالومات لكه د كور پته، دمكتب او يا مدرسې نوم، يا د تليفون شمېره،  يا خپل حقيقي نومونه او يا د مور او پلار او خپلوانو نومونه او پتې هېچا ته هم ورنه كړي،ځكه چې پايلې به يې ښې نه وي.

غوره خو دا ده چې زموږ اولادونه شيطان ټوپسكي (Chartroom) ونه كاروي، ځكه چې دا څه ګټه نه لري او وخت ضايع كول دي، خو كه بيا يې هم كله كاروي نو پلار او مور ته په كار ده چې هغوى په دې عادت كړي چې په برېښناليك او د شيطان ټوپسكي (Chartroom) په خبرو اترو كې له مستعار (بدل) نومونو څخه كار واخلي.
پلار او مور بايد هغه كارونې ځان ته مالومې كړي كوم چې يې اولادونه د دې جال د پرانيستلو پر مهال كاروي، او كه مور اوپلار له دې جال سره نا اشنا وي، پرېديږدي چې اولادونه يې د هغو خدمتونو په كارولو خبر او پوه كړي كوم چې هغوى يې لاس ته راوړي.

هغوى بايد د هغو كتنځايونو په هكله بشپړ مالومات ولري كوم چې يې اولادونه پرانيزي، تر څو يې له هغو ځايونو څخه وژغوري كوم چې ناوړه او غير اخلاقي مواد لري.
د والدينو تعقيب بايد تل او همېشنۍ وي تر څو چې اولادونه يې په دې پوه شي چې نړيوال جال د علمي استفادې لپاره دى نه د ساتېري او د وخت د ضايع كولو لپاره.
هغوى (والدين) بايد په دې هم پوه وي چې هغه څه چې په دې جال كې دي ټول هم واقعي او ریښتيني نه دي.
والدين د نړيوال جال د كارولو په صورت كې د عكاسي كامرې بايد د كور دننه ته پرې نږدئ، په هم دې شكل خپل اولادونه له دې څخه منع كړئ چې ستاسو له اجازې څخه پرته په دې جال له يو چا سره مخامخ خبرو ته كښېني.
خپل اولادونه په سپينو خبرو او ریښتيا ويلو عادت كړئ او د دې جال په هكله د هغوى تجربې او مالومات ته غوږ  ونيسئ، او د هغوى ګټورو هڅو او كړو وړو ته شاباس وواياست، تر څو هغوى نور هم لا زيات تشويق كړل شي، د هغوى برېښنا ليكونه ته د رالېږل شو ليكونو په هكله تل هغوى وپوهوئ، او د هغوى برېښنا ليكونو ته د راغلو ليكونو د محتوياتو لوستل او مالومول خپل همېشنۍ عادت و ګرځوئ، او د خپل كلتور او اسلامي لارښوونو په رڼا كې د هغوى راهنمايي وكړئ.
د خپل اولاد تعقيب كله هم مه پرېږدئ، هغه وختونه په ډېر دقت سره وټاكئ كوم چې په هغه كې ستاسي اولادونه د كمپيوتر هېندارو ته كښېني تر څو د هغوى د مكتب د ليك او لوست كورني كارونه ځينې اغېزمن نه شي.
والدينو ته په كار ده چې د ځان او اولادونو په منځ كې د اعتماد يوه ښكلې فضا جوړه كړي، په دې شكل به وكولاى شي چې د نړيوال جال په ډوبوونكي بې ساحله سمند كې د لامبو وهلو په مهال د هغوى غوره مرستيالان جوړ شي.

Cyber Patrol يو غوره پروګرام دى چې ناوړه كتنځايونه ته ماشومان نه پرېږدي، د هغوى د عمرونو سره سم د هغه ځينې نسخې كارولى شئ.
http://www.microsys.com د دې پاڼې پته ده.
يو بل پروګرام CYBER sitter دى چې هغه هم ماشومان ناوړه ځايونو ته له رسېدلو څخه را ګرځوي، او ناوړه مواد د كمپيوتر په هېنداره له وړاندې كولو څخه بندوي.
د دې پانې پته ده http://www.solidoak.com
Surf watch هغه پروګرام دى چې والدين د هغه په واسطه كولاى شي هغه كتنځايونه تعقيب كړي كوم چې د هغوى اولادنو كتلي وي، هم دا راز تقريباً سل زره (۱۰۰۰۰۰) داسې كتنځايونه بند وي چې ناوړه مواد خپروي.
د دې پاڼې پته ده http://www1.surfwatch.com
هم دا راز د Norton Parental Control پروګرام دى چې په دې لړ كې استفاده ور څخه كېدلاى شي، نور هم د هرې ورځې په تېرېدلو سره نوي سافټ ويرونه د كمپيوتر ماركېټ ته راځي كوم چې د تل لپاره غير اخلاقي مواد بند وي. والدين كولاى شي چې له دې لارې څخه د ماشومانو كمپيوتر په مطلوب شكل عيار كړي.

لیکنه: ابو القاسم

ترتیبوونکی: عبد النصیر (مرستیال)کندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب