ایا څو ځايه کفاله لرل روا دي؟

پوښتنه: زه په يوه پوهنتون کي محصل يم هلته باقاعده دتعليم ټول مصارف دمحصل په غاړه دي لکه دداخلي فيس ، مياشتني فيس ، داوسيدو او خوراک مصارف او داسي نورخوزما فقط دتعليم مصارف يوه شخص په غاړه اخستي دي چي تنها ددرس ويلو مصارف راکوي اوبس خو زه متاهل هم يم اوغواړم چي خپل کور دلته پوهنتون سره رالنډ کړم ترڅو خپل اولادونه په اسلامي ښوونه وروزمنوزه غواړم چي په بل ځاي کي هم دتعليم په نامه يوه کفاله ولرم آيا په شرعي لحاظ دغه دوهمه کفاله ماته راواده اوکنه ؟ خو ديادوني وړده چي زه په يوه دفتر کي وظيفه او دنده هم لرم اودټولي کورني مصارف(چي يوه ستره کورني ده )مصارف اولګښتونه يي زما په غاړه دي
هيله ده چي پدي هکله ماته دشريعت له نظره کافي اندازه معلومات راکړي

مننه
حکمت الله نصيب
جواب:
بسم الله الرحمن الرحيم
محترما اوقدرمنده وروره حکمت الله نصيب صاحب
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
دقدر وړه الله تعالى دى ستا په عمر اونيکو کړنوهم برکت واچوي اوالله تعالى سرلوړئ اوتل کامياب لره
محترما! ستا دپښتنې لنډه اومختصرځواب دادى چې که ستا دالومړنى کفالت ستادمصارفو لپاره کفايت نکوي اوپه همدې توګه ستاسې دابله وظيفه چې تائې يادونه کړې ده که چيرې هغه کفالت اودوظيفې معاش دواړه ستا دکورنې لپاره کفايت نکوي نوپه دې صورت کې کولاى شې چې کوم بل کفالت دخپل ځان اوکورنې لپاره پيداکړي اوګټه ترې پورته کړې پدې کارکې کوم شرعي مشکل زماله نظره نشته دى
والله اعلم
مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب