آیا ښځه خپل وېښتان کمولی شي؟

پوښتنه:
آيا ښځه كولى شي د ښايست او يا كومې بلې اړتيا د پوره كولو لپاره د سر ويښته كم كړي؟ سره له دې چې له سړيو سره مشابهت ونلري.ځواب:

مفتي: دکتور شير علي ظريفي، د شرعي علومو متخصص
هوكې، دا كار كولى شي كه د ښايست لپاره وي او يا د كومې بلې اړتيا له مخې، خو پدې اړه دې دوه خبرې په پام كې ونيسي:
۱- له كفارو سره مشابهت په هغه كارونو چې په هغوئ پورې ځانګړي وي روا ندى. ځكه نو په جامه او څيره كې د كافرو ښځو پيروي مكروه ده.
۲- د سر ويښته تر دې اندازې كمول چې له سړيو سره مشابهت رامنځ ته كړي جواز نلري.
شيخ عثمين پدې اړه داسې فتوا وركړې ده:
د ښځې د سر ويښته كمول ځينې دين پوهان حرام بولي او ځينې نور ورته مكروه وايي پداسې حال كې چې ځينې نور بيا دا كار مباح ګڼي. له كومه ځايه چې پوهان د مسئلې په اړه يوه خوله ندي نو قرآن كريم او احاديثو ته رجوع پكار ده. او زه تر دې دمه له قرآن او احاديثو څخه پداسې څه نه پوهيږم چې د ياد شوي كار په حراموالي دلالت وكړي. نو پدې اړه اصل اباحت دى او مسئله د خلكو عرف او عاداتو ته ورګرځي. په پخوا زمانو كې ښځو اوږده ويښته خوښول او پرې به يې وياړل او له كومې شرعي او يا بلې محسوسې اړتيا پرته به يې نه كمول، خو اوس شرايط او حالات بدل شوي دي. نو د دې كار د تحريم خبره كمزورې ده او د دې لپاره كوم دليل نشته، د كراهت خبره هم غور ته اړتيا لري، خو د اباحت خبره اصولو او قواعدو ته نږدې ده.
امام مسلم رحمه الله په خپل صحيح كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له كډو څخه روايت كوي چې هغوئ به د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر مرګ وروسته د سر ويښته دومره كمول چې غوږونه به يې پكې پټيدل. خو كه ښځه د سر ويښته دومره كم كړي چې د سړيو په څير ښكاره شي نو دا كار له شك پرته حرام دى ځكه رسول الله صلى الله پر هغو ښځو لعنت ويلى چې ځانونه د سړيو په شان جوړوي. همدارنګه له كافرو او فاحشو ښځو سره مشابهت حرام دى ځكه څوك چې د كوم قوم سره مشابهت كوي هغه له هماغه قوم څخه شميرل كيږي. سره لدې هم كه كومه ښځه خپل ويښته دومره كم كړي چې له سړيو او فاحشو او كافرو ښځو سره مشابهت پكې نه وي پدې كار كې هيڅ باك نشته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب