اړیکې؛ ټليګراف، ټليفون، نوري فايبر، راډيوي فريکوينسي او انټرنټ

د تيرې پيړۍ پر مهال په نړۍ کې له رامنځته شویو لویو بدلونونو څخه يو هم د بريښنايي‌ ارتباطاتو اختراع وه.‌ دا اختراعات د ټليګراف په جوړولو پیل شول او بيا له هغه وخته راهيسې نويو نوښتونو او اختراعاتو يو داسې معلوماتي پیر رامنځته کړی دی چې له ځیرکو موبايلونو څخه واخله بيا پر انټرنيټ د لوړ کيفيت ويډيوګانو د پورته کولو پورې توپير کوي.

ټليګراف

ټليګراف لومړنۍ اختراع وه چې د بريښنايي ارتباطاتو لړۍ یې پيل کړه. دا آله په ۱۸۳۶ کال کې د سمويل مورس Samuel Morse له خوا اختراع شو. نوموړي د مورس کوډ هم جوړ کړ.‌ د دې کوډ په مرسته به هغه سيګنالونه کليماتو او عبارتونو ته تعبيريدل چې د يوه واير له لارې ليږل کيدل.‌

ټليفون

د ټليګراف له اختراع څخه ۴۰ کاله وروسته، الکسانډر ګراهم بيل Alexander Graham Bell د ټليفون د اختراع امتیاز ترلاسه کړ. اوس د غږ د يوازې يو بيپ پر ځای د يوه سړي‌ بشپړ غږ د بريښنايي وايرونو له لارې لرې فاصلې ته انتقال کیده.‌ را وروسته اختراعاتو لکه فکس او موډم بيا لاره هواره کړه چې د عين وایرونو له لارې نور معلومات انتقال کړي.‌ په ټوله نړۍ کې د اړيکو د ټينګولو لپاره پراخه شبکې رامنځته شوې چې نږدې هر کور ته يې له يو بل سره د اړیکو ټینګولو زمينه برابروله.

your ads

نوري فايبر

همدا چې معلومات زيات شول، لرې فاصلو کې د لا زياتو معلوماتو د ليږلو اړتیا وليدل شوه. يوه لار چې معلومات په چټکۍ سره لیږل کیږي د نوري فايبر په مرسته دي. نوري فايبر اوږده پوست لرونکي وايرونه دي چې له ښيښې څخه جوړ شوي دي.‌
دا فايبرونه د بريښنا پر ځای رڼا انتقالوي. نور د بريښنايي جريان په پرتله په ډیره لوړه چټکتیا او لرې فاصلو ته حرکت کوي.‌ نن ورځ داسې نوري فايبرونه هم موجود دي چې په هره ثانيه کې په سلګونه سيګنالونه انتقالوي!

راډيوي فريکوينسي

راډيو له ډير پخوا څخه کارول کیږي خو ګرځنده فون په ۱۹۹۰مه کې مشهور شو. ګرځنده فون د راډيوي فريکونسيو په کارولو سره د هوا له لارې معلومات ليږي.‌ نوې ټیکنالوژۍ له دې هم چټکو سيګنالونو د ليږلو لپاره لار هواره کړې ده چې په پايله کې يې ان ويډيو هم له يوه ګرځنده فون څخه بل يوه ته ليږل کیدای او بيرته ترلاسه کیدلی شي.

انټرنیت

انټرنیټ ښايي‌ په معاصر پير کې  د بريښنايي ارتباطاتو تر ټولو مهمه اختراع وي. انټرنیټ د نوري فايبر او بريښنا له میليونونو ارتباطي پيوندونو څخه جوړ شوی دی. دا پيوندونه يوه داسې شبکه رامنځته کوي چې د معلوماتو د انتقال تر څنګ په ټوله نړۍ کې ارتباطات تبادله کوي. هغه معلومات چې تاسې يې په ټول عمر کې د يو ځل ترلاسه کولو هيله درلودله اوس په کور کې ستاسې په کمپيوتر او د ګوتو په سر کې دي.

د بريښنايي ‌ارتباطاتو په اړه په زړه پورې معلومات

هره ورځ نږدې ۲۵۰ ميليارده ايميلونه ليږل کیږي چې ۸۰٪ يې سپم دي.

هره دقيقه د ۲۰ ساعتونو په اوږدوالي ويډيو نه يوټيوب ته پورته کیږي.

د نوري فايبر ګټه دا ده چې ډیره لږ انرژي‌ مصرفوي او د چاپيريال ساتنې پلوه له بريښنايي وایرونو غوره دی. موسومي بدلونونو پر وړاندې هم زيات مقاومت لري.

د ټليفون لومړنۍ پايه په ۱۸۷۶ کال کې جوړه شوه.

په نړۍ کې اوس ۴ میليارده ګرځنده فونونه کارول کیږي. هر کال ۱۰۰ ميلیونه ګرځنده فونونه لرې اچول کیږي.

لومړنی ګرځنده فون د موټرولا شرکت له لورې اختراع شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب