ايمان د «معجزو» او ساينسي دلايلو محتاجه ندی
پدغه ناسته کي حاضر يوه افغان و حاضر عالم ته په انتقادي ډول وويل چي « زموږ عالمان بايد د دين د تشريح کولو پر وخت ساينسي دلايل وکاروي. د نن سبا د ځوانانو يوازي هغه وخت پدغو موضوعاتو ښه سر خلاصيږي (عقيده لا پر ټنګيږي) چي ورته ساينسي دلايل وړاندي کړل سي.» يو بل ناست ورور د دغه وړانديز په ملاتړ وويل « کافران زموږ څخه ډول ډول سوالونه کوي. زموږ عالمان بايد موږ ته ديني مسائل د ساينسي دلايلو پر اساس روښانه کړي تر څو موږ د غېر مسلمانانو ځواب وويلای سو.»
له بده مرغه چي هغه ورځ دغه ناسته پر دغه موضوع د بشپړه بحث کولو څخه تر مخه لا پای ته ورسېده. پر انټرنټ په افغانستان کي د يوې ادعا سوي «معجزې» د انځورونو د ليدلو وروسته مي يو ځل بيا هغه زړه موضوع راپه زړه سوه او غواړم د خپلو ورونو او خوېندو سره يې اوس د دغې ليکنې د لاري شریکه کړم. هيله لرم چي پدغه موضوع کي به هغه ورونه چي ديني عالمان دي، موږ ته لار ښوونه وکړي، او د دغي ليکني نيمګړتياوي او غلطۍ راپه ګوته کړي.
تر کومه ځايه چي د مسلمانانو خبره ده، د مسلمانۍ او ټينګي عقيدې لپاره نه خو بايد د ساينسي دلايلو اړتيا وي او نه هم د هغو «معجزو» او غېر عادي پيښو، چي نن سبا يې موږ په رسنيو کي وينو يا لولو
د اسلام د اصولو له مخي هغه څوک چي ټينګ ايمان لري هغه هيڅکه پدې انتظار نه کښيني چي ګواکي « هغه وخت به يې ايمان لا قوي سي چي په فيزيک يا کيميا کي هم فلانکۍ ديني مسئله يا ديني حکم ورته ثابته سي.» هغه څوک چي قوي ايمان لري هغه دې ته هم په انتظار نه کښيني چي « ايمان به يې لا قوي سي که يې د کور چرګ د الله اکبر نعرې ووهي، يا يې د ګاونډيانو د ماشوم پر مخ آيتونه راڅرګند سي او يا هم يې د مېرمني لخوا پر تبخي/تبۍ په پخه سوې ډوډۍ د الله نوم راښکاره سي.» د اسلامي عقايدو له مخي هغه څوک چي حقيقي مسلمان وي او ايمان يې ټينګ وي، هغه بېله سائنسي دليله او بېله کومي غېر عادي پيښي يا «معجزې» هم پر خپله عقيده ټينګ ولاړ وي.
د دې ليکنې مقصد دا ندی چي ثابته کړل سي چي نن معجزې ممکنه ندي او نه هم د دغي لکنې مقصد د يوې يا بلي معجزې په هکله د حق يا ناحق قضاوت کول دي. د دغي ليکنۍ مقصد دا هم ندی چي ووايي چي د ديني مسايلو په حق کي سائنسي دلايل نسته او يا دي څوک تلاښ نه پسي کوي. مقصد صرف دا دی چي د اسلامي اصولو له مخي ايمان بايد تر معجزې معطله نه وي او نه هم بايد په ساينسي دليل مانده وي.
پاته سوه د غېرمسلمانانو خبره چي هره ورځ نوي دليلونه غواړي، نو د هغوی پوښتنې که ځواب هم سي او په ښه توګه ځواب سي، خو منل يې د هغوی په خپله اراده او مسلمانانو د عقيدې له مخي د الله تعالی په هدايت اړه لري. هغه څوک چي ايمان راوړل نه غواړي او اسلام ته عقيده نه لري، هغوی که د هر ډول معجزو شاهدان سي او که هر ډول سائنسي او يا هم منطقي دلايل واوري، د هغوی پر سرکښۍ فرق نه راوړي. مسلمانان وايي چي زيات غېر مسلمان اشخاص او قومونه پر اسلام لدې کبله نيوکي کوي او يا هم ډول ډول پوښتنې رامنځ ته کوي، ولي چي اسلام ته ضرر رسول غواړي. مسلمانان وايي چي که دغو اعتراض کوونکو ته د دوی پوښتنې په سمه توګه ځواب سوي هم دي او ورته د منطق له لاري موضوعات ثابته کړل سوي هم دي، هغوی بيا هم ايمان نه دی راوړی. ولي چي مقصد يې له سره د ځان پوهول نه، بلکه و اسلام ته د زيان رسولو هڅه کول وه او ده.
ايمان غېرعادي پيښو ته اړتيا نه لري
د اسلام د دين دعقايدو له مخي په تاريخ کي داسي قومونه او اشخاص تېر سوي دي چي حتی ورته روښانه معجزې ښودل سوي دي خو هغوی بيا هم سمي لاري ته ندي راغلي. دلته به صرف د يوه قوم مثال راواخلو: د «قوم ثمود» ذکر د قرآن پاک په نهو سورتونو کي راغلی دی. د آيتونو له مخي الله تعالی و دغه قوم ته حضرت صالح ع ولېږی تر څو دغه قوم د بتانو د عبادت څخه راوګرځوي او د الله تعالی و عبادت ته يې راوبولي. خو دغه قوم چي د معمارۍ په خپل هنر ډېر مغروره ؤ په حضرت صالح ع او د هغه په مبارک پېغام يې رخشند واهه. پخپله دغو ثموديانو و حضرت صالح ع ته وويل چي که ته او ستا پېغام رشتيا وي نو ستا رب دي راته د غره د ډبري څخه داسي اوښه وزېږوي چي بچی راوړي. همدا ؤ چي الله تعالی د ساه نه لرونکي ډبري څخه يوه اوښه وزېږوله او د دغي اوښي جونګی هم وسو. دغه معجزه ثموديانو په خپلو سترګو وليدله. لکه الله تعالی چي په سورت بني اسرائيل ۵۹ آيت کي فرمايي:
http://www.youtube.com/watch?v=iYR-qpmsLZU&playnext=1&list=PLB72FC26BF0CA97FC&feature=results_main
http://www.youtube.com/watch?v=qiyTogk9kp4
http://www.youtube.com/watch?v=ht-4am-EnOI
لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
نشته په شان د دغه ( الله ) هيڅ شى ( په هيڅ شي كې ). اوهمدغه ( الله ) دى ښه اوريدونكى ( دټول اقوالو) ښه ليدونكى ( دگردواعمالو) .
هر هغه شی چي انسان يې حس کولای سي او يا يې په خپل حقير او محدوده تفکر کي راوستلای سي هغه ټول شيان د الله تخليق کړي شيان دي، خو الله د خپل هر تخليق څخه بېل دی. ليس کمثله شی
نو که يو کافر د الله تعالی د شتون «ساينسي ثبوت» وغواړي او هغه هم پداسي حال کي چي د ايمان راوړلو هيڅ اراده نه لري او يوازي د مسلمان د ستړي کولو لپاره دا کار کوي، نو موږ به پر خپلو عالمانو انتقاد کوو او ورڅخه به د کافرانو د «ساينسي ځواب» ورکولو غوښتنه کوو؟
Theory of relativity
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (۱۲)
اوقسم دى خامخاپه تحقيق پيداكړى دى مونږ انسان ( آدم) له خالصې ( صافې له خيرې ويستل شوې ) خټې نه
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ (۱۳)
بياجوړكړ( وګرځاوه ، كيښود) مونږ( اولاده د) دغه ( آدم ) نطفه ( دمني څاڅكي) په يوه قرارګاه محكم ( رحم كې )
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ(۱۴)
بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دا نطفه پرنډه ټوټه د وينې ( كلكه سريښناكه ) بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دغه ټوټه د وينې يوه وړه بوټى د غوښو بيا جوړه كړه ( وګرځوله ) مونږ دا بوټى د غوښې هډوكى بيا ورواغوستله مونږ دې هډوكو ته ( پس له پيدا كولو د رګونو او د پلو ا ونورو. غوښه بيا مو( ژوندى پيدا كړى دى ) په پيدايښت بل سره ( په نوي صورت ) پس ډير لوړ لوى دى شان د الله ( په قدرت په حكمت خپل كې ) چې ډير ښه پيدا كوونكى ( صورت تړونكى ) دى ( له نوروټولوپيداكوونكو صورت تړونكوڅخه دتخليق له حيثه)
پدغو مبارکو آيتونو کي قرآن پاک څوارلس سوه کاله تر مخه يوه داسي پديده په دقيق تفصيل سره بيان کړې ده چي د هغه وخت انسان هيڅ امکان نه درلودی چي پدې دي خبر واوسي. ساينس زیات وخت نه کيږي چي هغې مرحلې ته رسېدلی دی چي د قرآن پاک لخوا بيان سوي د مور په رحم کي د جنين د تسلسل مرحلې يې تائيد کړي. يو شمېر غېر مسلمان جنين پوهان د دغه آيت په برکت مسلمانان سوي هم دي، ولي چي وايي دا ممکنه نده چي قرآن دي د انسان لخوا ليکل سوی وي.
خو که د يوه مسلمان څخه څلور سوه کاله تر مخه د مور په رحم کي د جنين د جوړښت په هکله د دغو آيتونو ساينسي ثبوت غوښتل سوی وای، نو مسلمان به څه کولای؟ هغه وخت خو ساينس دغه پديده نه وه درک کړې. نو ايا هغه وخت چي پدغو آيتونو د يوه مسلمان سر نه خلاصېدی او ساينسي دليل يې نه درلودی، ايا په زړه کي يې بايد شک راپيدا سوی وای؟ نه! نه پخوا داسي سوي او نه هم د دې وروسته بايد داسي هڅه وسي چي قرآن او دين د ساينس ماتحت کړل سي. قرآن او اسلام حق مطلق دي او پکښي هيڅ شک نسته. خو په ساينس کي شک سته. هغه څه چي پکښي د قرآن پاک او ساينس اختلاف دی، د مسلمانانو په توګه زموږ عقيده دا ده چي د دغه اختلاف وجه د ساينس او انساني پوهي نيمګړتيا ده او نه نعوذبالله د قرآن پاک غلطي.
نو د يوه مسلمان لپاره دا ښايي چي د الله احکام بېله ځنډه پر ځای کړي. بېله دې چي پوښتنه وکړي چي صحت ته ګټور دي که نه، ساينسي دليل ورته سته که نه، کافران په قانع کېدلای سي که نه، د نوي عصر سره سر خوري که نه،… خو که بيا هم ورته معلومه سي چي لمونځ د روح او جسم لپاره ګټور دی، مسواک وهل د سلو ناروغيو مخه نيسي، روژه بدن د زهرو پاکوي… او داسي نور نو بيا خو نور علی نور. ليکن دغه دنياوي دلايل بايد د الله د احکامو د پرځای کولو د ځنډ باعث ونه ګرځي. د مثال په توګه که خدای مه کړه موږ داسي فکر هم کولای چي لمونځ د صحت لپاره مضر دی او زموږ په فکر دا راته ثابته سوې هم وای، نو د مسلمانانو په حيث به موږ بیا هم خپل سر د خپل خدای په حضور کي پنځه واري هره ورځ د ژوند تر آخره پر سجده کولای. ولي چي د مسلمانانو په توګه په هغه صورت کي هم زموږ لپاره د لمونځ د آخرت ګټي د دې دنيا تر ادنی تاوانانو ستري وای.
که زموږ د الله د يوه حکم په حکمت او مقصد سر خلاص نه سي بايد بيا يې هم بېله تاخيره پر ځای کړو او پدې پسي سر خوږ او ځان ستړی نه کړو چي په خپل حقير علم او محدوديتونو ورته د دلايلو او منطق تلاښ شروع کړو. داسي تلاښ چي د حکم په پر ځای کولو کي خنډونه يا ځنډ رامنځ ته کوي. که زموږ په شي سر خلاص نه سو نو بايد بېله دې چي شک راته پيدا سي، خپل ايمان ته پناه يوسو او په پټو سترګو هغه څه ومنو چي الله راته حکم کوي.
الله دي موږ ټولو مسلمانانو ته داسي پوخ او قوي ايمان را په نصيب کړي چي د معجزو او ساينسي دلايلو محتاجه نه وي. آمين ثم آمين