انګور خوړلو سره د ډیرو ناروغیو مخه ونیسئ

الله (جل جلاله) په نړۍ کې انسان له داسې نعمتونو سره نازولی چې له ښه خوند سربیره بې شميره روغتیايي ګټې هم لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري او یا هم د مختلفو ناروغیو مخه ونیسي.

د الله (جل جلاله) دغو نعمتونو له جملې څخه یو هم انګور دي چې دغه میوه له ځانګړي خوند لرلو سربیره د ډیرو ناروغیو مخنیوي او یا هم د ډیرو ناروغیو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل دی.

په انګور کې نورو ډیرو ګټو سربیره ویټامین اې (A)، سی (C)، کلسیم (Calcium)، اوسپنه (Iron) او پوتاشیم (Potassium) شتون لري کوم چې انساني روغتیا لپاره بې شمیرې ګټې لري.

د انګور له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي چې له دې سربیره د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري او کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي.

دغه میوه کې زیاته اندازه انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې انسان د لویو کولمو له ناروغۍ، سرطان، زړه ناروغۍ، عصبي ناروغیو او الزایمر له ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس (Copper) او مګنیزیم انسان کې د وینې له کمښت څخه ژغوري او په بدن کې د وینې کمښت پوره کولو کې ډیر ګټور دی چې له دې سربیره د هاضمې سیستم په پیاوړي کولو کې هم خاص اثر لري.

انګور ځینې ځانګړي خواص لرلو سره د سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ مخه نیسي او په بدن کې د دې ناروغۍ په خلاف مقاومت پیدا کوي او سرطان تولیدونکي حجراتو مخه ونیسي.

یوې څیړنې ثابته کړې چې د انګور اوبه ورځېنۍ استعمال په انسان کې د سینې سرطان مخه نیسي چې له دې سربیره د سرطان نورو ډیرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب