انګور خوړلو سره د ډیرو ناروغیو مخه ونیسئ

 

الله ﷻ په نړۍ کې انسان له داسې نعمتونو سره نازولی چې له ښه خوند سربیره بې شميره روغتیايي ګټې هم لري او انسان پرې له مختلفو ناروغیو ژغورل کېږي او یا هم د مختلفو ناروغیو مخه پرې نيول کېږي.

د الله ﷻ دغو نعمتونو له جملې څخه یو هم انګور دی چې دغه مېوه له ځانګړي خوند لرلو سربېره د ډېرو ناروغیو مخنیوي او یا هم د ډېرو ناروغیو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل دي.

په انګور کې نورو ډیرو ګټو سربېره ویټامین اي (A)، سی (C)، کلسیم (Calcium)، اوسپنه (Iron) او پو تاشیم (Potassium) شتون لري کوم چې انساني روغتیا لپاره بې شمیره ګټې لري.

د انګور له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي چې له دې سربېره د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري او د انسان د هډوکي په پیاوړي کولو او غښتلي کولو ډېر اغيزمن دی.

په دغه مېوه کې زیاته اندازه انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې انسان د لویو کولمو له ناروغۍ، سرطان، زړه ناروغۍ، عصبي ناروغیو او الزایمر له ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس (Copper) او مګنیزیم انسان کې د وینې له کمښت څخه ژغوري او په بدن کې د وینې کمښت پوره کولو کې ډیر ګټور دی چې له دې سربیره د هاضمې سیستم په پیاوړي کولو کې هم خاص اثر لري.

انګور ځینې ځانګړي خواص لرلو سره د سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ مخه نیسي او په بدن کې د دې ناروغۍ په خلاف مقاومت پیدا کوي او سرطان تولیدونکي حجراتو مخه ونیسي.

یوې څیړنې ثابته کړې چې د انګور اوبه څو په ورځني ډول استعمال کړي د سینې د سرطان مخه يې نیسي چې له دې سربیره د سرطان نورو ډیرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب