د معدی جوش (سوزش) مخنیوی لپاره توصیې

ټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د اواز خپ کیدل ، دشپی له خوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کیږی لاندی توصیی باید په پام کې ونیسی :

۱- که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی

۲- د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی

۳- چای او coffee استعمال نه کړی

۴- سګرت څکول بند کړی

۵- الکول باید استعمال نه کړی

۶- د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری

۷- د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی

۸- دشپی له خوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی

۹- د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د ۶ انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی

۱۰- د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی

د GERD ناروغي

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب