انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي

انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي

که چیرې انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل زیات کاروئ نو د دې پیاوړی امکان شتون لري چې تاسې د شکر په څیر خطرناکې ناروغۍ ښکار شئ.

د کلینیکل اینډرکرینولوجي اینډ میتابولزم مجلې کې خپره شوې یوې نوې څیړنې کې ویل شوی چې داسې شواهد موندل شوي چې د شکر د ناروغۍ او د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوي درملو کې پیاوړی اړیکه شتون لري.

څیړنې کې ویل شوي چې تیرو پنځو کلونو کې پنځه ځلي د انټي بایوټیک درمل استعمالولو سره ۵۳ سلنه د دوهم ډول شکر د ناروغۍ خطر زیاتیږي.

په څیړنې کې همداراز ویل شوي چې هغه انټي بایوټیک درمل چې د باکتریا او ویروسونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي هم د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

یو څیړونکی ډاکټر کرسټین مککلسن په وینا دغې څیړنې کې ثابته شوې چې تیرو پنځلسو کلونو کې په زیاته اندازه د انټي بایوټیک درملو استعمالوونکي په زیات شمیر د شکر په خطرناکې او مهلکې ناروغۍ اخته شوي.

دغه ډنمارکي څیړوونکی زیاته کړه چې په دې اړه نورو څیړنو ته هم اړتیا ده ځکه چې تر دې دمه مونږ په پوره باور سره نشو ویلی چې دغه درمل د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

هیره دې نه وي چې له تیرو شپیتو کلونو څخه د انټي بایوټیک درملو مختلف ډولونه د مختلفو ناروغیو څخه مخنیو لپاره کارول کیږي. خو په دې وروستیو کې مختلفو څیړنو ثابته کړې چې دغه درمل د شکر د دوهم ډول د ناروغۍ خطر ۵۳ سلنه زیاتوي.

د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ