انصاف ښه اخلاق دي

انصاف له ښو او غوره اخلاقو څخه دي نو ځکه ډېر سخت کار دی، او هغه وخت کې يې انسان په خوند پوهیږي؛ کله چې نور خلک ورسره انصاف وکړي، په دنيا کې به له ډېرو سخيانو، رښتينو او پهلوانانو سره مخ شې خو په زرو تنو کې به يو تن منصف په ډېرې سختۍ سره بيامومې.

نن وخت انصاف ځکه ډېر سخت شوی چې د خلکو زړونه د کينې، کبر او خواهش پرستۍ څخه ندي پاک شوي، د نورو ښو صفاتو لپاره انصاف شرط ندی، خو دانصاف لپاره نور صفات لازم دي، د مثال په توګه يو سړی به بهادره وي خو د هغې سره به بد اخلاقه وي، بل تن به سخي وي خو هغه به فاسق وي او بل تن به رښتينی وي خو هغه به بخيل وي، خو ته به هيڅکله منصف سړی کينه ګر، متکبر، بخيل او بد اخلاقه پيدا نکړې، نو په همدې اساس انصاف ډېر نادره او کم دي؛ تر دې چې داسې ويلای شو: که يو تن له ماشومتوب څخه تربيه ورنکړل شي نو هغه کولای شي چې په خپله رښتينی، بهادر، هوښيار، بخيل او د ښو اخلاقو خاوند شي، خو دا ډېره لرې ده چې منصف دی هم اوسي.

اوس دا پوښتنه ولاړيږي چې آيا يو تن کولای شي چې د انصاف مرتبې ته ورسيږي؟

ځواب: هو کولای شي په دې شرط چې دا انصاف به يې د مقابل لوري عکس العمل وي، په دې معنا که يو تن ورسره ښېګڼه وکړي نو دا هم ورسره ښېګڼه کوي، او که هغه ورسره ښېګڼه ونکړي نو دا يې هيڅ کيسه کې نه وي، ځکه د دې طبيعت باندې دا سخته پرېوځي چې انصاف وکړي.

ديل کارنيجي يو امريکايې ليکوال وو، هغه وايې چې ما ۷۸ تنه له قتل څخه ژغورلي، نو ته څه فکر کوې چې څومره خلکو به ترې مننه کړي وي؟ هيڅ يو تن هم نه!

که رښتيا هم څوک غواړي چې د انصاف صفت پکې راشي نو خپل نفس دې په انصاف عادت کړي او له بل څخه دې دا تمه نکوي چې هغه ورسره انصاف وکړي، انصاف هغه وخت منځ ته راځي کله چې انسان له خواهشاتو، کبر، ځان ښودنې او کينې څخه وژغوري.

لويه ستونزه دا ده چې مونږ هر يو  د خپلو ځانونو څارنه نه کوو، او خپلو مخالفينو ته د غلطيو ګوتې نيسو او خپلې غلطۍ را څخه هېري وي، حال دا چې زمونږ غلطۍ زمونږ له مخالفينو څخه زياتې وي. نو په دې اساس که څوک غواړي چې خپل ځان په انصاف عادت کړي نو لومړی دې خپلو غلطيو ته متوجه شي بيا دی د مخالفينو  غلطۍ ښکاره کوي، که خپلو غلطيو ته عذر لټوي بايد د نورو غلطيو ته هم هماغسې عذر  ولټوي، همدارنګه د مخالفينو نېکۍ داسې په نظر کې ونيسي څرنګه چې د هغې غلطۍ په نظر کې نيسي، ځکه د حق خبره ترخه وي.

د حديثو امام علي بن المديني (رحمه الله) څخه د پلار په هکله پوښتنه وشوه چې هغه د حديثو په حفظ کې څنګه دی، هغه ورته وويل چې: د بل چا څخه پوښتنه وکړه، خلکو ورته وويل چې له تا څخه مو پوښتنه کړې ځواب راکړه، بيا يې سر پورته کړی او ويې ويل: زما پلار کمزوری دی!

د دې څخه هدف دا ندی چې يو انسان ساده وي هغه هېر کړی شي، بلکې هر يو کار او خبرې ته يې ډېر فکر وي او په عدل سره خبرې وکړي، د يو کار او خبرې په هکله لومړی خپل انداز ته وګوري بيا د مقابل لوري انداز ته وګوري او له هغه وروسته دې سم او منصف دريځ انتخاب کړي.

لکه څرنګه چې په اوسني وخت کې د انصاف مدعيان ډېر زيات شوي، نو بايد د انصاف علامې وپېژنو تر څو د حقيقي منصف او دعوه کوونکي منصف ترمنځ توپیر وشي، د انصاف کوونکي مهمه علامه دا ده چې کله هغه يوه خبره وکړي او ته د هغې خبرې رد وکړې نو هغه يې قبوله کړي، د مثال په ډول که ستا څخه غوښتنه وکړي چې زما احترام وکړه، نو ته ورته ووايې چې ته زما احترام وکړه نو هغه ستا احترام وکړي، او که در ځنې وغواړي چې هر چا ته حق خبره کوه که څه هم نژدې ملګری دي وي، نو ته ورته ووايې چې ته داسې کوه، نو هغه ستا خبره ومني، دا سړی حقيقي منصف دی.

نن وخت کې داسې خلک ډېر کم پيدا کيږي بلکې زياتره خلک تر دې چې ډېر غوره خلک در سره دېته نه آماده کيږي چې ستا خبره ومني پاتې لا دا چې ته د هغې خبره رد کړې او خپله خبره پرې ومنې.!

که ته غواړې ځان وآزمويې چې ستا چلند له نورو خلکو سره څرنګه دی، نو خپل چلند دې د انصاف په تله وزن کړه، ستا خبرې او کړنې هغه وخت غلطې دي کله چې ته په دې نه خوښېږي چې تاسره هماغسې کړنې او خبرې وشي، ستا اصول او اسلوب هغه وخت غلط دي چې ته نه غواړي خلک له تاسره هماغسې اصول او اسلوب وکاروي.

که پورتنيو علاماتو ته ځیر شو او بيا واقعيت ته نظر واچوو نو دا به معلومه کړو چې ډېر مالداره خلک د خپل مصلحت لپاره خپل امرونه په نورو خلکو چلوي او هغه ته د قانون او اصولو لباس اغوندي، د مثال په ډول که په مکتب کې يو کاريګر خپل کار ته ناوخته راشي نو مدير ورته يو کار وسپاري په دې وجه چې هغه ناوخته کړی، او که خپله ناوخته کړي بيا ځان ته هغه امر نه متوجه کوي، پکار خو دا ده چې خپل ځان ته هم هماغسې امر متوجه کړي.

که يو پلار ځوی ته په سګرټ څکلو سزا ورکوي نو پکار ده چې پلار يې هم سګرټ نه څکي، او که کوم وزير  د خلکو لپاره روغتون ته ننوتلو  قوانين ټاکي پکار دا ده چې لومړی هغه په دې قوانينو عمل وکړي. ځينې ښوونکي د نورو خلکو  زامن وهي خو د خپل ځوی سره بيا هماغسې  چلند نه کوي!

نو د انصاف سمه معنا خپل ځان سره داسې محاسبه کول څرنګه چې له بل سره محاسبه کوې، په خپل ځان باندې هغه قوانين عملي کول څرنګه چې په بل چا يې عملي کول غواړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب