انسان يو پاراداکس موجود دی
ايا انسان ته حيوان ويلی شو؟
انسان ته په حيوان ويلو، خو ګناهګارېږو نه؟
که انسان ته حيوان ويلی شو، نو انسان اهلي حيوان ته ډېر ورته دی که نااهلي؟
رښتيا انسان تر اوسه ناطق حيوان ګڼل شوی، خو اوس ناطق حيوان جوړ شوي؟
د انسان دوه اړخونه کوم کوم دي؟
انسان د خويونو او عادتونو له پلوه رښتيا هم يو پاراداکس موجود دی؟.
په دې ليکنه کې په پورتنيو موضوعاتو سربېره په نورو ډېرو مسايلو هم بحث شوی هيله ده چې خوښ مو شي.
:دا رښتيا ده، چې رښتيا وينا ترخه وي، خو دغه رښتيا زما له پاره يوازې ترخه نه، بلکې د ګناه په څېر ښکارېده، که ددغې وينا ويناوال به هر څوک و، خو چې انسان ته به يې د حيوان کلمه استعمال کړه، نو ما ته به ګناهکار ښکارېده، ځکه چې د انسان په هکله زما زړه او ذهن دا منلي ول، چې:
※ انسان په مخلوقاتو کې غوره او بهتر مخلوق دی.
※ انسان په اخلاقو سمبال او محبت کوونکي ته وايي.
※ انسان له مينې او عاطفې ډک زړه لري.
※ انسان د عقل او شعور په ګاڼه سمبال دی.
※ انسان د غوره اخلاقو او خواخوږۍ جوهر لري.
او تر ټولو غوره دا چې انسان د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله ځای ناستی «خليفه» دی.
د انسان په هکله زما زړه او ذهن همدا پورتني نظريات منلي ول او په همدې ويناوو مې باور و، نو د انسان په هکله دې تيوريو هېڅ خوند نه راکوه، چې: «انسان د بيزو پرمختللې بڼه ده، انسان حيوان دی. انسان ناطق حيوان دی او… ،»
څو ورځې وړاندې ما د ښاغلي «ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک» او «ډاکتر رشمي بهائي زاويري» تر منځ په دې موضوع، چې (انسانانو ته د غوښې خوړل روا دي که ناروا؟) د مناظرې يوه ټولګه، چې [ښاغلي هجرت الله اختيار] ژباړلې ده لوستله، په هغې کې چې د غوښې خوړلو په روا والي او ناروا والي کوم بحث شوی و، نچوړ يې دا دی، چې د هندوانو له مذاهبو او مذهبي کتابونو پرته په بل هېڅ دين او مذهب کې د غوښې خوړل ناروا نه دي بللي شوي، په دې برخه کې همدومره ويل بسنه کوي.
په دويمه برخه کې د طب، ټولنيزو اصولو او اخلاقو له نظره په دې بحث شوی و، چې ((انسان غوښه خوړونکی دی که نبات خوړونکی؟ کوم بايد وي او کوم بايد نه وي؟))
دا چې دغه خبره لږه نوره هم عام فهمه شي، نو غواړم ووايم چې د مناظرې په دې برخه کې د انسان په حيوانيت کې کوم شک پاتې نه و، البته د حيوانيت په اهليوالي او نااهليوالي په کې بحث روان و. د انسان او څاروي او انسان او ځناور په ورته «مشابه» طبعي جوړښتونو او خصلتونو مباحثه وه؛ د بېلګې په توګه:
د طبي څېړنو له مخې:
د انسان کولمه د غوښه خوړونکي ځناور په شان لنډه ده او
ژبه يې د نبات خوړونکي څاروي په څېر همواره ده. يا دا چې د انسان د هضمې سيستم او غاښونه د غوښې او نبات دواړو د خوړلو وړتيا لري.
همدارنګه د غوښې او سبو په ګټو او نقصانونو بحث شوی و چې ما ته په کې داسې کومه ستونزه ښکاره نه شوه، چې انسان دې د خواړو په دوو ډولونو کې له يو نوع خواړو څخه په بشپړه توګه ډډه
وکړي او يو نوع خواړه دې د تل لپاره استعمال کړي.
انسان د خواړو د دواړو ډولونو «غوښې او سبو» د خوراک توان او ظرفيت لري او دواړه اقسام ورته هم ګټور او هم زيان رسوونکي کېدای شي.
د ټولنيزو اصولو او اخلاقو له نظره:
په دې بحث کې ډاکتر رشمي بهائي هڅه کړې وه، چې د غوښې خوړل په انسانانو کې د داسې خويونو او اوصافو پيدا کوونکي او غښتلي کوونکي وښيي، چې د ټولنې او اخلاقو په خير نه دي.
ما چې لومړی خپل او بيا د نورو اسلامي هېوادونو د جرايمو «په ځانګړې توګه د جګړو» د ګراف په کچه فکر وکړو، نو سره له دې چې نبات خوړونکي «هندوان» هم ترې بې غمه نه ول، خو د څو شېبو لپاره راته د ډاکتر رشمي بهائي نظر ځکه سم ښکاره شو، چې په مسلمانانو کې تر بل هر چا د غوښه خوړونکو خويونه او اوصاف ډېر دي، اخلاق يې په صفر کې ضرب شوي او ټولنې يې د جګړو او بدمرغيو ځالې ګرځېدلې دي او دا ټولې بدمرغۍ راته د غوښې خوړلو له امله ښکاره شوې، خو کله چې ما د غيرمسلمو غوښه خوړونکو ملتونو «په ځانګړې توګه د چيني يا چينايي ملت» په حالاتو يو ځغلنده نظر وکړ او و مې ليدل چې چينايان د نبات خوړونکو حيواناتو ترڅنګ د غوښه خوړونکو حيواناتو؛ لکه: سپيو، پيشوګانو او… ، غوښې هم خوري او د جرايمو ګراف هم په کې ټيټ دی، په جنګ، جګړه کې هم له چا سره ښکيل نه دي، نو د انسانانو په خويونو او اوصافو کې راته د غوښې او سبو په اغېز کې داسې کوم ځانګړی توپير ښکاره نه شو، چې انسان دې د خواړو په دواړو ډولونو کې له يو ډول خواړو څخه په بشپړه توګه پرهېز وکړي او يو نوع خواړه دې د ښو اخلاقو او ښې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره يقيني وګڼي.
دا چې د مناظرې په بحث کې زه دې پايلې ته و نه رسېدم چې انسان د کومې بلا نوم دی، نو په دې هکله ما د ځينو نورو اثارو مطالعه پيل کړه، په ډېرو اثارو کې ما د ارسطو دې نظر ته چې: (انسان ناطق حيوان دی) ورته او تائيدونکې نظريات [چې په تفسير کې يې لږ و ډېر اختلاف و] ولوستل؛ دلته يې څو بېلګې رانقلوو:
د ايران د حکمت او فلسفې د ټولنې غړی او د پوهنتون استاد غلام حسين ابراهيمی ديناني د معرفت په خپرونه کې، چې د (چهار سيما) له شبکې څخه خپرېږي، د ((طريق التحقيق سنايي غزنوی)) په تفسير کې وايي:
:::’ له بده مرغه انسان له پخوا څخه خسرواني [سلطنتي] او يوناني حکيمانو ناطق حيوان تعريف کړی، زما په اند هم تر اوسه همدا غوره تعريف دی. انسان حيواني خصلت لري، خو ناطقيت لري، چې هغه ته ارزښت ورکوي، د مکان او زمان له عالم څخه يې لوړوي، نن ورځ اقتصادي حيوان، شاعر حيوان [انسان] ډېر شيان تعريف کړي او هغه سم دي، دا ټول په ناطق والي پورې اړه نيسي، ناطق يعنې عقلمند، انسان ولې صنعتګر دی؟ ولې اقتصادي دی؟ دا په دې چې عقلمند دی… ، ))
غلام حسين ابراهيمی د انسان ناطقيت د هغه عقلمندي بولي خو حيوانيت يې نه رد وي او د عقلمندۍ په سبب ورته عقلمند صنعتګر، اقتصادي او شاعر حيوان وايي. دی د الماني پوه (نيچه) په حواله وايي:
ژباړه: ((…تر اوسه [د انسان په هکله] همداسې ويل شوي، خو دغه عجيب و غريب الماني پوه نيچه نوې خبره کړې، وايي: «انسان تر اوسه پورې ناطق حيوان ګڼل شوی، خو په نننۍ نړۍ کې انسان ناطق حيوان جوړ شوي» [نيچه] غواړي څه ووايي؟ غواړي ووايي، چې انسان خپل عقلانيت د خپل حيوانيت لپاره لګوي. حيوانيت د انسانيت په خدمت کې کړو که انسانيت د حيوانيت په خدمت کې؟ له بده مرغه اوس له ناطقيت څخه د حيوانيت په خدمت کې کار اخيستل کېږي… ،))[1]
د غلام حسين ابراهيمي په وينا کې «انسان حيواني خصلت لري او ناطق يعنې عقلمند» او د نيچه په وينا کې «ناطق حيوان جوړ شوي» جملو څخه داسې څرګندېږي، چې دغه دواړه ښاغلي د انسان دوه اړخيزتوب ته يو ډول اشاره کوي، ناطقيت يا عقلمندي د انسان يو اړخ ګڼي او حيوانيت يې بل اړخ، خو محمد شجاعی بيا په خپله مقاله (کمالات وجودی انسان) کې اشاره نه بلکې په څرګنده توګه د انسان دواړه اړخونه بيانوي او وايي:
ژباړه: انسان يو دوه اړخيز مرکب دی، چې يو اړخ يې مادي او بل اړخ يې غيرمادي دی… ، د انسان مادي اړخ د طبيعت او د حيواني تمايلاتو سرچينه ده او الهی اړخ يې فطرت او د فوق حيواني تمايلاتو سرچينه ده. همدا اړخ انسان ته مقام ورکوي او د همدې مقام له امله پرښتې انسان [ادم عليه السلام] ته د سجدې کولو لپاره ګمارل کېږي… ، د انسان حيواني اړخ ته طبيعت او فوق العاده اړخ ته يې فطرت ويل کېږي. د انسان په وجود کې ددغو دوو قوتونو تر منځ د حاکميت پر سر تل شخړه روانه وي او ددغې جګړې پايله چې هر څه وي، د انسان شخصيت او برخليک ټاکي، يعني که طبيعت د انسان پر وجود حاکم شو، نو انسان يوازې د حيواناتو او نباتاتو ارزښتونو ته تکيه کوي او له هغو پرته بل څه نه غواړي او په پايله کې يې هغه يوازې يو حيواني ژوند لري، خو که فطرت د هغه په وجود حاکم شو، نو هغه د فوق حيواني ارزښتونو غوښتنه کوي او له حيواني وړتياوو څخه هم له فطرت سره سمه ګټه پورته کوي او د طبيعت ګمارل [په کار اچول] يې د فطرت په واک کې راځي. په دې صورت کې انسان انساني ژوند لري او له نورو مخلوقاتو څخه برتر او غوره دی.[2]
د پورتنيو او داسې ډېرو نورو پوهانو او د نظر د خاوندانو په ليکنو کې د انسان په هکله بېلابېل نظريات موجود دي، چې ډېر لږ يې د ارسطو د نظر په تقابل کې دي، نور ټول يې د ارسطو د «ناطق حيوان» بېلابېل تعبيرونه او د انسان د بېلابېلو اړخونو بيانوونکي دي، خو د انسان دوه اړخيزتوب په کې د ډېرو له خوا تائيد شوی دی. د انسان دوه اړخيزتوب د انسان د خالق جل جلاله له مبارک کلام څخه هم څرګندېږي؛ الله جل جلاله فرمايي:
((لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْۤ اَحْسَنِ تَقْوِیْمٍ)) (التين / ايت ۴)
ژباړه: مونږ انسان په ډېره ښه بڼه پېدا كړ.
بېشکه الله جل جلاله انسان ته ډېره ښکلې بڼه او څېره ورکړې. دا خو د انسان يو اړخ شو. ددې ترڅنګ انسان له همدغه ښکلي شکل او صورت سره يو بل ډېر بد او بدرنګه اړخ هم لري او هغه دا، که د حيواناتو له څلور ډلبنديو څخه هر حيوان ته هر څومره ښه ځير شو، نو د هېڅ يو حيوان په ظاهر او باطن؛ يا په څېره او خاصيت او عادت کې به دومره څرګند او د پام وړ تضاد او دوه مخي و نه وينو؛ څومره چې د انسان په ظاهر او باطن، يا د انسان په څېره او خاصيت، عادت، فعل او عمل کې شتون لري. د انسان په ظاهر او باطن کې د ګل او اغزي په څېر تضاد؛ انسان د ښکلې څېرې او ښايسته شکل له درلودلو سره له حيوان څخه بد او بدرنګه کړی دی. د انسان خالق جل جلاله فرمايي:
(… اُولٰٓىِٕكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّةِ ) (البينه/ ۶ ايت)
ژباړه: … دا خلك تر ټولو مخلوقانو ډېر بد دي.
ښه اوس چې د انسان په دوه اړخيزتوب کې شک پاتې نه شو او دا جوته شوه، چې انسان د بديعي صنائعو له ډلې څخه د پاراداکس صنعت ته ورته يو موجود دی، نو غوره ده، چې لومړی پاراداکس او بيا پاراداکس انسان وپېژنو:
پاراداکس او پاراداکس موجود
پاراداکس، پاراډاکس يا پارادوکس د بديعي ښايستونو له جملې څخه د طباق يا تضاد صنعت يو داسې ډول دی، چې متکلم يا شاعر په خپل کلام کې دوه تضاد حالتونه سره ټکروي او يو درېيم حالت ترې رامنځته کوي.
يا: پراداکس د دوو متناقضو خواوو داسې يوځای کولو ته وايي، چې يوه نوې معنا وزېږوي؛ لکه د دوو رنګونو له يوځای کولو څخه، چې يو بل نوع رنګ رامنځته کېږي يا د شيدو او چای له يو ځای کولو څخه چې د شيدو چای «شيرچای» جوړېږي. يا لکه د شپې او ورځې له يوځای کېدو څخه چې سهار او ماښام رامنځته کېږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ددغه پاراداکس موجود يو حالت يا يوه خوا خو حيوان شو، ضد يا بل حالت او بله خوا يې څه شی دی؟
ويل کېږي (انسانيت د ملکوتيت او حيوانيت مينځ دی). نو په دې اساس ويلی شو، چې د انسان دوه مخي او دوه رنګي يا په ده کې د خوبيو او بديو يا ښلاګانو او بدرنګيو تضاد ځانګړنې ښايي د ملکوتي او حيواني تضادو جوړښتونو، خصلتونو او صفتونو د يو ځای والي او ټکر له امله راپيد شوې وي.
الله جل جلاله په خپل کلام کې د انسان د ښه والي او بد والي دواړو ذکر کړی او په ښه والي يې د ټولو انسانانو بابا حضرت آدم عليه السلام ته تر ملايک هم ډېر لوړ مقام ورکړی، د بقرې سورت په ۳۴ مبارک ايت کې يې فرمايلي:
((وَ اِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا…، ))
ژباړه: او كله چې مونږ پرښتو ته امر وكړ چې ادم ته سجده وكړئ، نو دوی سجده وكړه…، [د بقرې سورت/۳۴ ايت]
همدې ته ورته د (ص) سورت په ۷۱-۷۲-۷۳ مبارکو اياتونو کې الله جل جلالـه فرمايلي:
اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۷۱ فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَ نَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ۷۲ فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَۙ۷۳
كله چې ستا رب پرښتو ته وويل، چې زه له خټې نه د يو بشر پيدا كوونكى يم، نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه كښې له خپل [پيدا کړي] روح نه پو كړم، نو تاسې د هغه په وړاندې په سجده پريوځئ. له دغه حكم سره سم پرښتې ټولې په سجده پريوتلې.
له همدې امله ځينې معتقدين انسان ته اشرف المخلوقات وايي، چې پرښتو ورته د تعظيم سجده کړې؛ د عقل او ارادې څښتن دی؛ د تدبير ځواک او عاطفه لري، الله جل جلالـه ورته د ځمکې پرمخ د خلافت مقام ورکړی او… ،
د اشرف المخلوقات مفهوم ته که وګورو پرښتې د الله جل جلاله مخلوق دی او انسان د مخلوقاتو غوره او بهتر مخلوق ياد شوی، خو څنګه چې انسان په ښه والي او خوبيو له ملايکو غوره ياد شوی، همدارنګه په بدوالي او بديو بيا له حيوان څخه ډېر بدتر ياد شوی، الله جل جلاله فرمايي:
اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ١ؕ اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا۠ (الفرقان/۴۴ ايت)
ژباړه: ايا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغوی څخه هم هاخوا لار وركي دي.
د پورتني اوږده بحث لنډيز او نچوړ دا وګڼئ، چې انسان د خپلو کړنو په څرنګوالي پورې مقيد دی؛ که کړنې يې ښې معروفې او زيبا وې، نو له ملايکو هم غوره او بهتر دی او که کړنې يې بدې، قبيح او زشتې وې، نو بيا ورته حيوان ويل څه چې حيوان ګڼل يې په کار دي. حمزه بابا وايي:
هغه زه چې تاته مخ کړم حقيقت يم
هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز يم
يعنې که انسان خپل خالق ته مخ کړي، نو په ريښتينې معنا انسان دی، خو که خپل خدای ته يې شا کړه، نو بيا مجازاً، يا په څېره او بڼه انسان دی، خو په حقيقت کې حيوان او له حيوان څخه هم بدتر دی. نور مو وخت نه نيسم، هيله ده، چې دغه پاراداکس موجود او دده دوه اړخيزتوب مو څه ناڅه پېژندلی وي.
درنښت
د انسان په سمه مانا د انسان کېدو په هيله
[1] – غلام حسين ابراهيمی ديناني(۱۳۹۵ل) انسان در دنيای امروز، ناطق حيوان شده است/ منبع: خبرګزاري مهر/Google.
[2] – محمد شجاعی (کمالات وجودی انسان) منبع: قبسات 1378 شماره 13 [او] پرتال جامع علوم انساني/ Google.