امربالمعروف نهي عن المنكر تعریف

داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي.

 د معروف او منكر تعريف :

علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى .

١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك)

٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك)

٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير )

٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب