امام سید ابوالحسن علی حسنی ندوی (رحمه الله)
هغه د اسلام هوښیار بلونکی (دعوتګر)، ستر متفکر، لارښود، برلاسۍ أدب پوه إمام سید أبوالحسن علی حسنی ندوی (رح) د پلار نوم یې عبدالحي او د نیکه نوم یې فخرالدین حَسني(رح) دی.
امام ندوي په (۱۳۳۳ هـ ۱۹۱۳م) کال د (تکیه کلان) په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولي دي چې د هندوستان هیواد د (اوتار پردیش) ولایت د (رای بريلي) اړوند سیمه ګڼل کېږي.
هغه تر نَه کلنۍ پوري د خپل مهربانه پلار شیخ عبدالحي حَسني (رح) د پالني په چوپړ کې وو، هغه شخصیت چې د (الاِعلام بمَن في تاریخ الهِند مِن الأعلام) مؤلف او همدارنګه په عربي او اُردو ژبو کې د ډيرو نورو تاریخي او ارزښتناکو أثارو مؤلف تير شوی دی. او کله چې د هغه پلار وفات شو په ډيره ښه توګه د خپل مشر ورور ډاکتر عبدالعلي حَسني او خپلي هوښياري، پرهیزګاري او لوستي مور تر پالني لاندي ترهغي پاته شو ترڅو یې خپلي لمړنۍ زده کړي بشپړي کړي.
هغه بیا د (ندوة العُلماء) دارالعلوم ته لاړ او هلته یې د سترو استادانو څخه د عربي ژبي او شرعي علومو زده کړي وکړي چې له هغي جملي: علامه محدث سید حسن خان طونکی، علامه شیخ محمد تقی الدین هلالی مراکشی نومونه اخیستلای شو.
هغه څه موده په (دِیُوبَند) دارالعلوم کې هم تير کړل او د شیخ حسین احمد مدني (رح) څخه یې د حدیثو مبارک علم ترلاسه کړ او بیا یې لاهور کې د (علومُ القرآن) معهد کې د شیخ احمد علي لاهوري څخه د ټول قرآن کریم تفسیر ولوست.
امام سید ابوالحسن ندوي (رح) د تفسیر او عربي ادبیاتو په علومو کې د تخصص درجي ته ورسید او بیا په (ندوة العُلماء) دارالعلوم کې د تفسیر او عربي ادبیاتو د ښوونکي په توګه وګمارل شو او څه موده یې د حدیث شریف تدریس هم کاوه.
هغه د زده کړي او تدریس له پړاونو وروسته د جماعت التبلیغ نړیوال دعوت سره یوځاي شو چې ستر دعوتګر مولانا محمد الیاس کاندهلوي (رح) یې بنسټ ايښی وو. هغه د الله(ج) په لار کې ووُت او په خپلو لیکنو، نصیحتونو، بیانونو سره یې تل ددي اصل (أدعوا اِلی سَبِیلِ رَبِّک بِالحِکْمَة وَالمَوعِظة الحَسَنَة) په هوښیارۍ او نیک پند د خپل رب لاري ته بلنه کوه، په پام کې نیولو سره خلک اسلام، اخلاق او د دعوت الی الله رغونکي لاري ته رابلل. او همدارنګه هغه د یوه پياوړي استاد او غښتلي محاضر (درس وړاندي کونکي) په توګه په نړیواله توګه پيژندل شوی وو او په ډیرو نړیوالو پوهنتونونو، علمي ټولنو، اسلامي بنسټونو، بیلابیلو کنفرانسونو، غوڼدو او ناستو کې بلل شوی او ګډون کړی وو.
امام ندوی (رح) څه موده د ندوة العلماء دارالعلوم د زده کړه نیزي څانګي د عالي شورا مشر وټاکل شو، او بیا د ندوة العلماء د مشرتابه مسئولیت ور دغاړي شو او د عمر تر پایه یې دندوة العلماء د مسئول او مشر په توګه دنده ترسره کړه او هم مهاله یې په هند کې دننه او بهر د څو نورو سترو علمي، او اسلامي بنسټونو مشرتوب کاوه.
د هغه ځيني مقامونه او مسئولیتونه:
انګلستان کې د آکسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د مرکز د مشرتابه هیئت رئیس؛
د هندوستان هیواد د مسلمانانو د شخصي احوالو ټولني رئيس؛
هند کې د (لکهنو) د اسلامي، علمي ټولني رئيس؛
عربستان هیواد پلازمینه ریاض کې د (رابطة الأدب الاِسلامي) د نړیوال سازمان رئيس؛
مکه مکرمه کې د (رابطة العالم الاِسلامي) د بنسټ ایښودونکو سازمان د شورا غړی؛
د اردن، مصر، سوریه او نورو عربي هیوادونو د عربي ژبي د ټولنو غړی.
استاد ندوي (رح) د یو پوره عُمر (هڅو او دعوت) وروسته په ۱۴۲۰ هـ ق کال د روژي میاشتي په ۲۲ چې د زیږدیز (۱۹۹۹ کال ډسمبر ۳۱) سره سمون خوري د (قرآنکریم د تلاوت په لړ کې) د زړه د حملي له امله د خپل سترڅښتن رحمت ته ور ودانګل. رحمه الله و تغمده في واسع جناته.
امام ابوالحسن ندوی (رح) په اسلامي ویښتابه، دعوت، عربي ادبیاتو، سیرت، ژوندلیکونو او نورو ارزښتناکو موضوعاتو کې ډیر ګټور آثار او تألیفات وړاندي کړي چې د بیلګي په توګه دا لاندي آثار یادولای شو:
ماذا خسر العالَم باِنحطاط المُسلمِین؛ رِجالُ الفِکر والدعوة في الاِسلام (څلور ټوکه)؛ السیرة النبویة؛ المدخل اِلی الدراساة القرآنیه؛ الصِراع بین الفکر الاِسلامية والفکرة الغربیة في الأقطار الاِسلامية؛ الأرکان الأربعة في ضوء القرآن والسنة، أعلام المسلمين و مشاهيرهم، الاخوان المسلمین و…
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه و نور عرشه محمد صلی الله علیه وسلم
عبدالجبار مطمئن – فراه