الله (ﷻ) بښونکی دی او که غچ اخیستونکی؟
پوښتنه : قرآن کریم څو څو ځایه وايي چې الله (ﷻ) ډېر زیات رحم والا او بښونکی ذات دی خو ډېر ځای دا هم وايي چې هغه ذات سخته سزا ور کوونکی ذات دی . نو ایا هغه بښوونکی دی او که غچ اخیستونکی؟
ځواب:
۱ . الله (ﷻ) د ډېر زیات رحم څښتن ، بښوونکی او سزا ور کوونکی دی :
قران کریم په ډېرو ځایونو کې وايي چې الله (ﷻ ) تر ټولو زیات رحم والا دی . د سورت التوبة څخه پرته د قرآن کریم پاتې ټول ۱۱۳ سورتونه په (بسم الله الرحمن الرحیم ) پیلېږې چې مانا یې همدا ده چې الله (ﷻ ) ډېر مهربانه او ډېر زیات د رحم څښتن دی .
همدارنګه الله (ﷻ ) بښونکی ذات دی او دا ذکر هم د قرآن کریم په ډېرو ځایونو کې شوی دی د ساري په توګه د النساء سورت ۲۵ ایت شریف او د المائدة سورت ۷۴ ایت شریف چې په کې الله ( ﷻ ) فرمايي:
النساء سورت ، د ۲۵ ایت شریف یوه برخه
وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ژباړه : الله (ﷻ ) بښونکی او مهربان دی .
المائدة، د ۷۴ ایت شریف یوه برخه
أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُۥ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ژباړه: نو ايا دوى الله ته توبه نه باسي او له هغه څخه بښنه نه غواړي؟ الله ډېر بښونکی او رحم كوونكى دى.
ددې تر څنګ چې الله (ﷻ) ډېر مهربانه او د رحم څښتن دی ، الله ( ﷻ) هغو کسانو ته چې د سزا وړ دي، ډېر سخت سزا ورکوونکی ذات هم دی .
قرآنکریم څو څو ځایه دا خیره یاده کړې ده چې الله (ﷻ) به کافرانو ته ، د الله (ﷻ ) د اوامرو او د اسلام د دین نه منونکو ته سخته سزا ورکړي .
د قرآن کریم ګڼ شمېر ایتونه د سزاګانو هغه بېلابېل ډولونه ذکر کوي چې الله ( ﷻ ) به یې په دوزخ کې دهغه د اوامرو نه منونکو ته ور کوي.
لاندې ایت شریف د بېلګې په ډول وړاندې کوم:
النساء سورت، ۵۶ ایت شریف
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِـَٔايٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا
ژباړه: كومو خلكو چي زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار کړيدى، هرومرو به يې اور ته ننباسو؛ او كله چي د هغوى د بدن پوټكي والیېل (وسوځول) شي؛ نو د هغو پر ځاى به نور پوټكي ورکړو چي د عذاب خوند ښه وڅكي. الله ډېر زورور دى او د خپلو فېصلو د عملي كولو په حكمت ډېر ښه پوهیږي.
۲ . الله (ﷻ ) عادل ذات دی:
ددې پوښتنې لنډ ځواب چې ایا الله ( ﷻ) بښوونکی او مهربانه ذات دی او که غچ اخیستونکی، په دې ډول دی چې الله ( ﷻ ) عادل ذات دی او کله مو چې وویل چې الله ( ﷻ ) عادل ذات دی نو بیا دا حتمي ده چې الله (ﷻ ) سره له دې چې مهربانه او بښوونکی ذات دی ، سزا ورکوونکی هم دی خو هغوی ته چې ناوړه عملونه تر سره کوي او ددې وړ دي چې سزا ورکول شي . د عدالت مانا همدا ده چې هر چا ته د هغه حق ور کول شي. دا چې الله ( ﷻ) عادل دی ځکه خو ځینو ډېرو سرکښو انسانانو ته باید سزا ورکړي. الله (ﷻ ) فرمایي:
النساء سورت ، ۴۰ ایت شریف
إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا
ژباړه: الله پر هيچا د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي؛ څوك چي يوه نېکي وکړي، الله هغه څو برابره زياتوي او بيا له خپل لوري څخه ستر ثواب ور په برخه كوي؛
په الانبیاء سورت کې الله ( ﷻ ) فرمايی چې :
سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء ۴۷ نمبر آیت
وَنَضَعُ الْمَوٰزِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفٰى بِنَا حٰسِبِينَ
ژباړه: د قيامت په ورځ به موږ برابري تول كوونكي تلي كېږدو. بيا به پر هيچا يو بڅرى ظلم نه وي. د چا چي د سپیلني د دانې په اندازه هم څه کړه وړه وي، هغه به موږ ور مخي ته کړو او د حساب كولو لپاره موږ كافي يوو.
ددې مثال داسې دی چې که چېري یو ښوونکی په ازموېنه کې خپل یو زده کوونکی په نقل کولو ونیسي او بیا ورته وایي چې ځه بچیه ، زه ډېر زړه سواندې یم او بېغمه خپل نقل کوه نو دا کار به ددې لامل شي چې نور زده کوونکي نوموړي ښوونکي ته بې انصافه ووايی ځکه چې دلته د ښو او بدو توپیر ور کېږي او په دې ډول به ټول زده کوونکي نقل کولو ته وهڅېږې او پایله به یې دا راووځي چې زده کوونکي به ظاهراً لوړې نمرې واخلي مګر په حقیقت کې به هغوی ټول ډېر ټمبل وي.
د الله ( ﷻ) د مهربانۍ ، رحم او سختې سزا ورکونې خبرې ټولې سمې دي.
الله (ﷻ) په دې دنیا کې پر خپلو ټولو بندګانو باندې له حد څخه زیات رحم کړی دی . هغوی ته یې ښکلي څېرې او بدنونه او بې شمېره زیات نور دنیوي نعمتونه ور په برخه کړي دي او دا ټول دا ثبوتوي چې الله (ﷻ ) له حده زیات د رحم څښتن دی . بیا الله (ﷻ ) دې انسانانو ته د ژوند تېرولو لاره راولېږله چې په رڼا کې یې ژوند تېر کړي او دا تګلاره د اسلام دین دی اوس هغوی چې کوښښ کوي په دې لاره لاړ شي خو بیا هم کله نا کله بې لارې کېږي او بیا وروسته پر خپلو کړنو پښیماني څرګندوي او الله ( ﷻ ) ته توبه وباسي نو الله ( ﷻ) پر داسې خلکو هم خپله مهرباني کوي او د هغوی د نېکو عملونو په وجه د هغوی ځیني ناوړه عملونه هم بښي او دا ددې خبرې ثبوت دی چې الله ( ﷻ) بښوونکی ذات دی او له خپلو بندګانو سره ډېر کلک حساب نه کوي د الله ( ﷻ ) په بندګانو کې داسې ظالم انسانان هم کم نه دي چې د الله ( ﷻ) د دومره زیاتو ور پېرزو کړو نعمتونو تر څنګ بیا هم د خپل ټول عمر لپاره د هم هغه ذات پر ضد کړنې او کارونه کوي چا چې نوموړی پیدا کړی دی او بیا یې د هوساېني لپاره ورته دومره لوی کاینات خلق کړي دي . د داسې خلکو بښل هم لازمه نه ده نو ځکه الله ( ﷻ) وايي چې زه به داسې خلکو ته سخته سزا ورکړم چې په خپل ټول عمر کې پر سمه لار برابر نشي.
۳ . دا دنیا د اخرت لپاره ازموېنه ده :
ددې دنیا ژوند لکه څنګه چې په الملک سورت کې الله (ﷻ) فرمايی د ازموېنې په موخه دی او ازموېنه مکافات هم لري او مجازات هم په نوموړي ایت شریف کې الله (ﷻ) فرمايي :
(الملک سورت ، ۲ ایت شریف
الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيٰوةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ
ژباړه: هغه ذات چي مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چي تاسي وازمايي، وګوري چي ستاسي څخه كوم يو ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.
که چېر ته الله (ﷻ) ټول انسانان پرته د هغوی د کړنو په نظر کې نیولو سره وبښي او هیچا ته د هغه د بدو کړنو له امله سزا ورنه کړي نو بیا به بنده ګان د الله (ﷻ) اوامر نه مني.