نوي ليکوالان له ليکوالۍ مخکې بايد څه وکړي؟

په پښتو ادب کې د پخوا په پرتله اوس د شعر تر څنګ ليکوالي هم په پراخېدو ده.

ډير ځوانان په دې هڅه کې دي چې ليکوالي وکړي او د خپل زړه او فکر خبرې د يوې ليکنې په بڼه د خلکو تر غوږونو ورسوي، که څه هم دا يوه ښه لاسته راوړنه ده؛ خو بيا هم په ابتدايي ليکوالانو کې يې ډير کم داسې دي چې په معيار برابرې ليکنې کوي.

اوس يو شمير ابتدايي ليکوالان حوصله نه لري، او د ليکنې له ليکلو څخه يې ډيره تلوسه د ليکنې خپرېدو ته وي چې په همدې ترڅ کې يې ليکنه له دوهم ځلي او دريم ځلي نظر تېرولو او له اصلاح کولو پرته نشر ته سپاري؛ د ويب پاڼو ، ورځپاڼو او مجلو ايډيټران هم ځينې وخت چې دو ی يې د وخت کموالی ښيي د داسې ليکوالانو ليکنې نه خپروي، خو که بيا يې خپرې کړي او لوستونکي ددغه ليکوال ليکنه ګوري نو له څو جملو لوستلو وروسته د ليکوال  پوهه او شخصيت په ليکنه کې څرګنديږي، او د ناکره پښتو او د جملو د ګډوډ جوړښت له امله يې د ليکنې نورو لوستلو ته زړه نه کيږي او همداسې يې پريږدي.

هر هنر او کار څو مرحلې لري چې د هغو په ترسره کولو سړی پړاو ته رسيږي، چې په ليکوالۍ کې هم دا بېلابېلې مرحلې شته دي؛ خو تر ټولو مهمه چې هغه بايد له ليکوالۍ نه مخکې ښه زده شي او پخه شي، هغه د کره املاء او انشاء زده کول دي.

تاسو که چيرته د نويو ليکوالانو ليکنې ګورئ نو ډير به له داسې پېښو سره مخ شوي ياست چې ليکنه له لږ کتلو وروسته پريږدئ او نور مو مخکې لوستلو ته زړه نه کيږي، په همدې توګه د ليکوالانو شخصيت ته هم زيان رسيږي او ليکنې يې بيا تر عمره څوک نه لولي ځکه چې لوستونکي تر اخره فکر کوي چې دا هماغسې د لومړي وخت په څېر خامه او ناکره ليکنه لري.

د اوسني وخت په ليکوالۍ کې تر ټولو ستره ستونزه د ناکره ليکدود ده چې متاسفانه  زمونږ  د يو شمير مشرانو ليکوالانو ليکنې هم همدا ستونزه لري چې يا خو به ليکوال کره ليکدود ته پام نه کوي او يا به هم له کمپوزر څخه دغه نيمګړتياوې له حل کولو پرته پاتې کيږي.

په ليکنه کې د ټولو کلمو او جملو د ښه ترتيب ترڅنګ بايد د پښتو پنځو واړو يا ګانو(ی، ي، ې، ئ، ۍ) او همدا راز ليک نښو ته هم پاملرنه وشي؛ ترڅو د ليکنې  د بدرنګۍ سبب ونه ګرځيږي.

مونږ او تاسو ګورو کله چې يو عام ليکوونکی  ليکل کوي، عادي يې کوي د چا پام ورته نه را اوړي؛ خو چې کله يو خطاط ليکل کوي، نو خلک يې په ډير دقت ګوري او هنر يې ستايي، مګر که همدغه خطاط بيا ښايسته ليکل هم غلط وکړي بيا هم ترې د خلکو پاملرنه اوړي.

نو همدغه ډول مثال د ليکوال د ليکنو هم دی، که چېرته يو څوک يوه لنډه  ليکنه وکړي، په ناکره او ګډه وډه املاء  يې وکړي نو د لوستونکو پام ورته نه را اوړي، خو که يو ليکوال يوه نسبتاً اوږده ليکنه هم وکړي، خو کومه املايي او انشايي ستونزه ونه لري خلک يې په شوق لولي او استفاده ترې کوي.

ددې له پاره چې ابتدايي ليکوالان ښه وځليږي او غواړي چې ليکنې يې هرڅوک ولولي نو لومړی دې خپله املاء او انشاء ته پام وکړي او کوښښ دې وکړي چې په کره پښتو ليکل وکړي او که کومه ليکنه کوي، يو بل چاته دې وښيي ترڅو يې هغه وګوري او ستونزې او غلطۍ يې اصلاح کړي، چې بيا به وخت په وخت د ابتدايي ليکوال په ليکنو کې ښه والی راځي او پخيږي به له يوې خوا به يې خپلې ليکنې اصلاح شوي وي او له بل لوري به يې خلکو ته پيغام په ښه بڼه رسولی وي.

په دې هيله چې نوي ليکوالان د ليکنو د کميت په ځای د ليکنو کيفيت په نظر کې ونيسي او په ښه توګه پښتو ادب ته خدمت وکړي.

ليکوال: مشفق حريت مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب