الشیخ الدکتور محمد فتحي الرفاعي: باعمله عالم او درڼا خپرونکی

شيخ فتحي الرفاعي دمصر داسلامي حرکت (اخوان المسلمین) له لومړنیو سرخیلو څخه ؤ چې داسلامي امت په سطحه یې دښوونې او تعلیم په برخه کې نه هیریدونکي تلپاتې خدمتونه ترسره کړي دي.

فتحي الرفاعي دمصر په دهقلیه سیمه کې زیږدلی ؤ، لومړنۍ زده کړې يې دقرآن کریم له حفظ نه پیل کړې چې په لس کلنۍ کې يې په خپل کلي کې قرآن کریم حفظ کړ، وروسته د الازهر په نړیوال پوهنتون کې له مختلفو دورو تر تیریدو وروسته د دکتورا په اخیستلو بریالي شو.

هغه له لومړي ورځې له تعلیم او زده کړې سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او د عمر اکثره ګړې يې د علم په زده کړه او نوروته د هغه په رسولو کې تیرې کړې، همدا راز بې شمیره کتابونه یې ولیکل چې اکثره یې د ښوونځيو نصابي کتابونه دي.

شیخ فتحي الرفاعي دشوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال د هجرت چاپریال ته راغی او د افغانان ماشومانو او ځوانانو تعلیمي اړخ ته يې خپل ټول پام ور واړاوه، هغه یو مشهور انستیتیوت چې د همده په خپل نامه یادیده، جوړ او په هغه کې يې د افغانان ځوانانو (چې د جهاد او هجرت په چاپریال کې له زده کړو لرې پاتې وو) سالمې روزنې او ښوونې ته یو پراخه ډګر پرانیست.

د دې ترڅنګ هغه له افغانانو سره په نورو برخو کې هم هر اړخیزې مرستې کولي، او د شهید عبدالله عزام سره خوا په خوا د مختلفو خیریه ټولنو له لاري يې له مهاجرینو سره مرستې کولې.

فتحي الرفاعي:

 

دمجاهدینو دتنظیمو دیو والي لپاره هم ډیرې او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي، له ټولو جهادي تنظیمونو سره یې هر اړخیزه مرسته کوله او په مختلفو ځایونو کې يې ډیر مکتبونه جوړ کړل.

د هغه دژوند ډیره برخه د مصر د طاغوتي نظامونو په زندانونو کې هم تیره شوي او اکثره عمر يې له مصر نه بهر تیر کړي وو، چې د عمر تر وروستیو ورځو هم د سعودي عربستان د مدینې منورې په مبارک ښار کې د تعلیم او تعلم پر دنده بوخت ؤ.

شیخ الرفاعي په ۸۵ کلنۍ کې هم ډیر تکړه او دښه صحت لرونکي ؤ، او لکه د ځوانۍ مهال په دعوات، تعلیم او نورو خیریه کارونو کې داسې فعال ؤ چې ډیرو ځوانانو له هغه سره په دې کار کې سیالي نه شواي کولي، کله چې ترې نه وپوښتل شول چې ستا د دې همیشنيو هڅو او روغتیا راز په څه کې دي، هغه وویل:

قیام اللیل (دشپې تهجد)، صدقې او خیراتونه ورکول او له الله جل جلاله نه ویره او له ګناهونو نه لرې والی…

دحمعیت اصلاح مرکزي شورا او د جمعیت اصلاح ټول غړي د دې ستر داعي او دالله د لارې بې ریا مجاهد پر مړینه غمجن او د الله جل جلاله په فیصله راضي دي او د هغه مرحوم مجاهد کورنۍ، او لارویانو ته د لوي اجر او جمیل صبر غوښتنه کوي.

الله جل جلاله دې درجې لوړې کړي او د هغه خیر بدل دې اسلامي امت ته په نصیب کړي

(إنا لله وإنا إليه راجعون)

۲۰۱۲ جولای

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button