ګجوخان بابا

دپښتنو مشر او د پښتنو دتاریخ لیکوال

ګجو خان چې کله په تاریخونوکې يې نوم خان ګجو هم راغلی دی دیو سفزو ، مندړو ،خښی ، محمدزیو،اتمان خیلو ،ګدون او تر کلاڼو دقبیلو نو میالی مشراوملک و چې دهند دپښتون واکمن شیرشاه سوري معاصر و او دملک احمد او شیخ ملي وروسته دی په یوسفزیو کې مشهور مشر تیر شوی دی. ویل کیږي په هغه جګړه کې چې۹۵۷ لیږدیزکا ل کې ددلازاکو دقبیلې سره په شیخ ټپور (زاړه نو ښار)کې وشوه، ده دټولو خښي ،محمدزیو ،اتمان خیلو ،ګدون او ترکلاڼیو پښتني قبیلو نه یو لک زلمي د جګړې لپاره حاضر کړل او دباجوړاودیوسفزیو اوسنۍ ټوله سیمه یې ونیوله او دلازاک یې له هغه ځایه وشړل او هلته یې دشیخ ملي قانون دځمکو په ویش کې جاري کړ .

دافغانستان دپیاوړي مورخ ارواښاد استاد علامه عبدالحی حبیبي کندهاري په قول نامتو ختیز پوه مارګیسټرن لیکي چې میجر راورټي دپښتو ډيکشینرۍپه سریزه کې لیکلی دي چې دده سره دخان ګجویو پښتو تاریخي کتاب هم شته چې دپښتنو تاریخي حوادث او پيښې پکې بیا ن شوي دی او ددغه تاریخي کتاب دلیکنې وخت ۹۰۰ لیږدیز یا ۱۴۹۴ زیږدیز کال ښودل شوی دی چې اوس دغه کتاب نشته ،خو ښایی دبریتانیی په کوم میوزیم کې به خوندي وي.دتاریخ حیات افغانی لیکوا ل ډپټی محمد حیات خان او هم دپټهان دکتاب لیکوال سر اولف کیروهریوه په خپلو کتابونوکې دخان ګجو بابا یادونه او ذکر کړی دي .
دخان ګجومزار اوس هم دسوابۍاو مردان تر مینځ په یوه لویه غونډۍ پوت دی چې دخان ګجو بابا په غونډۍ سره یادیږي چې دشاه منصور نه شپږ میله واټن ( فاصله ) لري .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب