د افغانستان، نړۍ، اسلام او… په زړه پورې معلومات ۳

۴۱ـ د لېدو او اورېدو مرکز په سترګو او غوږ کې نه بلکې په دماغ کې دی.

۴۲ـ د قسطنطیي یا اوسني استانبول دروازه لومړی عبدالله بن کلیب په توره وټکوله.

۴۳ـ په زانګو کې لومړنی او اخرنی ماشوم عیسی عليه السلام وو چې خبرې یې وکړې.

۴۴ـ یواځيني انسانان چې بې له مور او پلاره پیدا شوی دي عبارت دې له : آدم – عليه وسلم – مور او پلار نه درلودی، حواء انا مور نه درلوده عیسی عليه السلام پلار نه درلوده.

۴۵ـ د نړۍ کوروي نقشه لومړی الشریف الادریسي ولیکله.

۴۶ـ لومړی قتل د آدم عليه السلام زوی قابل وکړ چې خپل ورور هابیل یې وواژه.

۴۷ـ عربي طبابت په لومړی ځل اروپا ته قسطنطیني افریقایې نقل کړ.

۴۸ـ لومړی اټومي بم د امریکا هیواد د جاپان په خلګو وکاراوه.

۴۹ـ په مصر کې یوه انساني مجسمه چې په چارزانو شکل ناسته معلومېږي د میلاد څخه ۲۵ کاله وړاندې جوړه شوېده.

۵۰ـ تر ټولو زوړ روغتون په سوریه کې شتون لري چې د النوري په نوم په ۶ هـ پیړۍ کې جوړ شوی دی.

۵۱ـ د مصر د فرعون د زمانې په لوی هرم کې ۱۵۰۰۰۰۰ ډبرې کار شوې دي.

۵۲ـ په مصر کې د السکندریې مناره شاوخوا ۱۵۰۰ کلونه د استفادې وړ وه.

۵۳ـ په نړۍ کې تر ټولو اوږد  دېوال په چین کې دی چې شاوخوا ۳۲۰۰ کیلومتره اوږد ۳ متره جګ او ۲۵۰۰۰ برجونه لري، په ۱۱ کلونو کې د یو امپراطور لخوا جوړ شو.

۵۴ـ په اصحابو ـ رضي الله عنهم – کې تر ټولو ډېر ژوند سلمیان فارسي رضي الله عنه وکړ، چې عمر یې ۲۵۰ کاله وو.

۵۵ـ ځمکه هغه وخت له مداره وځي چې لمر جاذبه قوه له لاسه ورکړي.

۵۶ـ د میږي دماغ تر خپل بدن لوی دي.

۵۷ـ نازي جرمنیانو په ۱۹۳۴ کال کې ۲۵۰۰۰ کتابونه وسوځول.

۵۸ـ لومړی کس چې بیت الله شریفې ته یې پوښ ورکړ اسعد الحمیري وو.

۵۹ـ برطانویانو په ۱۸۱۴ کال کې د واشنګټن ټول ښار وسوځاوه.

۶۰ـ سلطان صلاح الدین ایوبي د اسلامي امت د یوځای کېدو په موخه پر ۲۷ پادشاهانو بریالی شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب