اشتباه | شعر
یو ځلې وشوه له ساده وو څخه سره اشتباه
بیا ملایکو څخه پېښه شوله شنه اشتباه
اشتباه څه ده ؟ نتیجه یې د غم سر ته رسي
که څه د ورځې وي یا هم وشي په شپه اشتباه
پرون دې مړ کړم ، نن مې وژنې او سبا مې وژنې
د تا خو نه ده ژوند کې خانه دا یوه اشتباه
موږ ساده زړي د پتنګ غوندې پرې وسوځېدو
ور غاړې وتو رانه وشوه په ډیوه اشتباه
اخر به ړنګ کړي اسوېلي ستا د غرور برجونه
موږ یې د اوښکو په رنګ لیکو ته کوه اشتباه
د وخت واکمنه ګوره پام چې هېڅ خطا و نه کړې
د حاکمانو حسابېږي یو پر دوه اشتباه
د سم سړي او نه سړي پر توپیر پوه دي خلک
زه به یې رېبم ته د بام په سر کره اشتباه
د رقیبانو منځ کې ګیر یمه را غاړې وځه
راشه په ټول عمر کې وکړه دا خوږه اشتباه
د زړګي ټوله شتمني مې نذرانه کړه له یار
ژوند کې مې وکړه دغه سخته او پخه اشتباه .
محمد اسماعيل يون