په ‌‌‌‌‌‌آسانه او ارزانه بیه مو د خولې او پښو بد بوی د تل لپاره ختمولی شئ

ټول بدن نه بلکه د بدن ځینې برخې بد بوي تولیدوي. د تنګ او تړل شوی بوټانو له امله د نارینه پښې بد بوي کوي او خوله بیا د ځینې خواړه او معدې مختفې ناروغۍ له امله بد بوي کوي.
د بدن د مختلفو برخو بد بوي له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول کیمیاوي درمل شتون نه لري خو یو څو کورني ټکي پام کې نیولو سره د خولې او پښو له بد بویي څخه ځان ژغورلی شئ.

اوبه: له زیات نه زیات اوبه وڅښئ. د بدن د اړتیا وړ اوبه څښل د خولې د بد بوي یو له غوره درملو څخه دی. کله چې بدن د اوبو له کموالي سره مخ شي نو په خوله کې د لاړو جوړولو وړتیا کمزوری کیږي او همدا په خوله کې د بد بوي لامل ګرځي.
ويټامین سي: مالته، لیمو او نور ویټامین سي لروونکي خواړه خوله تازه ساتي او په دې ډول د خولې د بد بوي په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

مڼه: کله چې مڼه د غاښونو په وسیله پرې کوو نو خوله کې د لاړو جوړولو عملیه ګړندی کیږي کوم چې په طبیعي ډول د خولې له پاکولو سره د خولې بد بوي هم له منځه وړي.
د دار چیني چای: دار چيني له نورو بې شمیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. د دار چیني چای د انسان خوله او نفس تازه ساتي نو له همدې امله په ورځ کې یو ځل د دار چیني چای څښل مه هیروئ په ځانګړی ډول هغه کسان چې د خولې له بد بوي څخه کړیږي.

پودینه: پودینه د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي چې له همدې امله د غاښونو مختلفو کریمونو کې هم په زیاته کچه استعمالیږي. که د خولې بد بوي له منځه وړل غواړئ نو په خواړه کې د پودینې استعمال مه هیروئ.

نظافت: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي. خپل پښې وچ او پاک وساتئ. له غسل وروسته د ګوتو تر منځ شته فاصله هم وچ کړئ. یوه جوړه جرابې د اوږدې مودې لپاره مه استعمالوئ. جرابې له ویستلو وروسته ووینځئ او بوټان مو ازادې هوا ته کیږدئ.
د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر استعمال کړئ او خپل بوټان تازه هوا او یا هم لمر ته کیږدئ.
د ازادو بوټانو استعمال: تنګ بوټان هم د پښو د بد بوي لامل ګرځي نو له همدې امله داسې بوټان استعمال کړئ چې په پښو کې مو ازاد وي او تازه هوا ننوتلو لپاره خالي ځای ولري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب