اسماني کتابونه-سوال او ځواب په شکل

پوښتنه: دا څرنګه معلومه شوه چې تورات، زبور او انجيل هم آسماني كتابونه دي ؟
ځواب: قرآن كريم دا خبره څرګنده کړې ده چې دا درې واړه كتابونه اسماني دي.

د تورات په اړه الله پاک داسې ښوونه لري :{إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا‏ ‏هُدًى وَنُورٌ } [دسورت المائدة ٤٤ايت] ژباړه: (له شك پرته موږ تورات نازل كړى دى په هغه كې لارښودنه او نوردى) .
دزبورپه اړه يې لارښوونه ده: {وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا} [دسورت نساء 163ايت].
ژباړه: (موږ داود ع ته زبور وركړ).
د انجيل په اړه وايي : { وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ‏} [دحديد سورت 27 ايت] ژباړه: (موږ دمريم زوى حضرت عيسى ع راولېږه او هغه ته مو انجيل وركړ ) نو مسلمانانو ته له قرآنكريم څرګنده شوه چې دا درې سره كتابونه اسماني دي

 

پوښتنه: كه چېرې څو ك تورات، زبور، انجيل دالله پاک كتابونه ونه ګڼي نو هغه څرنګه دى ؟
ځواب: هغه كافردى ځكه دقران كريم نه داخبره جوته شوې ده چې دا ټول دالله تعالى كتابونه دي څوك يې چې د الله پاک كتابونه نه ګڼي هغه دقران كريم ښوولې خبره نه مني اوڅوك چې دقران كريم ښوولې خبره نه مني هغه كافردى .

پوښتنه: آيا هغه تورات، زبوراو انجيل چې نن د يهودانو او عيسايانو په لاسونو كې دي هغه اصلي اسماني كتابونه دي؟
ځواب: نه! ځكه د قران كريم نه دا خبره څرګنديږي چې دوى په اصلي اسماني كتابونو کې ګوتې وهلي دي او اوس ددوى په لاس كې تورات، زبور او انجيل هغه اصلي اسماني كتابونه پاتې نه دي بلكې زياته لاسوهنه پکې شوې ده ،ځکه خو اوس پرې دا عقيده بايد ونه ساتل شي چې دا هماغه اصلي كتابونه دي چې د الله جل جلاله له لوري رالېږل شوي وو.

your ads

پوښتنه: دا څه ډول څرګنده شوه چې پر ځينو پيغمبرانو صحيفې هم نازلې شوې دي ؟
ځواب:قرانكريم څرګنده کړې ده چې پرځينو پيغمبرانو صحيفې نازلې شوې،دحضرت ابراهيم ع دصحيفې يادونه په “الاعلى” سورت كې راغلې ده.

پـوښـتـــنه: قران كريم د خداى پاک كتاب او كه يې ويناوې (كلام) دى؟
ځواب: قران كريم د خداى پاک كتاب او هم يې ويناوې (كلام) دى په خپله په قران كريم كې ورته كتاب او ويناوې (كلام) دواړه ويل شوي دي .

پوښتنه: دخداى پاک په آسماني كتابونو (تورات ، زبور، انجيل او قرآنكريم ) هريوه كې كوم يو كتاب غوره دى ؟
ځواب: قران كريم ترټولو غوره دى .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوښتنه: قران كريم دمخكنيو كتابونوپه پرتله کوم ډول غوره والى او کومې ځانګړنې (خصوصيات)لري ؟
ځواب: ډېرې ځانګړنې لري چې يو څو يې دادي :
لومړى ــ دقرآنكريم يو يو تورى خوندی ساتل شوى دى، په يوه يوه ټکي كې يې نه كموالى او نه زياتوالى شوى دى اونه به هم د قيامت تر ورځې پكې راشي؛خو په نورو اسماني كتابونو كې خلكو زياتوالى او كموالى کړى دى .

دوهم ـــ داچې دقرآن كريم متن ماتې ورکونکې (مُعجز) دى معنا داچې متن يې دداسې لوړې ادبي كچې متن دى چې هېڅوک ددې وس نه لري چې دقران كريم ديو كوچني سورت په څېر متن جوړ كړي.

دريم ـــ قرآنكريم د وروستني شريعت حکمونه له ځانه سره راوړي دي ځكه خو يې د مخكنيوكتابونو ډېرحكمونه منسوخ او له منځه يوړل.

څلورم ــــ مخكني كتابونه به په يو وار په بشپړ ډول نازلېدل؛ خو قرآنكريم د درويشتو(23)كلونو په موده كې د اړتيا له مخې لېږ لېږ نازلېده اود همدې ډول نزول له امله يې دخلكو په زړونوكې ځاى ونېو او په په لکونو انسانانو يې حكمونه ومنل اوايمان يې پرې راووړ .

پنځم ــــ قرانكريم دزرګونواولكونو مسلمانانو په سينوكې ساتلى او خوندي دى اودساتنې دغه مبارکۍ لړۍ  د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له مبارکې زمانې تراوسه پورې په پرله پسې ډول روانه ده او انشاء الله تر قيامته به روانه وي ،په سينو كې د ساتنې له امله تر ننه پورې د اسلام دښمنانو ته هېڅ وخت هم ددې موكه په لاس نه ده ورغلې، چې په قرانكريم كې څه كموالى يا زياتوالى راولي او يا يې له دنيا نه ورك كړي اونه به ــ كه خداى كول ــ تر قيامته داسې موكه په لاس ورشي .

شپږم ــــ د قرانكريم حکمونه داسې منځ وميانه (معتدل)دي چې له امله يې ددې وړتيا لري چې هر وخت پرې عمل کيدلای شي او څوک يې له کومې ستونزې پرته پرې کولای شي ، په نړۍ كې داسې قوم نشته چې هغوى پر قرانكريم باندې د عمل كولو په لاره کې کومه ستونزه ولري ، دا ځكه چې د قرانكريم حکمونه د هرې زمانې او هر قوم سره ورته والی لري ځكه خو د قران كريم له نزول وروسته تر قيامته بل شريعت او يا بل اسماني كتاب ته اړتيا نشته او د رسول الله صلی الله عليه وسلم نبوت د ټولې نړۍ لپاره عام ګرځول شوى دى .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب