کتاب یو غوره ملګری!

د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو یوه ډېره مهمه وسیله دکتاب مطالعه ده!

جاحظ په دې اړه داسې وايې:

کتاب هماغه یوازېنی صمیمي دوست او مخلص ملګری دی، چې نه دې خپه کوي او نه دې پریږدي، نه درڅخه څه غواړي، نه درسره دوکه کوي، نه خیانت او نه تملق او نه چاپلوسي،

کتاب هماغه څه دي، چې په کتلو سره يې خوښي زیاتېږي، ذهن تېزوي او ژبه صفا کوي، زړه ته ډاډ ورکوي او سینه پرې پراخېږي!

کتاب هماغه څوک دي، چې هم دشپې له تاڅخه پلوي کوي او هــم دورځې، هم په سفر کې او هـــم په حضر(کور) کې

دا هماغه یوازېنی ښوونکی دی، چې که ورته اړشوې، نو ملاتړ څخه دې لاس نه اخلي!

موږباید په دې پوه شو، چې تر ټولو غوره څه چې وزګار خلک پرې دشپې او ورځې خالي وختونه ډکولای شي کتاب دی

دا هماغه شی دی، چې د دین او دنیا چارې پرې سبالېدلای شې .

ليکوال: مولوی زاهد الله حقاني

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب