په کور کې اسلامي کتابتون جوړول

په کور کې اسلامي کتابتون جوړول:

له هغو وسائلو څخه چې د کهول په تعليم کې مرسته کوي، او په دين کې د پوهې لپاره دوى ته زمينه برابروي، او د کورنۍ له غړو سره د شرعي احکامو لپاره په التزام کې مرسته کوي، په کور کې د اسلامي کتابتون جوړول دي. او په دې هکله دا ضروري ده، چې خامخا دي لوى کتابتون نه وي، بلکې د کهول د اقتصادي وس سره سم په کومه کچه چې کولاى شي، مګر دا ضروري ده، چې که وړوکى کتابتون هم وي خو چې ضروري او مهم کتابونه په کې ټول کړى شي. او د کور په داسې ځاى کې وي چې د کور هر غړى په اسنتيا سره استفاده ور څخه و کولى شي او د کورنۍ هر غړى د کتابونو لوستلو او مطالعې ته و هڅوه.

سربېره پر دې باندې د کهول د افرادو د غونډيدو په خونه کې هم په نظيف ځاى کې يو څه کتابونه کښېږده. دغه راز د ويده کېدو په هره خونه کې څه نا څه کتابونه او څه نا څه د کور په ميلمستون کې په داسې ځاى کې کتابونه کښېږده چې کوربانه او مېلمانه يې په استنيا سره تر لاسه کولى شي او د کهور غړي يې په مستمره تو ګه ولوستلى شي.
د کتابتون له تنظيم څخه دا دي چې داسې کتابونه په کې کېښودل شي، چې په مختلفو مسائلو کې د بحث کولو جوګه وي او په مدرسو او ښوونځيو کې اولاد ته ګټه ورسوي، او بل دا چې د کور په کتابتون کې د مختلفو کچو(مستوياتو) کتابونه مهياء او غونډ کړى شي، چې لويان او کوچينيان، نارينه او ښځې ټول ور څخه ګټمن وي. دغه راز په کتابتون کې يو شمېر داسې کتابونه کېښودل هم ضروري دي چې مېلمنو ته او د خپل اولاد ملګريو ته او د ميرمن ملاقات کوونکيو ته د مطالعې لپاره اهداء کړى شي، اوله دې سره-سره داسې کتابونه چې په زړه راکښونکې ډول چاپ کړى شوې وي، موضوعات يې تحقيق او څېړل شوې وي، او احاديث يې تخريج کړاى شوې وي. په کور کې د ښه کتابتون د جوړولو لپاره له مسلکي وګړو سره مشوره کول او د کتابتون له پلورنځيو څخه استفاده کول ګټورې چارې دي.

د دې لپاره چې د اړتيا په صورت کې مطلوب کتاب په اسانۍ سره تر لاسه کړى شي، د کتابتون په الماريو کې کتابونه بايد منظم کېښودل شي، په داسې ډول چې په لومړي کتار کې تفسيرونه، ورپسې په دوهم کتار کې د حديثو کتابتونه، بيا په دريم کتار کې د فقهې کتابونه او بيا ورپسې نور…..
د غه راز په دې لړ کې د يو کور يو غړي ته بايد دنده وکړل شي، چې د کور په کتابتون کې کتابونه د الف او با د تورو له فهرست سره سم تنظيم کړي او هم د علمي موضوعاتو پر اساس باندې څو د کتابونو په پلټنه کې زياته اسنتيا وي.
په کور کې د غږ د ثبت کولو وسيله لرل:
په هر کور کې چې راډيو، ټيپ وي، احتمال لري چې د خير لپاره استعمال کړى شي، او دا احتمال هم لري چې په شر او معصيت کې استعمال کړى شي له هم دې کبله موږ به څرنګه وکولاى شو چې په داسې څه کې يې استعمال کړو، چې الله تعالى پرې خوښيږي.

د دغې موخې د تر لاسه کولو لپاره له وسائلو څخه يو دا دى چې موږ په کور کې د ثبت کولو د غږ مکتبه ولرو، چې په هغې کې د علماوو، د قرﺁن کريم د قاريانو، واعظينو، خطيبانو او مقررينو کيسټونه او دغوره اسلامي درسونو فيتې ور په کې وي. دا ځکه چې په خشوع سره د تلاوت کړى شوې قرﺁن کريم چې د ځينې علماوو له پلوه د تراويح په لمانځه کې کړى شوى وي، اورېدل يې د کهول پر غړو په زړه پورې مطلوبه اغېزه کوي؛ برابره خبره ده که دغه تاثير د قرﺁن کريم د معانيو د پوهاوي په وجه وي او که د تلاوت د قرﺁن کريم د الفاظو د اورېدلو له کبله وي، او که د او که د موسيقۍ د شيطاني ترنم او ساز او شپيلۍ په مقابل کې د خوږ لحن لرونکي په ږغ د قرﺁن کريم د اورېدو په نيت وي. ځکه چې سينې زړونو او غوږونو ته نه ښايي چې د رحمان الله کلام د شيطان له منفور او بې لارې کوونکي زغ سره خلط کړي.
هغه کيسټونه اورېدل چې ديني احکام په کې ثبت کړى شوې وي، د کهول پر غړو باندې او د هغوى په ديني پوهه کې ډېره اغېزه کوي، زياتوالى په کې راوړي او مثبت اصلاحي بدلون په کې راولي هغه مسائل چې د دوى په ژوندون کې روزمره ورته پېښيږي، او په دې هکله زما تجويز دا دى چې کره او ممتازو علماوو ثبت کړې شوې فتواګانې واورول شي.

مسلمانانو ته لازمه ده، چې هغه پلو ته خاصه پاملرنه وکړي، چې فتواګانې ور څخه اخلي؛ ځکه چې دا دين نو تاسې ښه دقت وکړئ او وګورئ چې له چا څخه خپل دين زده کوئ. په هم دې اساس بايد له داسې چا څخه فتواګانې واخيستلى شي، چې علمي استعداد ولري او تا ته ښه مالوم وي، چې په خپله هم عامل او صالح دى، متقي وي، پرهيزګاره وي. په هره ديني مسئله او فتو‌ى کې صرف پر صحيحو احاديثو بروسه کوي. مذهبي تعصب و نه لري، هره خبره په چاڼ شوې شرعي دليل وړاندې کولو سره کوي؛ په دې مانا چې نه خو زيات تندلارى وي، او نه متساهل وي، په دين کې الله تعالى هغه خبير ذات موږ ته امر کړى دى، چې له عالم څخه پوښتنه وکړو، لکه چې امر يې راته کړى دى او فرمايلي يې دي: ((الرحمن فسئل به خبيرا)) سورة الفرقان٥٩ ايت
ترجمه: نو پوښتنه وکړه که کوم ښه، حاذق عالم څخه چې په دين خبردار وي. د هغو تقرير کوونکو ثبت کړاى شوې کيسټونه اورېدل چې د امت په ديني تنوير او د حجت په اقامت کې کار کوي او د منکراتو خلاف وي خورا ضروري دي، ځکه چې د دغه ډول دعوت کوونکو او مصلحينو ويناوې په مسلمان کهول کې موجوديت دفرد په اصلاح او د شخصيت په جوړښت کې بنسټيز نقش لري.

په اوس وخت کې تقرير کوونکي هم ډېر شوې دي او کيسټونه هم پرېمانه دي، مګر مهمه دا ده چې مسلمان د تقرير کوونکي د منهج صحيح مسير او پلو ځان ته مالوم کړي. څو د هغه کيسټونو اورېدو ته ليوال او ويساه مطمئن شي، او د صحيح سمت مالومولو لپاره دغه لاندې کړنې ضروري دي:
١- لومړى دا چې د داسې مقرر د تقرير کيسټ په کور کې وساتل شي، چې د ناجيه فرقې په عقيده ګروهمن وي، له اهل سنت والجماعة څخه د سنتو تابع وي، او د هر ډول بدعت او انحراف څخه بېزار وي، په خپل تګلاره کې نه زيات تندلارى وي او نه له متساهلينو څخه وي او په اسلامي شعائرو ټينګ ولاړ وي.
٢- دويم دا چې پر صحيحو احاديثو باوري وي، د ضعيفو او موضوعي احاديثو له وړاندې کولو او استدلال څخه کرکه کوونکى وي.
٣- دريم دا چې د خلکو په حالتو خبردار، پوه اواسلامي امت ته په ورپيښېدونکو پيښو د بصيرت څښتن وي، څو درمل په هغه ځاى ولګوي چې دردمن، خوږمن او ناروغ وي، خلکو ته هغه څه تقديم کړي چې ګټه ورته رسوي او اړتيا ورته لري.
٤- څلورم دا چې په هر حالت کې د خپل وس په انډول حق ويونکى وي هېڅکله داسې د باطل خبره ونه کړي، چې خلک يې مشروع و نه انګيري او د الله تعالى په ناراضه کولو سره د خلکو د خوشالتيا هاند نه کوي.
موږ ليدلې دي، چې د کوچنيانو په غږ ډک شوې کيسټونه پر نورو اطفالو د اورېدو په صورت کې په زړه پورې اغېزه کوي؛ برابره خبره ده که د هغوى د قرﺁن کريم د حفظ کړيو سورتونو د تلاوت کيسټ وي او که د شپې او ورځې د ذکرونو او اسلامي ادابو، يا هدف مندو تراتو او داسي نور وي…….
په المارۍ کې کيسټونه بايد په ترتيب سره کېښودل شي، څو د ضرورت په مهال کې مقصودي کيسټ له ورايه ښکاره شي او وصول يې اسان وي، او بل دا چې کيسټونه په له تلف کېدو څخه محفوظ وي او کوچنيان به لوبې پرې نه کوي، دغه راز موږ بايد کوښښ وکړو، چې ګټور ديني کيسټونه تکثير کړو، او له اورېدو څخه يې وروسته نورو ته ډالۍ کړو او يا يې امانت ورکړو.

ليکنه: احمدزى
ترتيبوونکى: عبد النصير(مرستيال) کندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب