اسلام او ځوانان

دځوانۍ مرحله دژوند  دنورو مرحلو څخه په یو څو شیانو کې توپير کوي:

اول: پدغه مرحله کې انسان پیاوړی او قوي وي. انسان دپیاوړتيا او کمزورتیا په بېلابېلو مرحلو تېرېږي ، الله تعالی فرمايي: (اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً) ژباړه: الله پاک هغه ذات دی چې تاسې يې (دکوچني توب) په کمزوري بڼه پیدا کړئ، بیا له هغې کمزورۍ نه وروسته يې تاسې ته قوت دروبښه، بیا له هغه قوت نه وروسته يې تاسې کمزورۍ او زوړوالي ته ورسولئ.

دویم: دغه مرحله دژوند په نورو مرحلو غوره ده.

په دغه مرحله کې انسان پیاوړی وي او په پوره نشاط او فعالیت کي وي. نو عبادت هم په غوره توګه ترسره کوي. بل غوره والی يې دا دی چې مسلمانان په جنت کې ځوانان وي او بوډاوالی کېږي نه.

دریم: دځوانۍ عمر ترټولو اوږد ه مرحله ده: ددې امت عمرونه د (۶۰ – ۷۰) څخه نه زیاتېږي، چې دځوانۍ مرحله پکې دژوند تر ټولو لویه مرحله ده، د (۱۵) کلنۍ څخه واخله تر (۴۰) کالو پورې دځوانۍ عمر دی.

څلورم: په ځوانانو امتونه استوار او ولاړ دي، همدوې دامتونو دنهضت او وېښتیا اسباب او عوامل دي.

نو مالومه شوه دځوانۍ مرحله دژوند ډېره مهمه مرحله ده، همدا لامل دی چې داسلام سپېڅلي دين په دغه  مرحله ځانګړی اهتمام کړی، او دغه مرحله يې خیر او بیا جوړونې ته متوجه او هڅولې او دشر او فساد څخه يې منع کړې او ژغورلې، نو داسلام په قاموس کې دغه مرحله دخیر او اصلاح مرحله ده.

که موږ دقرآن او سنتو ارشاداتو، ته ځير شو –چې هغه زموږ اساسي قانون او شریعت دی- نو دځوانۍ په مرحله يې ډېر ترکیز او اهتمام کړی؛ که هغه دستاینې او لاسته راوړنې په برخه کې وي او که دارشاداتو او توجیهاتو په برخه کې وي.

دبېلګې په توګه: قرآن کریم موږ ته دا راښایې چې زیاتره په رسولانو ایمان راوړونکي ځوانان وو، همدوې به په پېغمبر ایمان راړو، دهغې تصدیق به يې کاوه او دهغې پیروي به يې کوله.

الله تعالی دموسی علیه السلام دپیروانو یادونه کوي: (فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ) نو وګورئ موسی (علیه السلام) دهغه د قوم له څو تنو ځوانانو نه پرته بل چا ونه مانه، دفرعون له وېرې او په خپله د خپل قوم د مشرانو له وېرې څخه (هغوې وېرېدل) چې فرعون به هغوی په عذاب کې اخته کړي. او واقعیت دادی چې فرعون په ځمکه کې برلاسي درلوده او هغه له هغو خلکو څخه وو چې په هېڅ پوله نه تمېږي.

الله تعالی مونږه خبروي دفرعون دقوم څخه ډېرو لږو ایمان راوړ چې هغه ځوانان وو، ځکه چې فرعون یو جابر او ظالم انسان وو چابه چې ایمان راوړ نو هغه به دسخت تعذیب ښکار شو، نو هغه ځوانان دپوره تکلیفونو او تعذیبونو د زغملو سره سره پر دې دین ټینګ ولاړ وو. او پدې پوهیده چې دالله په لار کې دتکلیفونو دزغملو غوره بدله دهغه رب سره شته.

همدارنګه قرآن کریم دهغه ډلګۍ ځوانانو یادونه هم کوي چې هغوې په الله ایمان راوړی وو او هغوې دخپل ایمان دخوندي ساتلو لپاره دهغه ځاې څخه یوې سمستې ته کوچېدلي وو ، الله تعالی دهغو ځوانانو په باره کې پوره دالکهف سورت آستولی او دهغوی واقعه يې په پوره تفصیل سره کړې ده. الله تعالی فرمايي: (نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى) ژباړه:موږ دهغو اصلي قصه تاته اوروو. هغوې څو تنه زلمیان وو چې پر خپل رب یې ایمان راوړی وو، او مونږ هغو ته په هدایت کې پرمختګ ورپه برخه کړی وو./ ددغو ځوانانو کیسه ډېره عجیبه او دردوونکي؛ ده کوښښ وکړئ چې ځان پرې پوې کړئ.

همدارنګه زمونږ دخوږ نبي (علیه السلام) پیروان زیاتره ځوانان وو، کله چې ابوبکر (رضي الله عنه) په رسول علیه السلام راوړو نو عمر يې نږدې د (۳۸) کالو وو، د عمر (رضی الله عنه) عمر د (۳۰) کالو څخه کم وو، همدارنګه علي ، عبدالله بن مسعود، سعید بن زید، مصعب بن عمیر، أرقم بن الأرقم، خباب (رضي الله عنهم) او داسې نور په سلهاوو صحابه ځوانان وو.

نو دځوانانو ټولی په هر وخت او هر دور کې ترټولو دمخه  ایمان راوړي او زر متاثره کېږي؛ اما بوډاګان چې اکثره او په غالب ډول دپلار او نیکه په دين وي او دهغوې دمعتقداتو څخه متاثره وي،  په ډېرې سختۍ دحق لاره خپلوي.

دا دحیرانتیا ځاې نه دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر ځوانانو ډېر اهتمام کړی، او هغوې ته یې مهم کارونه په اوږو بار کړي، داځکه چې هغوی لومړی پر هغې ایمان راوړی وو، همدوې د رسول الله (صلی الله علیه السلام) تایید، مرسته او دفاع کوله ، او همدوې د دین په نشرولو کې مهم رول لوباوه، او په دې لاره کې يې مختلف زیانونه او تکلیفونه برداشت کول.

درسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر ځوانانو داهتمام یو څو نمونې درته مخې ته ږدم:

–       رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهغه ځوانانو یادونه کوي چې دالله تعالی په عبادت او پیروئ کې را لوی شوی وي ، نو دداسې ځوانانو دالله سره ډېره لوړه مرتبه او منزلت دی. هغه (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: (سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ: -وذكر منهم- وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ) دقیامت په ورځ الله تعالی اوه تنه دخپل سیوري لاندي خوندي کوي ، چې په هغه ورځ بل هيڅ یو سیوری هم نه وي، نو دهغې جملې څخه يې یو هغه تن یاد کړ چې دالله په عبادت کې را لوی شوی وي.

–       په یو بل ځاې کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ځوانانو ته یو ډېره مهمه سپارښتنه کوي: (يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِوأَحْصَنُ لِلْفَرَج، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ) ای دځوانانو ټولیه! څوک چې له تاسې څخه دنکاح توان ولري نوهغه دې واده وکړي، دا ځکه چې واده دناروا کتو او دشرمګاه (دزنا څخه) ښه خوندي ساتونکی دی. او که څوک دواده توان نلري هغه باید روژه ونيسي؛ ځکه دا روژه دده لپاره (دبد عملۍ څخه) دخوندي ساتلو ښه لاره ده./  سبحان الله! دا څومره لویه سپارښتنه ده، دغه سپارښتنه دځوانانو دبدیو او ناوړه اخلاقو څخه دخوندي کېدلو یوه مجربه نسخه ده، ځوانان اکثره دجنسي شهوت په سبب دفساد ښکار ګرځي ، داځکه چې جنسي شهوت دځوانانو سره غښتلی وي، او پدې ډول دلویو جرمونو او حرام کارونو ښکار ګرځي . نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ځوانانو ته دواده کولو وصیت کوي او که کوم ځوان چې دواده توان نلري نو هغه ته دروژې په نیولو وصیت کوي ځکه دلوږې سره دانسان جنسي شهوت کمزوری کېږي او پدې توګه انسان دناوړه کارونو دکړنو څخه خوندي پاتي کېږي.

–       درسول الله (صلی الله علیه وسلم) او یو ځوان ترمنځ یو په زړه پوري حوار (خبرو اترو) ته مو پام راګرځوم:

یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او دهغه څخه يې دزنا دکولو اجازه غوښتله، نو صحابه کرام پاڅېده او هغه يې ډېر وراټه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: مه کوئ، مه کوئ. او ځوان ته يې وویل نږدې شه، هغه ورنږدې شو.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم): آیا خپلې مور ته دې زنا خوښوې؟!

ځوان: الله دې ما له تا ځار کړي، څوګند په الله؛ نه يې خوښوم.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : همدارنګه نور خلک یې هم دخپلو میندو لپاره نه خوښوي. آیا دخپلې لور لپاره دې خوښوې؟!

ځوان: الله دې ما له تا ځار کړي، څوګند په الله؛ نه يې خوښوم.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : همدارنګه نور خلک یې هم دخپلو لوڼو لپاره نه خوښوي. آیا دخپلې خور لپاره دې خوښوې؟!

ځوان: الله دې ما له تا ځار کړي، څوګند په الله؛ نه يې خوښوم.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : همدارنګه نور خلک یې هم دخپلو خویندو لپاره نه خوښوي. آیا دخپلې عمې (دپلار خور) لپاره دې خوښوې؟!

ځوان: الله دې ما له تا ځار کړي، څوګند په الله؛ نه يې خوښوم.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : همدارنګه نور خلک یې هم دخپلو دعمه ګانو لپاره نه خوښوي. آیا دخپلې خاله (دمورخور) لپاره دې خوښوې؟!

ځوان: الله دې ما له تا ځار کړي، څوګند په الله؛ نه يې خوښوم.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : همدارنګه نور خلک یې هم دخپلو تروریانو لپاره نه خوښوي.

بیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهغه ځوان په اوږه لاس کېښود او ويې ویل: یا الله دده ګناه وبخښه، زړه يې پاک کړه او شرمګاه يې خوندي وساته. بیا هغه ځوان بدکارۍ ته هېڅکله مخه نه کړه. صحیح حدیث دی او امام احمد په خپل مسند کې نقل کړی دی.

–       همدارنګه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سپارښتنه خپل دکاکا ځوۍ عبدالله ته. عبدالله بن عباس وايي: یوه ورځ درسول الله (صلی الله علیه وسلم) شاته روان وم نو راته یې وویل: (ای هلکه! زه تاته یوڅو خبرې درښایم: ته الله تعالی په یاده لره هغه به تا په یاد ساتي، ته الله تعالی په یاد لره؛ نو ته به هغه (همېش) خپلې مخې ته مومې، کله چې دڅه غوښتنه کوې؛ نو دهمغه رب څخه يې غواړه، او کله چې مرسته غواړي؛ نو دهمغه رب څخه يې غواړه، او پدې پوې شه: که چېرې ټول خلک رایوځاې شي او وغواړي چې تاته څه ګټه ورسوي نو هغوې تاته هېڅ ګټه نشې در رسولای، مګر هغه څه چې الله تاته لیکلي او مقدر کړي وي، او که هغوې تاته د نقصان در رسولو په نیت رايوځاې شوي وي نو هغوې تاته هېڅ نقصان نشې در رسولای، مګر هغه چې الله تاته لیکلي او مقدر کړي وي…) دا صحیح حدیث دی او ترمذي را نقل کړی دی.

–       ابوذر ځوان صحابي رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  څخه دسپارښتنې غوښتنه کوي، وايي : ماته وصیت وکړه! نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وايي: (په هر ځاې کې چې وې دالله څخه ویرېږه) ابوذر (رضي الله عنه) ورته وویل: نور. هغه (صلی الله علیه وسلم)  ورته وویل: (دګناه څخه وروسته سمدلاسه نیکي وکړه ترڅو دا نيکي دغه ګناه ختمه کړي) ابوذر(رضی الله عنه): نور. رسول الله (صلی الله علیه وسلم): (دخلکو سره ښه چلند او نیک اخلاق کاروه). دا حدیث امام احمد په خپل مسند کې را نقل کړی دی.

دې او داسې نورو بېلګو ته درسول الله صلی الله علیه وسلم تبسم ، پراخه ټنډه ، نرم چلند او.. ورزیات کړه.

په ځوانانو پاملرنه او دهغوې ښه توجیه تر یو ځاې او زمانې محدوده نده، بلکې په هر وخت او هر ځاې کې پکار ده، داخبره ځکه عجیبه نده چې داسلام سپېڅلی دین دټولو خلکو دخیر او نیکبختۍ لپاره راغلی، نو پیروان به يې په دنیا او آخرت نیکبخته او خوشاله وي، او سرغړوونکي يې د لوی خطر سره مخ دي.

والصلاة والسلام علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.

عمر الخراساني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب