اسلام او ځوانان

 

ځوانان د هرې ټولنې د ملاتیر حیثیت لري، ځکه د ځوانۍ په عمر کې د انسان کاري جذبه زیاته او فکري حماسه یې په جوش کې وي، نه ستړیا پيژني او نه هم تنبلي، شپه او ورځ ځان مصروفه ساتي، له ډیر لږ شمېر ځوانانو څخه پرته نور اکثره ځوانان په دې هم نه پوهیږي چې آیا خپل وخت په ګټورو کارونو کې مصرفوي او که بې ګټو کارونو کې خو مهمه خبره داده چې ځانونه بوخت وساتي.

د دنیا له پیداېښت څخه تردې دمه نیږدې د تاریخ په هر پير کې د دیني، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو زیات ترکیز په ځوانانو باندې ؤ، زمونږ ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم د اسلامي دعوت په خپرولو کې ځوانانو ته خاصه توجه کړې ده، او په ډیرو مبارکو احادیثو کې یې د ((یا معشر شباب!)) (ای د ځوانانو ټولنې!) غږ کړی دی، له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاتره ملګري ځوانان وو.

کله چې مونږ د صحابه کرامو رضوان الله علیهم په اړه د تاریخ پاڼې اړوو نو لیدل کیږي چې ډیری صحابه کرام ځوانان وو، د بیلګې په توګه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تر ټولو مشر صحابي ؤ چې په اسلام مشرف شو او دغه وخت کې عمر یې ۳۸ کاله ؤ، نو ته خپله فکر وکړه چې د نورو صحابه کرامو لکه: حضرت علي، سعد بن ابي وقاص، زبیر بن العوام، ابوجندل او داسې نورو اصحابو رضوان الله علیهم اجمعین عمرونه به څومره وو؟! واضحه خبره ده چې ټول تنکي ځوانان وو.

د مشهور مؤرخ ابن هشام په ((تهذیب السیرة)) کتاب یوې برخه کې د ځوانو صحابه کرامو په اړه ویل شوي چې زیاتره صحابه کرام نه یوازې داچې ځوانان وو، بلکې د دعوت او جهاد په کارونو کې به د ځلموټو صحابه کرامو رضوان الله علیهم ترمنځ ډیرې ګرمې سیالۍ ترسره کېدلې لکه چې همدرانګه یوه سیالي داحد په غزا کې هم ترسره شوه ابن هشام روایت کوي چې:

(( د احد غزا په ورځ د بني حارثه قبیلې څخه دوه ځلموټي(سَمُرة بن جندب او رافع بن خدیج) صحابه کرام په جنګ  کې د برخې اخیستلو لپاره حاضر شول لیکن رسول الله صلی الله علیه وسلم د کم عمرۍ له کبله بیرته ولیږل، بیا ورته وویل شول چې رافع رضی الله عنه غشی ویشتونکی دی، نو اجازه یې ورکړه. رسول الله صلی علیه وسلم ته بیا وویل شول چې سَمُرَة رضی الله عنه په رافع باندې غیږه نیولو کې قوي دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم دغو دواړو ځلموټو صحابه کرامو ته د احد غزا کې برخه اخیستلو لپاره په داسې حال کې اجازه ورکړه چې ایله پنځلس(۱۵) کلن وو. ددې ترڅنګ یې د اسامه بن زید، عبد الله بن عمر، زید بن ثابت، عمرو بن حزم، اسید بن حضیر او براء بن عازب په شمول ګڼ شمېر نورو ځلموټو صحابه کرامو ته د عمر د کموالي له کبله په احد غزا کې د شرکت کولو اجازه ورنکړه.))

داچې زمونږ ځوانان څرنګه کولای شي د اصحابو کرامو د ځوانانو په شان له دین سره مینه او محبت وساتي، او د اسلامي دعوت او بشریت د ښېګڼې لپاره قربانیو ته تیار شي ددې لپاره مونږ ته پکار ده د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین سوانح مطالعه کړو او خپل ژوندانه کې یې د پلي کولو هڅه هم وکوو.

ژباړه: قدرت الله «تنها»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب