اسلامې دعوت

اسلامی امت ته ورپاتی ستر مسئوليت (دعوت )

امر بالمعروف او نهی عن المنکر

په هره زمانه الله (ج)  دانسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دی  چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی .

ولی تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی ؟

دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:

۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي  او دې  ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .

۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي  نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .

۳- چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي  چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري  .

نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري  نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .

نواوسنی نړۍ نوی  تعليماتو ته  هيڅ ضرورت نلري  ځکه قرآنکريم  موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره  دهغه اقوال  او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  .

همغه د محمد رسول الله  (ص)  دوخت تعليمات  په ټوله نړی کې داسې  روان دي  چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص)  ژوندی دی .

نو ثابته شوه چې  د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی  .

د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص)  امت  غوره د امتونو دی  .

قوله تعالی :

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).

د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).

دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي  غالباً حکمت په وينا کې  چه علم او موعظه او يا حکمت  د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .

ابن زيد حکمت  داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي  اويا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .

په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .

د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .

(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او    د داعی دعوت قبول کړي .

(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب