اسلامي غورځنګ د افراط او تفريط ترمنځ

هسې خو اسلامي غورځنګ، د علامه سيد ابوالحسن علي ندوي (رح) د خبرې په تأييد د اسلام د مبارک دين د لمر له طلوع نه تر اوسه پورې کله هم نه دی تم شوی، کله يې له يو ځايه سر را اوچت کړی او کله هم له بله ځايه، کله په يوه سيمه کې يوه لوی مسلمان مصلح سر را اوچت کړی کله له بلې سيمې؛ خو زه چې دلته په مشخصه توګه پر کوم اسلامي غورځنګ بحث کوم هغه، هغه غورځنګ دی چې په شلمه پېړۍ کې يې سر را اوچت کړ.

عثماني خلافت تر پېړيو مزله وروسته، څه هم د خپلو کمزوريو په وجه او څه هم د يهودو او نصاراو او نړيوال استعمار د توطيو په نتيجه کې په ۱۹۲۴ کال سقوط وکړ؛ نو ځای يې د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ يوه سيکولر نظام ونيو. د عثماني خلافت په سقوط کې ډېر عمده لاس يهودو درلود او د نړۍ لوی هېوادونه هم چې د دې خلافت په سقوط کې يې لاس درلود اصلي مشوقين يې يهود وو. د عثماني خلافت سقوط، اسلامي نړۍ ته يو ډېر لوی ګوزار و چې انګريزي کرنل لارنس هم په دې کار کې لوی نقش درلود. هغه انګرېزانو جزيرة العرب ته را واستاوه چې عربان او ترکان پخپلو کې سره واچوي، هغه دا کار په ډېره کاميابۍ سره وکړ، تر خونړيو جنګونو وروسته عربان له ترکانو جلا شول؛ خو د انګرېزي استعمار پنجو ته ورغلل او اوس لا امريکا پرې تر ټولو زياته باداري چلوي.

د عثماني خلافت تر سقوط وروسته د څلورو پنځو کالو په فاصله کې امام حسن البنا په مصر کې د اخوان المسلمين په نامه د يوه اسلامي خوځښت د تاداو ډبره کېښوده. دا خوځښت يو دعوتي خوځښت و، امام به کليو او بانډو ته، ته او خلکو ته به يې تبليغ کاوه او پر اسلام د پوهېدو تر څنګ به يې د انګرېزي استعمار پر خلاف له خوبه را ويښول. دا وخت په مصر کې د انګرېزانو يو لاسپوڅی حکومت په واک کې و. اخوان المسلمين د ورځې په تېرېدو سره غوړېده او ان چې نورو عربي هېوادو ته يې هم غځونې وکړې او خواوشا سل څانګې يې رامنځته شوې. انګرېزان او د مصر لاسپوڅی حکومت له امام بنا او اخوان المسلمين نه په وېره کې شول او په نتيجه کې يې امام شهيد کړ.

امام شهيد شو؛ خو د اخوان المسلمين غورځنګ لا پسې چټک او ګړندی شو. د مصر ډېر لوی مفکرين د دې غورځنګ غړي شول، که څه هم د مصر دکتاتورو حکومتونو، اخوان المسلمين وخت پر وخت وځاپه، ډېر لوی شخصيتونه يې شهيدان کړل؛ خو بيا هم اخوان ژوندی پاتې شو او لا هم ژوندی دی.

په اخوان المسلمين پسې په دوهم قدم کې په هند کې جماعت اسلامي سر را اوچت کړ، چې د هند تر وېش او بيا د پاکستان تر وېش وروسته په هند، پاکستان او بنګله دېش کې فعال پاتې شو؛ خو مرکزيت يې پاکستان و. د دغو اسلامي غورځنګونو اثراتو نورو اسلامي هېوادو ته هم غځونې وکړې، چې له هغې جملې نه افغانستان هم و. زه په دې ليکنه کې پر دې اختلاف نه غږېږم چې په افغانستان کې اسلامي نهضت په ۱۳۳۶ کې په فعاليت پيل کړي که په ۱۳۴۸ کې، دا اختلاف زما په اند پر دې نه ارزي چې سړی پرې سر ډېر خوږ کړي، بس دا د خدای (ج) په لار کې مزدوري ده که چا ډېره کړي وي او خدای (ج) ته منظوره شوي وي ډېر اجر به ورکړي او که لږه يې کړې وي د خپل زيار په تناسب اجر به ورکړي؛ خو تشويش مو له هغې ورځې دی چې زموږ ادعاوې خو ډېرې لوړې دي خو بيا به د قيامت په ورځ د خدای (ج) په مخ کې تور مخونه ولاړ واوسو.

د افغانستان د اسلامي غورځنګ د رامنځته کېدو يو عمده دليل دا هم و چې د دموکراسۍ په لسيزه کې يو شمېر خپلسرو احزابو سر را پورته کړ، ان چې خپلې رسنۍ يې را ويوستې؛ خو حکومت ورته مړې مړې کتلې. د دغو ګوندو د زياترو په سر کې له اسلام سره د جدي مخالفت فکر و. و مو ليدل چې د ۱۳۵۲ او ۱۳۵۷ کودتا ګانې رامنځته شوې او هېواد د طوفانونو څپو ته ور ټېل وهل شو.

دلته ډېره مهمه خبره دا ده چې د وخت د ظالمو او جابرو حکومتونو فشارونه د دې باعث شول چې نوې نوې اسلامي ډلې له يو ډول انقلابي تفکر سره سر را پورته کړې او دغو ډلو کرار کرار د فتوا منبرونه اشغال کړل، حال دا چې دا ډېر خطرناک کار و. علامه قرضاوي په خپل فتوا نومي کتاب کې کاږی چې ان صحابه و کوښښ کاوه له فتوا نه ځانونه وژغوري، کله به چې څوک کوم صحابي ته د فتوا له‌پاره ورغی هغه به په پر بل حواله ورکوله چې هغه تر ما ډېر پوه دی. خو په شلمه او دا دی يوويشتمه پېړۍ کې په اسلامي ډلو کې انقلابي عنصر ډېره وده وکړه او اوس خبره دې ته ورسېده چې هغه څوک هم د فتوا پر مسند ناست دی چې سورۀ فاتحه يې سهي نه وي زده، د لمانځه او اوداسه پر ډېرو ضروري او لومړنيو مسايلو به نه پوهېږي، ان چې سواد به نه لري، بس سم له واره هم پر مسلمان د کفر فتوا ورکړي او بيا یې په ډېره اسانۍ سره پر ستوني چاړه راکاږي، مقتول تر چړې لاندې د لا اله الا… چغې وهي او قاتل يې له پاسه د ا… اکبر چغې وهي. اوس به نو دا تور او سپين څوک وکړای شي. بس همغه د پيغمبر (صلعم) وړاندوينه ده چې مقتول به پر دې نه پوهېږي چې په کومه ګناه ووژل شو او قاتل به پر دې نه پوهېږي چې په کومه ګناه مې وواژه.

له بلې خوا هغه علما چې د حکومتونو د حمايت تر سيوري لاندې شپې ورځې تېروي او هر ډول امتيازات ورته په مخ کې ايښي وي هغوی بيا عل الاکثر د تفريط لاره خپله کړې. هغوی چې کومه فتوا ورکوي د حاکمې دستګاه د وروځو اشارو ته ګوري، دلته ده چې د افراط او تفريط ترمنځ جګړه شروع شي او د اسلام هغه حقيقي لاره چې هغه «وسط» لاره ده له خلکو پاتې شي.

زما دلته ډېر اندېښنه متأسفانه د ځوانانو له اړخه ده؛ ځکه ځوانان یو خو په طبيعي ډول يو احساساتي قشر دی، ژر يې احساسات پسې اخلي او دا احساسات يې په يوه منډه د قربانۍ پر غولي ودروي. ډېری دغسې کسان دي چې نور خو دغسې يوه انقلابي حرکت ته هڅوي؛ خو که پخپله يې په غاړه کې زنځير ور اچوې هم دغسې ډګر ته نه وړاندې کېږي. متأسفانه اوس زموږ زياتره مکتبي ځوانان، پوهنتوني ځوانان چې لازمه اسلامي او حتی سياسي پوهه نه لري ډېر ژر د خپلو احساساتو ښکار شي او بيا يوه داسې افراط ته مخه کړي چې بيا له خپل مور او پلار سره هم خبرو ته چمتو نه وي. هغوی ته له ځانه او له خپلې ډلې پرته نور په دنيا کې هېڅوک هم ورته مسلمان نه ښکاري، هغوی جنت وخته ځانته ريزرف کړی وي؛ خو دا چې د کايناتو ستر رب به بيا ورسره څه عمل کوي، هغه خو جلا خبره ده. زموږ په خپل هېواد کې متأسفانه زياتره اسلامي ګوندونه په داسې دلدل کې راګېر دي چې له خپلو خېټو او د خپلو کورنيو له ګټو اخوا اصلاً بل هېڅ فکر نه‌شي کولای، هغوی له اسلام نه اوس ابزاري ګټه اخلي او ښايي د عبدالرحمن بابا دا بيت يې په باب ښه صدق وکړي چې:

دين يې دام دی د دنيا په لار کې ايښی

پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات

که سړی لږ جرأت وکړای شي، ښايي دې نتيجې ته ورسېږي چې نور له دې ګوندونو نه هغه د اسلامي مبارزې اصيله لاره پاتې ده. اسلامي ګوندونه پخپلو کې غوښه او چاړه دي او بيا يې د اسلام دښمنانو ته غېږه خلاصه وي. تاسې وګورئ هغه ملت چې همدا پرون یې د اسلام له‌پاره د دوو ميليونو شهيدانو قرباني ورکړه؛ خو نن په انتخاباتو کې له لويديځه راغلي يو چا ته رايه ورکوي، دا حقيقت موږ هره ورځ په سترګو ګورو. د رهبرۍ مسلمان مدعيان د خپل صف ملګری په کاڼو ولي؛ خو پرونيو کمونستو جنرالانو اوسنيو د سيکولريزم علمبردارانو ته يې د غېږې دروازه په دواړو پټو خلاصه وي.

هدف مې دا دی چې دوی بايد اسلامي دعوت ته ډېر وخت ورکړي، دوی بايد ځوانان پر دې پوه کړي، چې د يوه فکري حرکت په نامه د کومې بهرنۍ پروژې برخه نه‌شي. موږ بايد له تاريخه ډېر څه زده کړو، موږ ولې له دې دومره قربانيو سره سره د نظام د جوړولو جوګه نه‌شو، دا ځکه چې موږ دې کار ته لازمه علمي او عملي آمادګي نه وه نيولې. موږ د خپل مقدس جهاد په اوږدو کې خپل ځوانان د سبا له‌پاره و نه روزل، هغه چې وروزل شول فقط د ګوتو په شمار وو؛ نو طبيعي ده چې د دغسې سهل انګارۍ نتيجه همدغسې يو حالت راوځي. موږ ښايي اوس هم يو وروستی چانس ولرو چې بايد را ويښ شو او خپل مسؤوليت وپېژنو او تر سره يې کړو او که اوس هم راويښ نه‌شو؛ نو بيا به مو د اسرافيل (ع) شپېلۍ را ويښوي. زموږ ډېری ځوانان څوک د افراط او څوک د تفريط ښکار شول، چې نور بايد دا پروسه دوام و نه کړي، زموږ ديني علما هم که ټول نه؛ خو زياتره څوک د حکومت د دسترخوان تر اغېز لاندې راغلل او د تفريط لار یې ونيوه او چا د افراط تأييد وکړ، بيا نو دا وسطه لاره څه شوه؟


د ویسا ورځپاڼې څخه په مننه

ف، فايض

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب