اختره راشه ! شعر

اختره راشه دردمند زړه ته يو سکون هم راوړه
د هجر شپو لره يو څرک د سباوون هم راوړه

مــړاوي غـــوټۍ د ارمــانـونـو بيا را وټــوکــــــوه
زمونږ جل وهليو زړو ته بيا نوی ژوندون هم راوړه

چې رڼې اوښکي يې لا زانګي د بڼو په ټال کې
تحفه د صـــبر د يتيم ماشوم محزون هم راوړه

راوړه ډېوې د خوشحالۍ دردونه يوسه رانه
دې غمزده كلي ته داسي يو بدلون هم راوړه

د غمو ترنځي مو سپوږمۍ د زړونو ونېوله
راوړه رڼا اختره ژر راځه خلاصون هم راوړه

د خـپـلــواکـۍ لــيلا به څــو لا مـــروره ګــــرځي؟
نن يې پخولا کړه د زړګي مراد د مجنون هم راوړه

قـــلـــمـــه تــه هـــم هـمـيشه لکه نظام ژړېږې
نن دي پر ژبه د خوښۍ رنګه مضمون هم راوړه

ټپې:

اختر له تاسره ښاييږي
نور خلك خوشې د اختر هوس كوينه

اختر پرون تېر شو عالمه
د بغداد و كوترې نن راغله سېلونه

اختر پرون وو پرون تېر شو
د دامان كوترو نن سره كړه لاسونه

اختر په وخت د ګلو راغى
زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه

اخترہ راغلی خو د مینی غاڑہ چاتہ ورکم ۔
زما د گل پہ شان جانان زما نہ لری اوسی

اختره بلی خواته لاړشه
زه می دی یار په قبر اوښکی توی یومه

اختر مه تورپنحاب کی تیر که
د کابل جان د اختر دیر ارمان لرمه

اختر ته خویندی خوشحالیگی
بی ورونو خویندی دیوالو ته ناستی وینه

اختر ته زکه خوشحالیگم
چی مرور جانان می غیگی له رازینه

د بې وسۍ نه مې په کور کې ډيوه نه بلیږي.
اختره بیا دې دومره زر ولې راپيښه وکړه

ورڼو اخترته خوېندې بوتلې.
بې رورا خوېندې ديوالو ته ناستې دينه

مسافری کی اختر راغی
پردی وطن کی اختر کلہ خوند کوینہ

ورڼو اخترته خوېندې بوتلې.
بې رورا خوېندې ديوالو ته ناستې دينه.

روژی د خداے لپاره نیسم
اختر ته ستا لپاره کلی ته درزمه

اختر ته ځكه خوشحاليږم
چې مسافر اشنا مى کلى ته راځينه

ختر د هغو مبارک شه
چي بخپل وطن کي تيروينه

داسې ناڅاپه جانان راغی
لکه اختر چې په یوکم دیرشمه شینه

اختر دټولو مبارک شه
که مسافر وی که په خپل وطن کې وینه

اختر نږدې دى ياره راشه
مباركي به يو بل ته وركوونه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب