احسان څه ته وايي؟

إحسان كول:

إحسان دې ته وائي: چې دإيمان او إسلام په رڼا كې ته دالله (جل جلاله) داسې عبادت وكړي لكه چې ته الله (جل جلاله) لره ويني، كه ته الله (جل جلاله) لره نه ويني نو هغه خو تا ويني. معنى داچې ته په زړه كې دا راولې چې ته دالله (جل جلاله) په وړاندې ولاړ ئې او دهغه عبادت كوي . او دغه عبادت به دپيغمبر r دسنتو مطابق كوي، او مخالفت به ئي نه كوي. او ټول هغه څه چه مخكې بيان شول دغي ته دإسلام دين ويلی شي .

*ښكاره او معلومه خبره ده چې إسلام دمسمانانو إنفرادي او اجتماعي زندګي په هغه طريقه منظمه او ترتيب كړي ده چې دهغوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي ورپكې ده، له دې كبله الله (جل جلاله) دمسلمانانو لپاره نكاح (واده) په شرعي طريقه حلال او جائز كړي دی او ټينګار ئي پري كړي دی،او زنا، لواطت، او نور ټول ناوړه او دفحاشۍ كارونه ئي حرام كړي دي . صله رحمي – خپلولي- او په بي وسه او بيچاره خلكو باندي مهرباني او دهغوی پالنه ئي واجب كړيده. همدارنګه هر  ښايسته او ښه أخلاق كول ئي واجب كړي، اوټينګار ئي پري كړی دی، او هر رنګ بد او بيكاره أخلاق ئي حرام كړي .

*همدارنكه إسلام ددي خبرې خيال او لحاظ هم ساتلي دی چې ټول خلك ددين إسلام په عملي كولو، او دنورو خلكو دحقونو په خيال ساتلو كې يو شان ندي، بلكه توپير لري، لدې كبله الله (جل جلاله) چې ځنې ويرونكي او منع كونكي سزاګاني دځنو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړيدی كوم چې دالله (جل جلاله) دحق پورې اړه لري، لكه دمرتد كيدلو (خيپل دين پريخودلو) سزا، دزنا كولو سزا، دشراب څښلو سزا، او دارنګه دنورو بدو او ناوړه كارنو سزاګاني .

*لكه څرنګه چې إسلام يو ځای نورې ويرونكې او منعه كونكې سزاكاني دټولو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړي دي كوم چې دخلكو په حقونو باندې تر سره كيږي، لكه دهغوي په وينو او مالونو او أبرو باندې تيري كول .

د دغي سزاكانو ځنې دا دي : دبي حقه وژني سزا، دغلا كولو سزا، په پاك دامنه  خلكو او ښځو باندې دبد نامئ لگولو سزا، بې حقه ديو چا وهلو، او ياورته تكليف رسولو، او يا دچا بې حقه مال أخستلو سزاګاني.

دغه ټولي ذكر شوي سزاګاني داسې سزاګاني دي چې هره سزا دخپل جرم سره په غير دكمي او زياتي نه مناسب او برابره ده.

دارنګه إسلام درعيت علاقه او رابطه دهغوي دحاكمانو او أميرانو سره منظمه كړي او په چوكات كې ئې بنده كړيده .

په رعيت ئي دهغوي دأميرانو او حاكمانو تابعداري په هغه كارونو كي واجب كړي ده كوم كې چې ناروا او دالله (جل جلاله) دحكم خلاف نه وي. او هم ئي په أميرانو او حاكمان په عدل راوستلو او د رعيت سره په ښه سلوک کولو مکلف کړي دي .

*او په آخر كې دا ويلی شو چې: يواځنی دإسلام دين دی چې دبنده او دهغه درب ج په مينځ كې، او دإنسان او دهغه دټولني په مينځ كې په ټولو اړخونو دزندګۍ كې دټينګې او صحېح علاقې او رابطې جوړولو او نيك عمل كولو ضامن دی . هيڅ كوم دخير كار نه شته – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري، يا معاملاتو پورې- مګر إسلام خلكو ته دهغي ښودنه كړيده، او دهغي په كولو ئي ټينګار كړي دی، او دهر بد أو ناروا كارونو – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري يا معاملاتوپورې  له هغې  ئي خلك دارولي دي او دهغي دكولو څخه ئي منع كړيدي .

داټول هر څه چې ذكر شول پدې ښكاره دلالت كوي چې دإسلام دين په خپلو ټولواړخونو كې كامل او ښايسته دين دی .

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب