ابن خلدون څوک و؟

د ستر تاريخ ليكونكي ابن خلدون ټولنيز او فلسفي ليد

ابن خلدون پېژندنه:

پوره نوم يې ولي الدين أبو زيد عبد الرحمن بن محمد بن الحسن بن جابر بن محمد بن إبراهيم بن عبد الرحمن بن خالد (خلدون) الحضرمي دى، چې په ابن خلدون يې شهرت موندلى. نوموړى د 733 هجري سپوږميز كال د روژې په مياشت كې، چې د 1332مېلادي كال د مارچ له ۱۹ مې سره سمون خوري په تونس كې زېږېدلى.

زده كړې او دندې:

ابن خلدون په كوچينوالي كې قرآن كريم حفظ كړ او نورې لومړنۍ زده كړه يې په خپل كور كې له خپل پلار څخه وكړې. د ابن خلدون پلار عبدالرحمن او نور نيكونه يې له وړكوني د پوهې او علم خاوندان وو، چې په اندلس او تونس كې يې د خپل وخت په سياسي ادارو كې لوړې رتبې او مهمې دندې درلودلې او ترڅنګ يې د زيات نفوذ او واك خاوندان هم وو.

 ابن خلدون په  خپل كور كې له لومړنۍ زده كړې څخه وروسته، نور علوم لكه فقه، حديث، د شعر بدايع او ظرايف او ادبيات د خپل عصر له نامتو پوهانو څخه زده كړل او وروسته يې د عرفان او ارسطويي فلسفې پر مطالعه ځان بوخت وساته. ابن‌ خلدون‌ په شل كلنۍ كې‌، په سياسي چارو لاس پورې كړ او د اندلس او افريقې په بېلابېلو دولتونو كې د سفارت د كاتبي او حاجبي دندې درلودې. هغه څو ځله د سفارت دندې هم ترسره كړي.

د ابن خلدون آثار:

ابن خلدون دخپلې دندې پر مهال، بېلابېل بدلونونه او د دولتونو رامنځ ته كېدل او له منځه تلل په خپلو سترګو وليدل، چې هغه د خپلې پوهې او وړتيا په مرسته وكولاى شول، چې له خپلو سياسي مشاهدو څخه په ښه توګه ګټه پورته كړي او د دغو اسنادو او شواهدو په پاملرنه، ډېر ستر تاريخي آثار يې رامنځ كړل او په دې برخه كې څو بېلابېل كتابونه يې وليكل، چې موږ يې په لاندې ډول درپېژنو:

۱- مقدمه:

ابن خلدون د خپلو علمي او څېړنېزو هڅو په دوام وكولاى شول، د اسلامي نړۍ ترټولو ستر فلسفي او تاريخي اثر ((مقدمه)) بشريت ته وړاندې كړي. ده د (مقدمې) په ليكلو سره د ټولنيزو علومو په ډګر كې د يوې نوې فكري او تګلارې باب پرانيسته او تاريخ يې د پوهې پر بنسټونو برابر خلكو ته وړاندې كړ.

 د ابن خلدون مقدمه، د اسلامي نړۍ ترټولو ستر او نوموتى تاريخي اثر دى، چې د لومړي ځل لپاره پكې د تاريخ فلسفې، ټولنپوهنه او د سياسي اقتصاد علم له مباديو او ټولنيز عدالت څخه بحث شوى. ابن خلدون د دې كتاب په ليكلو كې د خپل دور د نورو علومو له كتابونو څخه هم ګټه اخيستى ‘مقدمه ‘په ټوليز ډول له شپږو اصلي بابو او څو فصلونو څخه تشكيل شوى. د دې كتاب لومړى ټوك درې اصلي بابونه په بر كې نيسي، چې د ده د ژوند، آثار، زده كړې او دولتي او سياسي تجربو په تړاو په يوه مقدمه پيلېږي، همدارنګه دغه ټوك د ده د دوران مهمو پېښو ته شاملېږي.

 د يادونې وړ ده، چې د ابن خلدون دويم او درېيم كتاب هم د تاريخ په برخه كې ليكل شوى؛ خو المقدمه تر ټولو يو نامي او نه هېرودنكى اثر دى، چې تاريخي پېښې په كې له فلسفي اړخه په ژوره توګه څېړل شوي دي.

د ابن خلدون فكري ځانګړنې:

اروپايانو ابن خلدون د تاريخي فلسفې بنسټگر او په يوه نوې بڼه د ټولنيزو ليدلورو مخكښ بولي؛ د تاريخ په فلسفه كې د ده ليدلورى په لاندې ډول دى:

 ۱–  دورگرايي يا دور پالنې‌:

د ابن خلدون په فكري نظام كې، ټولنې هم له دوري ودې او پرمختيا څخه برخمنې دي؛ يانې ټولنې هم د خپل شتون په اوږدو كې بېلابېل پړاوونه ترسره كوي. د ده په اند، ټولنې او دولتونه هم د انسانانو په څېر له خپل ځانګړى ژوند څخه برخمنې دي، چې په ترڅ كې يې وجود مومي، لويېږي، وده كوي او د خپل پوخوالي، وړتيا او پرمختګ لوړيو پوړو ته رسېږي او وروسته خپل نزولي پړاوونه وهي.

 ۲  -تقديرپالنې‌:

ټولنيز بدلونونه يو مسلم او بديهي امر دى او تاريخ په خپل دوراني تګلورى كې له داسې پړاوونو څخه تېريږي، چې دغه دورپالنې يې ناشونى ګرځوي.

 ۳ – د واك تمركز‌:

د ابن خلدون په باور، عصبيت د سياسي واك د ترلاسه كولو او مبارزې په مفهوم دى. د تاريخ په لړ كې د واك كوم خاوندان، چې د عصبيت‌ ځواك په وسيله پر نورو برلاسه شوي، په ځان غوښتنې، ناز او تنعم كې په ډوبېدو سره او همدا راز د ښكلا خوښونې، تبذير او اسراف له امله، د بل پياوړي دولت له خوا نسكور شوى او له منځه تللى.

د ابن خلدون په ټولنيزو تګلورو كې بنسټيزې ځانګړنې او آر محورونه:

  موږ كولاى شو، چې د ابن خلدون تګلورى په لاندي محورونو كې لنډ كړو.

  ۱ – انسانان په غريزي ډول ټولنيز او سياسي دي.

  ۲ – ټولنيزې پديدې د مشاهدې او ارزونې وړ دي. له دوى څخه هر يوه كولاى شي، څو اړخيزې وي او د موضوع هر اړخ د ټولنيزو علومو د څانګو د يوې څانګې د ارزونې وړ ګرځي.

 ۳ – ټولنيز چاپېريال د طبيعي او اقليمي چاپېريال تر اغېزو قرار لري.

  ۴ – ټولنيز سازمانونه او جوړښتونه له يو بل سره تړاو لري او همدا راز يو له بله اغېزمن كېږي.

 ۵ – طبيعي او ټولنيز چاپېريال د انسانانو او د ټولنې د وګړو د شخصيت په جوړښت كې خورا تر ټولو زياتې اغېزې لري.

 ۶ – ټولنه او ټولنيزې پدېدې له فرد څخه بېل او خپلواكې نه دي؛ بلكې له يو لړ ټولنيزو قوانينو څخه پيروي كوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب