د مسلمان ځوان ځانګړتياوې

ډیری ځوانان یوازې د اسلام په نامه بسنه کوي، په خپله کورنۍ ویاړي او د محمد، عبدالرحمن او  مصطفی نومونو ته خوشحاله دي، کړنې یې د اسلام سره اړخ نه لګوي، اوس نو دغه تش په نامه مسلمان ځوان له هغه نامسلمانه ځوان څخه څه توپیرلري  چې د اسلامي تګلارې څخه د سره خبر نه دی؟

ډیری ځوانان یوازې د اسلام په نامه بسنه کوي، په خپله کورنۍ ویاړي او د محمد، عبدالرحمن او  مصطفی نومونو ته خوشحاله دي، کړنې یې د اسلام سره اړخ نه لګوي، اوس نو دغه تش په نامه مسلمان ځوان له هغه نامسلمانه ځوان څخه څه توپیرلري  چې د اسلامي تګلارې څخه د سره خبر نه دی؟ همدې خبرې د مضمون لیکلو ته وهڅولم ، تر څو ریښتني مسلمان ځوانان د تش په نامه ځوانانو له ټولي څخه را بهر کړم .

اسلامي دعوتګر او ټولنپوهان په دې هڅه کې دي  چې  داسې يوه ټولنه رامنځ ته كړي، چې روح یې د ایمان په وړانګو روښانه، جسم یې د اسلام په چوکاټ برابر او اخلاق یې د الهي وحی تر سيوري لاندې جوت وي ، ښکاره ده چې داسې یوه ټولنه بیا په ښایست او پیاوړتیا کې ساری نلري، خو د دې كار لپاره د هغه ځوان د مواصفاتو څرنګوالۍ اړین بریښي چې د داسې اسلامي کره ټولنې د رامنځ ته لولو  لپاره مټې را نغاړي،

ځكه نو وایو چې :
1. مسلمان ځوان تل په خپل اسلامي هویت ویاړي او د دې هڅه کوي ترڅو ریښتینۍ مسلمان شي.
2. د زړه له تله د قرآن تلاوت کوي ، په لوړو معناګانو کې یې فکر کوي ، ترڅو قرآني حکمتونه ترلاسه کړي ، زړه راښکونکي وعظونه او پندونه یې عملي کړي ، پاک خدای جل جلاله وايي: ( اولم یکفهم انا انزلنا علیک الکتاب يتلی علیهم) ،( آیا نه دي کافی (ستاامت ته اې محمده ) دا چې موږ نازل کړی دی پر تا باندې (داسې) کتاب (قرآن) چې تل لوستل کیږي پر دوی باندې).

3. مسلمان ځوان یوازې په خدای ایمان لري ، د شرک او شرک ته ورته کارونو څخه ځان ژغوري ، دزړه له تله دخدای په یووالي باور لري ، او وايي: یوازې همدغه لوی خدای جل جلاله د نړۍ واکدار دی، پرته له هغه څخه بل هیڅوک ګټه او تاوان رسوونکی نشته ، او  په همدغې پیاوړې عقیدې سره ځان د ناسمو خیالونو څخه را وباسي، د مغرورانو او زور واکانو څیرې یې په ایماني سترګو کې سپکې څرګندیږي، دستونزو په وړاندې بې پروا په مخ ځي، دخپلې جهادي تګلارې خطرات زغملی شي ، اصلاح دعوت او جهاد ته په مینه وردانګي.

your ads

4. مسلمان ځوان د نبوي سپیڅلي سیرت زده کړي کوي، په دې لاره کې خپل وروستۍ کوښښ نه دریغوي، ترڅو د نبوي ژوند ریښتینې بڼه وګوري، هغه د خپل ژوند تګلاره وګرځوي، په حکمتونو يې ځان وپوهوي، دنبوي کړنو وروستۍ پایلې وڅیړي ، دهر ګام او اقدام کلکو موخو ته یې متوجه شي، ترڅو وپوهیږي چې دا کړنې پرته له رسول څخه د بل چا نه نه تصوریږي ، اګر که بل څوک د لوړ عقل، تیزې پوهې او لوړې ځیرکتیا څخه برخمن وي ، او کلونو کلونه يې د دې لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې کړې وي.

5. مسلمان ځوان د خدای هر امر ته په پرانیستې ټنډه غاړه ږدي، دهغه عبادت ته په هرځای او هروخت کې ژمن وي ، پنځه وخته لمونځ په ویښ زړه سره اداء کوي ، د بې باکه کوڅه ډبو تر اغیزې لاندې کله هم نه راځي، د هغوی تمسخر او خندا ته هیڅ ارزښت نه ورکوي ، دا خو د ضعیف ایمانه ځوانانو کار دی چې تل د نورو تر اغیزې لاندې راځي، په محفلونو او ناستو کې د دې لپاره لمونځ نکوي، ترڅو څوک ورپورې ونه خاندي ، ملا، شیخ…. ورته ونه وايي ، د محفل په ګډونوالو کې بې اهمیته نشي، خبروته یې په سپک نظر ونه کتل شي.

6. مسلمان ځوان په خپل دین ویاړي ، د خپل دین څخه دفاع کوي، په منطقي او د حکمت نه په ډکو دلایلو د دين د دښمنانو ځواب وايي ، اګر که هغه د زور او ځواک خاوندان وي، د خبرې او مخې څښتنان وي ، ضعیف ایمانه ځوان به د کبرجنو کرغیړنو په وړاندې سر ټیټوي، دهغوي په وړاندې به سکوت او چوپتیا غوره کوي ، کیدای شي دهغه د عقیدې ضعف د داسې کبرجنو د ملګرتیا لامل شي، او خدای پاک خو پوره پوهه لري چې کوم بنده ګان یې د مخلوق رضا د خدای په قهر او غوسې سره ترلاسه کوي .

7. مسلمان ځوان هرکله د خیر ښیګڼې عمر غواړي ، د بدمرغۍ لوري ته په تلو د خپل ژوند د پای غوښتنه کوي، تل په دې هڅه کې وي ترڅو د ژوند یوه ګړۍ یې هم بې ځایه او بې ګټې تیره نشي، علم او پوهه ترلاسه کوي او صالح عملونه ترسره کوي.

8. مسلمان ځوان ته چې کله هم کوم کار سپارل کیږي، نو په پوره امانت دارۍ یې سرته رسوي ، ځکه دی په دې پوهیږي چې خلک د کار په ښه ترسره کولو سره  عزت تر لاسه کوي ، او مسلمان ځوان خپل مسؤولیت په ښه توګه پیژني او د دې احساس کوي چې ورته سپارل شوی امانت د هغه چا په وړاندې ترسره کوي چې په ځمکه او آسمان که هیڅ شی دده دعلم نه پټ کیدای نشي.

9. مسلمان ځوان د خدایي نور په وړانګو مخ په وړاندې ځي ، د دښمنانو تقلید ته کله هڅه نه کوي، خپل اسلامي لباس، عادات رواجونه ورته محترم وي، د نورو عادات او رواجونه پرته له کوم مصلحت څخه نه پلي کوي، ځکه دا د ضفیف ایمانه خلکو کار دی، چې پردیو رواجوته لیوالتیا ښيي او پرې ویاړي، كه څه هم هغه عادتونه د اسلامي شریعت سره په ټکر کې هم وي ، لکه په چپ لاس خوراک کول ، په ناسته پاسته کې شرعي آداب نه مراعاتول، په لباس مسکن او مکتب کې خدای له یاده ایستل.

10. مسلمان ځوان د شریعت احکام د خپلې خوښې سره سم نه تعبیروي ، شریعت د ځان تابع نه ګرځوي بلکې عقیده لري چې دی د شریعت تابع دی ، لکه ضعیف ایمانه خلک چې تل دا کوښښ کوي ترڅو د ښځو سره ناسته ولاړه روا وبولي ، او دا یوه اسانه خبره څرګنده کړي چې د شریعت سره څه تړاو نلري ، او دا د دې لپاره ترڅو د مسلمانانو لوڼو او خویندو ته په ډكه سترګه وګوري ، پرته له دې چې څوک ورته د انکار کولو څه ووایي.

11. مسلمان ځوان د ملحدینو مجلسونو ته نه ورځي ، د بې باکه غیرو مسلمانو په ناستو کې نه حاضریږي ، ځکه د ده زړه په ایمان سره ژوندی دی ، د دین په وړاندې هره خبره یې ځوروي ، او دا خو د تاریخ په اوږدو کې څرګنده ده چې کفار او مشرکین د دې کوښښ کوي تر څو مسلمانان په خپلو ناستو کې وځوروي ، که په صراحت سره نه وي نو رمزونه او کنایې خو خامخا وايي چې منل یې سخت دي ، نو ګرانه مسلمانه ! د کافرانو او ملحدانو په کړنو کې وفاء نشته، په مینه او محبت کې یې ریښتیا نشته ، ترڅو د دوی په لاره ولاړ نشې ، خبره یې  ونه منې او په هره ناروا کې ورسره مل نشې .

12. مسلمان ځوان د اسلام په رڼا کې د بښنې لوی لاس لري ، د خلکو په اصلاح کې پوره هڅه کوي ، د ښکلو اسلامي اخلاقو نمونه وي ، کله چې د اسلام د دښمنانو سره یوځای کیږي، د خپل هیواد لوړې ګټې له یاده نه باسي، دهغوی سره د انسانیت او اسلامیت په چوکاټ کې ناسته پاسته کوي، کله چې د کومې علمي راکړې ورکړې خبره یادیږي د خپل دین په ریښتینو حقایقو بسنه کوي ، او د دین په ښکاره دلایلو سره په هغوی دلیل راوړي، د سختو رکیکو او بې معنا خبرو څخه په کلکه ځان ژغوري، ترڅو د قهر او غوصې سره مخ نشي، ښکلی وقار یې مات نشي، ځکه ډیرې نرمې خبرې د حق د منلو لامل ګرځي، او منکر لوري ته دتدبیر او فکر وخت ورکوي، او را غواړي یې ترڅو دلایل له سره یو ځل بیا وڅیړي .

13. کله نا کله د مصلحت له مخې کیدای شي مسلمان ځوان چوپتیا غوره کړي اګر که خبره یې حق وي، خو که چیرې څه وایي باید حق ووايي ، ریښتینې خبرې تل د راتلونکې لپاره په انسانانو کې روحي ځواک را منځته کوي.

14. مسلمان ځوان خلکو ته د مال او منصب له مخې قدر او عزت نه ورکوي، لکه څرنګه چې په عامو خلکو کې رواج دی ، بلکې خلک د قرآن په وینا د خدای نه په ډیر ډار سره منزلت ترلاسه کوي، هغه خلک غوره دي چې د سالم عقل څښتنان وي، پاکه ماضي ولري ، د علم او پوهې څښتنان وي، خدای پاک وايي ( ان اکرمکم عند الله اتقاکم)، (بې شکه ستاسو ترټولو غوره دخدای په نزد د خدای نه ډیر ویریدونکی دی).

15. مسلمان ځوان د خپلو دنیوي ستونزو د حل لپاره د حلال مال د پیدا کولو لپاره هڅه کوي ، ځان هیڅکله هم  د نورو د اوږو بار نشي منلی، د چاپلوسۍ پیسې د خدای چاته ورنکړي، د خپل لاس ګټلي خوري، په کار باندې نه شرمیږي، نه غواړي خدای ورکړی وقار یې بل ته په احتیاج کې له منځه ولاړشي، په خپل خدای توکل لري، خپل عزت ته درناوی کوي او دا عزت په ټوله دنیا نشي ورکولی. پاک خدای وایي: ( ولله العزة ولرسوله ولمؤمنین)، ( عزت  خدای لره دی ، د هغه د رسول لره دی، د مؤمنانو لره دی ) .

16. مسلمان ځوان په خپلو وروڼو باندې ځان لوړ نه ګڼي، که څه هم په علم او پوهه کې تر هغوى نه  پیاوړی وي، دنده او منصب یې تر نورو لوړ وي، د مال او دولت څښتن وي، د خان او ملک زوی وي، ځکه کبر او غرور د داسې بشر سره نه ښایي چې دومره ضعیف وي لکه انسان، لويوالى د خدای ځانګیړنه ده، هر انسان چې کبر کړی خدای  د سخت ذلت سره مخ کړی ، په سپکو سپک شوی  او د خلکو په سترګو کې یې شته شان او شوکت له خاورو سره خاورې شوی .

17. مسلمان ځوان بیا د هغو کبرجنو په وړاندې ځان لوړ ګڼي چې د ده تواضع ورته کم عقلي ښکاري، ځکه هغوی د کمزوري عقل څښتنان دي، په وړاندې یې تواضع کول سم نه دي ( الکبر مع المتکبرین عبادة) د کبرجنو په وړاندې ځان لوړ ګڼل غوره کار دی، تر څو ورته څرګند کړي چې ریښتینی ایمان هیڅکله هم د سپکاوي څرک نشي زغملی.

18. او  بالاخره مسلمان ځوان چې کله د شریعت خلاف کار وویني مخنیوی یې کوي، کله چې د شریعت سره سم د خیر ښیګڼې کار وویني درناوی یې کوي او تاییدوي يې، د بې غیرتو غوندې نه وايي چې دا کار د لنګوټې د څښتنانو دی. الله بلا به ګردن ملا، زموږ دین د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کار تر یوه ځانګړي ټولي (ملایانو) پورې نه دی خاص کړی، بلکه هر هغه څوک چې د خیر کار پیژني نورو ته ښودل یې پرې شرعا واجب دي، او هر هغه څوک چې ناروا کار پیژني مخنیوی یې پرې واجب دی، خپل ځان او نور باید ځینې منع کړي، دلته د ځوان او شیخ خبره غلطه ده، د پګړۍ او خولۍ خبرې بې بنسټه دي، ټول ریښتیني مسلمانان دا مسؤولیت لري تر څو خپل مسلمان ورور د جهنم څخه وژغوري.

زما وروڼو!  دغه یو څو ټکي مو د سپیڅلي سیرت څخه تاسو ته غوره کړي، کوم چې هر مسلمان ځوان ورته اړتیا لري، که چیرې په ریښتیا عملي شي، نو موږ به د هر زورواکي نیواکګر په وړاندې ودریدای شو، او موږ ته په خدای توکل او بروسه را په برخه کوي، بېشکه چې خدای جل جلاله ریښتینۍ مرستندوی او ښه ملګری دی .

سرچينه: موقع دعوة الإسلام

ژباړه: خليل الرحمن حنيف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب