ابن خلدون او د هغه ځانګړې كړنلاره پېژندنه
د هغو ټولو وسيلو او لارو ټولګه، چې د نظر او پوهې خاوندان ترې حقيقت ته د رسېدو په موخه ګټه اخلي، كړنلاره بولي او د كړنلارو ارزونې ته ((كړنلاره پېژندنه)) وايي.
د ابن خلدون كړنلاره پېژندنه، د تاريخ علم فضيلت او د كړنلارو څېړنې ته يې او هغه اوهام، چې تاريخپوهانو ته رادمخه كېږي او همدارنګه د هغوى د ځېنو لاملونو يادونې ته ځانګړې شوې ده. ابن خلدون وايي، چې د تاريخ علم خپله ځانګړې كړنلارې لري، چې هرڅوك يې نه شي ترلاسه كولاى، هغه زياتوي، دغه علم ډېرې ګټې لري او يوه شريفه موخنه ده؛ ځكه چې دغه علم موږ د پخوانيو خلكو له عاداتو او ماضي او د پيغمبرانو او دولتونو له سيرت او پاچاهانو له سياستونو سره آشنا كوي. هغه په دې باور دى، چې كه كوم څېړونكى او لټونكى غواړي، چې د دين او دنيا په چارو كې د تاريخ له تجربو څخه پراخه ګټه ورپه برخه شي ؛ نو اړ دى، چې لټونكي زياتو سرچينو او بېلابېلو علوموته لاسرسى ولري. د ده په عقيده نوموړى بايدد حسن نظر په لرلو له لوړ زغم او ټېنګا څخه برخمن وي؛ ترڅو وكولى شي، د حقيقت خوا ته په رښتينى ډول خپل يون پيل كړي او په دې لار كې له تېروتنو څخه ډډه وكړي. د ابن خلدون په باور، كه تاريخپوه يوازې د اخبارو په رانقلولو ډاډ ولري، بې شكه د تېروتنې كندې ته له لوېدو څخه په امان نه شي پاتې كېدلاى.
ابن خلدون د تاريخ ليكونكو تېروتنې په لاندې توګه راپه ګوته كوي:
۱ – د روايت كوونكو ناخبري او غفلت او د واك او منزلت خاوندانو ته د نژدې كېدو لېوالتيا.
۲ – يوې عقېدې او مذهب ته د مورخ لېوالتيا او تعلق.
۳ – د اړتيا وړ علومو ته د تاريخ ليكونكو نه لاسرسى.
۴ – د تاريخ ليكونكو له يو بله تقليد. د ابن خلدون د كړنلارې پېژندنې مبنا او بنسټ بايد د تاريخي پېښو په عيني او منطقي كتنو كې وارزوو. له دې نه اخوا، دى له هغو لومړنيو كسانو څخه دى، چې په هوښيارۍ سره د تاريخي ځانګړنې اصل موندلى. كه څه هم د ده په باور تاريخي دورې يو له بل سره تړاو لري؛ خو هر تاريخي پړاو د ځانګړې څېړنې او ارزونې وړ دى.