ابراهیم علیه السلام چېرته زېږېدلی؟

د ابراهيم علیه السلام زېږد

مؤرخين ليکي : ابراهيم علیه السلام  د دمشق په سيمه ، دبرزه په کلي کي زېږېدلى دئ البته دغه کلى قاسيون په غره کي واقع دئ . مګر دسيرت او تاريخ پوهان وايي : صحيح خبره داده چي ابراهيم علیه السلام  دعراق په سيمه کي دبابل په ښار کي زېږېدلى دئ.ابن کثيررحمة الله علیه وروسته تردې چي لومړى روايت يې رانقل کړى دئ ــ وايي : صحيح خبره داده چي ابراهيم علیه السلام  دبابل په سيمه کي زېږېدلى دئ . داچي دده نسبت دمشق ته کيږي له دې امله چي دى دخپل وراره لوط علیه السلام  مرستي ته هلته تللى وو او په هغه ځاى کي يې لمونځ کړى دئ.
دابراهيم علیه السلام  پلار آزر وو . ابراهيم علیه السلام  هغه وخت وزېږېدئ چي پلار يې اوياکلنۍ ته رسېدلى وو . دده ترپيدايښت وروسته دده دوه ورڼه وزېږېده چي ديوه نوم ناحور او دبل نوم هاران وو . لوط علیه السلام  دهاران زوى دئ له همدې امله لوط علیه السلام  دده وراره کيږي . اهل کتاب په دې آند دي چي ابراهيم علیه السلام  دپلار منځنى زوى وو . دابراهيم علیه السلام  ورور هاران دخپل پلار په ژوند کي په همهغه سيمه کي  ومړ په کومه چي زېږېدلى وو يعني دبابل په ښار کي وفات سو . په دغه دواړو نظرو کي لومړۍ خبره صحيح ده.
ابراهيم علیه السلام  چي کله ځوان سو نو دخپلي مېرمني ساره رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه ، ساره رضی الله عنها وچه وه اولاد يې نه کېدئ . ابراهيم علیه السلام  دپلار سره دعراق دسيمي وکوچېده دکنعانيانو يعني دبيت المقدس ښارونو ته ولاړل هلته شام ته نژدې په حران نومي ښار کي مېشت سوه . ددغه ښار خلګو اووه ګوني ستوري په خدايي ګڼلي وه او ددغه اوو ستوري پرستش يې  کاوه. دابن کثير دروايت له مخي دشام خلګو هم دغه عبادت کاوه . کله چي به ددغه سيمو خلګو عبادت کاوه نو مخ به يې قطب شمالي ته کاوه څو دټولو ستورو پرستش راسي .له همدې امله ددمشق دپخواني ښار پر هره دروازه باندي ديوه ستوري مجمسه ولاړه وه . دوى ستورو ته قربانۍ کولې ، ستورو ته به يې جشنونه جوړول . په دغه ډول هغه سيمه چي ابراهيم علیه السلام  پکښي مېشت سوى وو يعني دحران خلګو هم په دغه ډول دستورو عبادت کاوه. په دغه زمانه کي دمځکي دمخ ټول اوسېدونکي دابراهيم علیه السلام  ، دده دمېرمني او دده دوراره لوط علیه السلام  څخه پرته کافران وه . همدا ابراهيم علیه السلام  چي الله جل جلاله  دګمراهۍ اومفاسدو دلمنځه وړلو لپاره وسيله جوړ کړ، الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  دپوره ، غښتلو او چوپونکو دلائلو سره يوځاى لېږلى وو . ده ته الله جل جلاله  دماشومتوب څخه هدايت کړى وو اوپوره علم يې ورکړى وو له همدې امله ابراهيم علیه السلام  تېز نظر درلودئ ، ټينګ عزم يې درلودئ ، دخپل قوم سره يې مجادله او مناظره کول . دهغه دلائلو په مټ چي الله جل جلاله  ده ته ورکړي وه دى پر خپل قوم باندي برلاسى سو خپل مخالفين يې مغلوب کړه او دمقابلې توان يې نه درلودئ.
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب