آیا د پنځو لمونځونو وختونه ثابت دي؟ د جهري او خفي لمونځ حکم څه دی؟

 پوښتنې:

آياد قرآن كريم څخه د پنځو لمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه {2}
قدرمنده زما پوښتنه دلمانځه په اړه داسي ده چي 🙁 دماښام ،دماسخوتن او دجمعي مبارکي فرض لموځ ولي په جهر سره او پاتی نور لمونځونه په خفیه سره کيږي؟

 پوښتنه:

زما ېوه بله پوښتنه داده چې آیا داسې کوم آیت یا حدیث شته چې ترې دهر وخت دلمانځه رکعتونه ثبوت شی چې څو څو رکعاته دی؟
امید لرم چې زما دا مشکل حل کړي . {1}

پوښتنه :

له دې آيت ( اقم الصلوة طرفى النهاروزلفامن الليل(4) ) څخه دلمانځه درې وختونه يعني دسهار،ماښام اوماخوستن وختونه ثابتوي آيادقرآن شريف څخه دپنځه واړو لمونځونووختونه ښكاره ثابتيږي ؟

ځواب : په دې آيت شريف ( اقم الصلوة طرفى النهار وزلفا من الليل ) كې دپنځوواړولمونځونوفرضيت هم ثابتيږي په دې ډول چې دورځي په يوه طرف كې دسهارلمونځ دى اوپه دوهم طرف كې دزوال څخه وروسته دلمردپريوتلو تر اخره پوري درې لمونځونه دي يعني دماسپښين ،مازديګراوماښام اود(زلفامن الليل ) څخه دماخوستن لمونځ مراد كيداى شي ځكه چې دورځي اوله نيمه برخه د زوال پوري ده او دوهمه برخه د زوال څخه وروسته دلمرترپريوتلو پوري ده كه په دوهمه برخه كې د لمرپريوتوپوري دوه لمونځونه ماسپښين اومازديګر راشي نود ماښام اوماخوستن له (زلفامن الليل ) څخه مرادكيداى شي اوديوبل آيت څخه هم مفسرينوپنځه واړه لمونځونه ثابت كړي دي چې هغه دادى ( فسبحن الله حين تمسون وحين تصبحون وله الحمدفى السموات والارض وعشياوحين تظهرون (1)) .

لمونځ دمعراج په شپه فرض شوى دى اوهمدا دصحيحوحديثوڅخه ثابته ده (مظاهر حق دمشكوة شريف اردو شرحه وګورئ ) (2).

د دوهم سوال ځواب :

د قرائت دوه حالته دي جهري او خفيه :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :

( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .

او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې 🙁 وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل مستحب دی او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ).

 خلاصه داشوه:

نو د حديث د اختلاف په وجه علماء هم په دې کې مختلف دي، امام شافعي رحمه الله وايي چې په جهري او خفيه دواړو لمونځونو کې بايد مقتدي قرائت ووايي .

او امام مالک رحمه وايي چې په جهري لمونځ کې به يې نه وايي او په خفيه لمونځ کې به وايي.

او امام ابوحنيفه رحمه الله وايي چې نه به يې په جهري لمونځ او نه په خفيه کې لمونځ به مقتدي فاتحه وايي.

او امام محمد رحمه الله چې د امام ابوحنيفه شاګرد دى هغه هم سير کبير کې نقل کړي دي چې په خفيه لمونځ په امام پسې قراءت ويل بهتر دى.

 نو د ټولو مذاهبو او احاديثو په منځ کې توفيق دا دى چې:

ښه خبره دا دى چې په جهري لمونځ کې په امام پسې قرائت ونه ويل شي ځکه چې د الله تعالى امر هم دى کله چې قرآنکريم لوستل کېږي نو هغه واورۍ او خاموش اوسئ او فاتحه هم قران ده.
او په خفيه لمونځ کې بهتره خبره دا ده چې په امام پسې فاتحه ولوستل شي ځکه چې د فاتحې لوستل د لمانځه د تکميل په معنى ده او د ټولو احاديثو په او د قرآن کريم په ايت شريف به عمل هم راشي.

والله اعلم


(4)  سورة هود ركوع ۱۰ .

(1)  سورة الروم ركوع ۲ ، ( فسبحان الله حين تمسون قيل المراد بالتسبيح ههناالصلوات الخمس فقوله حين تمسون صلاة المغرب والعشاء وقوله حين تصبحون صلاة الفجروقوله عشيا صلاة العصروقوله وحين تظهرون صلاة الظهركذاقال الضحاك وسعيدبن جبيروغيرهما الخ (فتح القدير للشوكانى  ص ۲۱۱ ج۴ ) .

(2)  هى فرض عين على كل مكلف بالاجماع فرضت فى الاسراء ليلة قبل السبت سابع عشر رمضان قبل الهجرة بسنة ونصف وكانت قبله صلاتين قبل طلوع الشمس وقبل غروبهاشمسى (درمختار) انهم اختلفوا فى اى سنة كان الاسراء بعداتفاقهم على انه كان بعدالبعثة الخ ( ردالمحتار كتاب الصلواة  ص ۳۲۵ ج۱ ) دمعراج سره متعلق ديوه اوږد حديث په پاى كې داسې راغلي دي ( ثم فرضت على الصلوة خمسين كل يوم فرجعت على موسى عليه السلام فقال بما امرت قلت امرت بخمسين صلوة كل يوم قال ان امتك لاتستطيع خمسين صلوة كل يوم وانى والله قد جربت الناس قبلك وعالجت بنى اسرائيل اشدالمعالجة فارجع الى ربك  فسله التخفيف لامتك فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى عليه السلام فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى u فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فامرت بعشر صلوات كل يوم فرجعت الى موسى عليه السلام  فقال مثله فرجعت فامرت بخمس صلوات كل يوم الخ متفق عليه ( مشكوة با ب المعراج  فصل اول  ص ۵۲۸ ) .

 

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب