د ټاکنو مفهوم او مخینه

څرنگه چې دبرتانېې په سياسي تاريخ کې لیدل کيږي ،د ننني مفهوم له مخې دټاکنو لومړنۍ بنسټ اواساس په نوموړي هېوادکې ايښودل شوی .
د اشرافو ، روحانيونو او دځمکې خاوندانو دتورې دزور له امله په مطلقه سلطنت کې بدلون رامنځ ته شواوپه مالي چاروکې يې دخپل واک ځينې برخې هغوۍ ته انتقال کړې ، هغه مهال دصنعتي توليداتو ، سوداگرۍ اوښاري بورژوازۍ پرمختگ په انگلستان کې ددې سبب شو،ترڅو دغه نوی قدرت ديوې ټولنيزې پديدې په څيرومنل شي .دانگلستان په پارلمان کې دصنعتي بورژوازۍ ، سوداګرۍ او د روڼ اندو دفکري استازو له گډون سره موافقه وشوه .
دې بدلون دلومړي ځل لپاره داستازو د گډون موضوع مطرح کړه، په نوموړي هېوادکې د ټاکنو بنسټ په ساده اولومړني شکل کيښودل شو . له همغه مهاله راپه دې خوا ورو ورو دټاکنو لا رو اوطريقو دتکامل شکل غوره کړ او ديو اتفاقې اوتيريدونکي حالت څخه په اوښتويې منسجمه اومنظمه بڼه اختيارکړه ، نوپه دې توګه يې داکثروهېوادونو په قوانینو کې ځای وموند. په وروستي شکل دټاکنو حقوقي اوسياسي منځته راتگ په ولسمې (١٧) اواتلسمې (١٨) پيړیو کې داستازيتوب دنظريې په منلو ، داستازو رژيمونو له لوري دملي حاکميت دنظريې په رامنځته کيدوسره ترسره شو، داروپايي انقلابيونوله لوري دخلکو دحاکميت فلسفې په ردولو ،چې روسو اوپلو يانويې وړاندې کړې وه، ځای دملي حاکميت نظريې ته خالي شو، ځکه بې له کمي اوزياتي څخه دخلکو دحاکميت منل ،دمستقيمې ډيموکراسۍ لپاره لاره هواروله اوداهغه څه وو، چې قانون جوړونکواونظريو ورکوونکوله هغه څخه ډډه کوله .

انقلابيون ټولو خلکوته دټولنې دبرخليک له سپارولوسره هم غږي نه وو او ددې کارپايلې يې خطرناکې گڼلې ،هغوۍ دټولنې مصلحت اوښيگڼې دټاکنو دلارې په رامنځته شويو روڼ اندو واکمنانوکې ليدلې .

دغه تفکر دزمانې له هيلو او ارمانونو سره ډيرسمون درلود ، له بل لوري په عمل کې په مستقيمې ډيموکراسۍ پورې داړونده نظرياتو ترسره کولو ځينې ستونزې له ځانه سره لرلې ، په ځانګړي توگه په لویوهېوادونوکې دقوانينو دتصويب ، دقضاتو دټاکلو او داجرايي چارواکودټاکلواوغوراوي لپاره دټولو خلکو غونډيدل غير ممکن بريښيدل .
نوپه دې توگه څه په عملي اوڅه په نظریاتي لحاظ غيرمستقيمه ډيموکراسي ډيره دمنلو وړگڼل کيده ،نن ورځ مستقيمه ډيموکراسي دځينو کوچنيو دولتونولکه دسويس کانتونونه اودشمالي امريکا له څو ايالتونوپرته په نوروځايونوکې نه عملي کيږي اوپه اکثرو هېوادونو کې دواکمنانو اواستازو ټاکنه دټاکنو له لارې ترسره کيږي .

ډاکټر سید ابوالفضل قاضي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب