آيا بې سوادي د دعوت په لار کې خنډ دی؟؟
کله چې په عربي ټاپووزمي کې د اسلام دعوت وړاندې شو، په هغه مهال د دغه سيمو اوسيدونکي تقريبا سل په سلو کې بې سواده او د ليک لوست سره نا آشنا و، ځکه چې قريش تر ټولو پرمختللې قبيله وه،خو په دغه قبيله کې يوازې اولس تنه باسواده و، په مدينه منوره کې هم د ګوتوپه شمير لوستونکي موجود و، په دې توګه د نورو ښارونو د سواد کچه له همدې پرمختللو ښارونو ښه څرګنديږي.
بل پلو ته د قرآن کريم د تعليم ، تبليغ او رسولو طريقه دا ده چې په شفاهي توګه به ياديده او نورو ته به رسول کيده.او له همدې لارې اسلام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيد، د دې خبرې ساده مطلب دا شو چې:
د اسلامي دعوت مخاطبينو ته اړينه نه ده چې ارومرو دې ټول لوستونکي وي، بلکې نالوستي خلک هم مدعويين کيدای شي او هم تر ټولو ستر دعوت کونکی.
دوهمه خبره دا ده چې د اسلام په پيل کې نالوستي خلک دين ته راوبلل شول، او هغوی يوازې دژبې له لارې دغه ستر بدلون راووست چې ورسره دغه امي قوم له يوې خوا د نړۍ معلمين او ښوونکي شول او له بله پلوه نړيوالو ته د سولې مخکښان.
دا چې اوس لوستي خلک زيات دي نو په طبيعي توګه کار نور هم آسان شوی دی او په ډيره آسانۍ او سهولت سره به د دعوت الی الله کار پرمخ ځي خو هغه څه د دعوت کار يې ځنډنی کړی او خنډونه يې ورته پيدا کړي، هغه د اوسني مسلمان او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې د مسلمان تر منځ توپير دی، په هغه مهال به چې کله يو انسان مسلمان شو د هغه ايمان به دغه شخص کرار کښيناستو ته نه پريښود، سمدلاسه به ترې دعوتګر جوړشو او خپل پيغام او رسالت به يې خلکو ته رساوه، په دې سره د ده حيثيت په ټولنه کې لوړ شو، هغه به په خپل ټول وجود د دعوت په کار کې بوخت شو او يو تکړه او فعال دعوتګر به ترې جوړ شو، د ژوند په هر ډګر کې به ده د دعوت الی الله فريضه په ډير وړ او مناسب شکل سرته رسوله، هغه به تل په دې لټه کې و چې څرنګه خلک د کفر له ناپوهۍ څخه وژغوري او د اسلام رڼا او پوهې ته يې ننباسي.
داسلام هر حکم به يې چې زده کړ او د قرآن کومه برخه به يې چې ياد کړ ، هغه به يې پوره پوره نورو ته رساوه، دوی به اسلام روښانه او څرګند عقايد خلکو ته رسول او د کفر له تورتمونو به يې ژغورل.
دغه ساده او عامې خبرې اوس هم د خلکو په اذهانو کې کښيني، نه د دعوتګر لپاره دا اړينه ده چې هغه دې ارومرو پروفيسور وي او نه هم د مدعو او مخاطب په اړه دا ضروري ده چې هغه دې سترې شهادتنامې او اسناد ولري ، دا خبرې هر څوک بيانولی شي او په هر چا کې تبديلي او بدلون راوستلی شي، اسلام کوم نا آشنا يا غيرفطري دين نه دی چې د انسان ذهن او يا د انسان جوړښت يې قبول نه کړي او يا د انسان فطرت ورسره نابلده وي او نه په دې دين د پوهيدلو لپاره د لويو لويو فلسفو جوړولو ته ضرورت شته.
دا خو يو فطري دين دی چې د انسان فطرت ورسره مانوس او آشنا دی، تجربو دا ښودلې ده چې دا دين د لوستو په پرتله نالوستي ډير مني او دا ځکه چې نالوستي خلک فطرت ته ډير نږدې دي، – البته د دې معنا دا نه ده چې د اسلام دين د ناپوهانو او جاهلانو دين دی، بلکې هدف يې دا دی چې آن ناپوهه او جاهل هم د اسلام په اړه معذور نه دی او نه هم د اسلام په فهم او پوهه کې ورته کوم مشکل پيښيږي.ـ
نو ای د اسلام داعيانو!!
تاسو د نالوستو وګړو له ډيروالي مه ډاريږې، ځکه چې د هغوی بې سوادي او نالوستوالی د اسلامي دعوت په مخ کې خنډ نه دی ، بلکې يوازينی خنډ ستاسې په زړونو کې د ايماني احساس او د دعوت او تبليغ د جذبې نشتوالی يا کموالی دی.
د اسلام د دين د لومړنيو پتنګانو په څير ځان د دين کار او دعوت ته وقف کړې او په خپلو زړونو کې هغه جذبه او احساس راژوندی کړې چې صحابه کرامو درلوده له هغې وروسته به بيا تاسې په خپلو سترګو وګورې چې د اسلامي دعوت په وړاندې څومره بې شميره فرصتونه پراته دي چې تاسو ترې لا تراوسه هيڅ ګټه نه ده پورته کړې.
نو په دې تمه مه کښينئ چې تعليم سل په سلو کې زيات شي بيا به تاسو د دعوت الی الله کار پيل کوې او دغه لوست وګړي به د الله دين ته رابلې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ستاسو لپاره ښه بيلګه ده.( لقد کان لکم فی رسول الله اسوه حسنه)
په بل ځای کې الله تعالی فرمايي: ( والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا)
د مولانا ابوفاروق ليکنه
ژباړه: حاجي محمد وکيل صادق